settings icon
share icon
سوال

عيسٰى مسيح څوک دې؟

جواب


عيسٰى مسيح څوک دې؟ دا سوال د هغه په شان نۀ دې چې آيا خدائ پاک شته؟ ځکه چې دا سوال صرف يو څو کسان کوى چې عيسٰى مسيح موجود وو او که نه. په عامه توګه دا خبره منلې شى چې عيسٰى مسيح په رښتيا سره يو سړې وو چې هغۀ زمکه باندې په اسرائيل کښې ٢٠٠٠ کاله مخکښې ژوند تېرولو. دا بحث هغه شروع کېږى چې کله موضوع دا وى چې د هغه مکلمه پېژندګلو څۀ ده. تقريبا ټول لوئ مذهبونه دا ښودنه کوى چې عيسٰى مسيح يو پېغمبر وو، يو ښه استاد وو، يا ښه سړې وو. مسئله دا ده چې کله مونږ ته مقدس کتاب وائى چې هغه د پېغمبر نه، يو ښه استاذ، ښه انسان نه زيات نور څۀ هم وو.

CS Lewis په خپل کتاب صرف عيسائيت کښې داسې وائى: ”زۀ دلته د هغۀ څيز کوشش کوم چې ځان بچ کړم چې خلق د عيسٰى مسيح په باره کښې کومې کم عقلې خبرې کوى: زۀ دې ته تيار يم چې عيسٰى مسيح يو لوئ اخلاقى استاذ ومنم، خو زۀ دا نۀ شم منلې چې هغه دا دعوه کوى چې زۀ خدائ پاک يم.“ دا هغه څۀ دى چې مونږ له وئيل نه دى په کارى. يو انسان چې صرف انسان وو او دا قسم خبرې يې هم کړې دى عيسٰى مسيح ووئيل نو هغه به يو لوئ اخلاقى استاذ نۀ وى. نو هغه به يا لېونې وى يا به داسې سړې وى چې هغه خپلې اګۍ جنګوى او يا به هغه د دوزخ پېرې وى. تا له په کار دى چې ته يوه خوښه وکړې. چې هغه يو انسان وو، دې، د خدائ پاک زوئ، ليونې يا بل د دې نه بده خبره. تۀ هغه لېوانې راغورزولې شې، په هغه توکاڼى تُوکولې شې، وژلې يې شې چې دې پېرې دې، يا تۀ د هغۀ په ښپو غورزېدلې شې چې هغۀ ته مالک خدائ پاک ووائې. خو راځئ چې په داسې څۀ مطلب کښې پرې نۀ وزوو چې هغه يو لوئ انسانى استاذ هم وو. هغۀ مونږ ته دا خوښه کولاو نۀ ده پرېښودلې. او د هغۀ دا اراده هم نۀ وه.

نو، دا دعوه چا وکړه چې هغه عيسٰى مسيح دې؟ څوک وائى چې مقدس کتاب دا وائى چې هغه عيسٰى مسيح دې؟ راځئ چې اول د عيسٰى مسيح هغه ټکى وګورو چې هغه يې په يوحنا ١٠: ٣٠ کښې وائى، ”زۀ او پلار يو يُو.“ په اول نظر کښې کېدې شى چې دا داسې ښکاره نۀ شى دا دعوه وى چې زۀ خدائ يم. نو اوس د يهوديانو د دې بيان په جواب کښې رد عمل ته وګورئ، ”مونږ تا دَ څۀ ښۀ کار په وجه نۀ سنګسار وُو خو دَ کُفر په سبب،ځکه چه تۀ خو تش اِنسان ئے اَؤ دَ خُدائى دعوىٰ کوے.“ (يوحنا ١٠: ٣٣). يهوديان په دې پوهېدل چې عيسى مسيح دا خبره وکړه چې زۀ خدائ يم. په دې آيات کښې عيسٰى مسيح يهوديان منع نۀ کړل چې ورته ووائى، ”ما دا دعوه نۀ ده کړه چې زۀ خدائ يم“. دا هغې ته اشاره کوى چې عيسٰى مسيح په رښتيا سره ووئيل چې هغه خدائ دې چې دا اعلان يې وکړو، ”زۀ او پلار يو يُو.“ (يوحنا ١٠: ٣٠). يو بل مثال يوحنا ٨: ٥٨ دې. عيسٰى مسيح دا اعلان کوى، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، عيسٰى مسيح جواب ورکړو، د ابراهيم د پېدا کېدو نه مخکښې زۀ موجود وم!“ يو ځل بيا، په جواب کښې، يهوديانو کاڼى راوخستل چې د عيسٰى مسيح د سنګسارولو کوشش وکړى. (يوحنا ٨: ٥٩). عيسٰى مسيح خپله پېژندګلو داسې کوى، ”زۀ يم“ دا د خدائ پاک په زړه لوظ نامه کښې د خدائ پاک وئيلو ته سيدها اشاره ده. (هجرت ٣: ١٤). نو بيا يهوديانو عيسٰى مسيح سنګسارول ولې غوښتل چې هغۀ داسې څۀ نۀ وې وئيلى چې د هغوى خيال نۀ وې چې دا ګستاخى ده، يعنې دا دعوه چې هغه خدائ دې؟

يوحنا ١: ١ وائى چې، ”کلام خدائ وو“. يوحنا ١: ١٤ وائى چې، ”کلام جوسه شو.“ دا په صفا توګه اشاره کوى چې عيسٰى مسيح په جوسه شوې خدائ دې. تيمطوس شاګرد عيسٰى مسيح ته ووئيل، ”زما مالک زما خدائ“ (يوحنا ٢٠: ٢٨). خو عيسٰى مسيح هغه منع نۀ کړو. پولوس رسول هغۀ ته داسې وائى، ”.. زمونږ لوئ خدائ نجات ورکوونکې، عيسٰى مسيح“. (تيطوس په نوم خط ٢: ١٣). پطروس رسول هم دغه شان وائى، ”... زمونږ لوئ خدائ نجات ورکوونکې، عيسٰى مسيح“.“ (د پطروس په نوم دويم خط ١: ١). خدائ پلار د زمونږ لوئ خدائ نجات ورکوونکې، عيسٰى مسيح“. پوره ګواه دې او پوره پېژندګلو دې، ”د زوئ په باره کښې هغه وائى، ”اے خدايه پاکه، ستا تخت به همېشه همېشه د پاره وى، او ستا صداقت به ستا د بادشاهۍ د طاقت لخته وى.“ زړه لوظ نامه د زمونږ لوئ خدائ نجات ورکوونکې، عيسٰى مسيح“. په باره کښې پېشن ګوئى ورکوى، ”نو زمونږ يو ماشوم پېدا شوې دې، مونږ له يو زوئ راکړې شوې دې، او حکومت به د هغۀ په ولو باندې پروت وى، او هغه به ښۀ مشوره ورکوونکے وبللې شى، لوئ خدائ، ابدى پلار، او د آمن شهزاده.“

نو لکه چې CS Lewis بحث کوى، چې په دې باندې يقين ساتل چې عيسٰى مسيح يو ښـۀ استاذ دې دا يو خوښه نۀ ده. عيسٰى مسيح په صفا توګه او يقيناً دا دعوه کوى چې هغه خدائ دې. کۀ هغه خدائ نۀ وى، نو بيا هغه دروغژن دې، نو بيا پېغمبر هم نۀ دې، نۀ ښۀ استاذ، نۀ ښۀ انسان. دوه زره کاله مخکښې تېر شوى دى چې عيسٰى مسيح کړى يا وئيلى دى دا هر څه د هغوى په ذريعه رارسېدلى دى چې چا د هغۀ سره ژوند کولو، د هغه خدمت کولو، او عيسٰى مسيح په خپله د هغوى استاذ وو. (يوحنا ١٤: ٢٦)

نو دا سوال د عيسٰى مسيح د پېژندګلو د پاره ډېر اهم دې؟ دا څۀ خبره ده چې عيسٰى مسيح خدائ دې او که نۀ دې؟ د ټولو نه اهمه وجه دا ده چې عيسٰى مسيح خدائ وى، کۀ هغه خدائ نۀ وى، نو د هغۀ مرګ به د ټولې دنيا د ګناه د معافۍ د پاره ټيک نۀ وى. (د يوحنا په نوم اول خط ٢: ٢). صرف خدائ پاک داسې يوه لويه بدله ورکولې شى (د روميانو په نوم خط ٥: ٨؛ د کورنتيانو په نوم خط ٥: ٢١). عيسٰى مسيح خدائ ځکه کېدې شى چې هغۀ زمونږ د ګناه قرض ادا کړې دې. عيسٰى مسيح ځکه انسان جوړ شو چې هغه مړ شى. نجات صرف د عيسٰى مسيح په منلو سره ملاوېږى. عيسٰى مسيح صرف د نجات يواځينۍ لار ده. نو عيسٰى مسيح ځکه دا اعلان کوى، ”زۀ لار يم، زۀ حق يم، او زۀ ژوندون يم. هيڅ څوک زما د وسيلې نه بغېر پلار ته نۀ شى تلې“. (يوحنا ١٤: ٦).

English



د پښتو ته راواپس کېدل

عيسٰى مسيح څوک دې؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries