settings icon
share icon
سوال

مقدس کتاب د وادۀ نه مخکښې د جنسى عمل په باره کښې څه وائى؟

جواب


د نورو بد اخلاقو په شان د وادۀ نه مخکښې جنسى عمل په بيا بيا په مقدس کتاب کښې رد کړې شوې دې. (اعمال د رسولانو ١٥: ٢٠؛ د روميانو په نوم خط ١: ٢٩؛ د کورنتيانو په نوم اول خط ٥: ١؛ ٦: ١٣، ١٨؛ ٧: ٢؛ ١٠:٨؛ د کورنتيانو په نوم دويم خط ١٢: ٢١؛ د ګلتيانو په نوم خط ٥: ١٩؛ د افسيانو په نوم خط ٥: ٣؛ د کولسيانو په نوم خط ٣: ٥؛ د تلسيانو په نوم اول خط ٤: ٣؛ يهوداه په نوم خط ٧). مقدس کتاب د وادۀ نه مخکښې د جنسى عمل عمل بد وائى. د وادۀ نه مخکښې جنسى عمل هم هغه شان غلط دې لکه څنګه چې زنا يا نور جنسى بد اخلاقې غلط کار دې، ځکه چې ستا وادۀ نه وى شوې او د هغه کس سره جنسى تعلق ساتې. صرف د ښځې او خاوند په مېنځ کښې جنسى عمل هغه کار دې چې خدائ پاک د هغې اجازت ورکوى (د عبرانيانو په نوم خط ١٣:٤)

د وادۀ نه مخکښې جنسى عمل په ډېرو وجو باندې عام شوې دې. جنسى عمل د خوند ډېر څيز دې. خدائ پاک دا پېدا کړې دې. هغه غواړى چې ښځه او سړې د دې نه خوند واخلى.(خو صرف د وادۀ په دائره کښې دننه) اګرچې د جنسى عمل بنيادى مقصد خوند نۀ دې، بلکې دا نسل برقرار ساتل دى. خدائ پاک نه غواړى چې د وادۀ نه مخکښې د جنسى عمل نه خوند واخستلې شى خو غواړى چې مونږ د نه غوښتونکې حمل او د هغه مور پلار د پاره بچى پېدا نۀ شى چې هغوى بچى نۀ غواړى يا ورته تيار نۀ دى. دا خيال وکړئ زما دا دنيا به څومره ښه وې چې د جنسى عمل د پاره مو د خدائ پاک په نقشه باندې عمل کولې: د جنسى عمل بيمارۍ به ډېرې کمې وې، هغه مېندې به کمې وې چې د هغوى وادۀ نۀ کېږى، نه غوښتونکى حمل به کم وې، حمل غورزول به کم وې، وغېره. د وادۀ نه مخکښې د جنسى عمل کار خدائ پاک رد کوى، دا رد کول ژوند بچ کوى، ماشومان بچ کوى، جنسى عمل صحيح قدر ورکوى، او د ټولو اهمه خبره خدائ پاک له عزت ورکول دى.

English



د پښتو ته راواپس کېدل

مقدس کتاب د وادۀ نه مخکښې د جنسى عمل په باره کښې څه وائى؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries