settings icon
share icon
سوال

ابدى ژوند درته حاصل شو څۀ؟

جواب


مُقدس کلام ابدى ژوند ته يوه صفا لار پېش کوى. وړومبۍ خبره دا ده چې مُونږ به خامخا دا خبره منو چې مُونږ د خُدائ پاک خِلاف ګُناه کړې ده: ”ځکه چه ټولو ګُناه کړې ده اؤ دَ خُدائ پاک دَ لوئۍ نه محرُوم دى.“ (د روميانو په نُوم خط ٣: ٢٣). مُونږ ټولو هغه کار کړې دې چې په کوم باندې خُدائ پاک نارضا کېږى، چې هغه مُونږ د سزا حقدار ګرځوى. چې ځکه مُونږ ټولو په پُورا توګه د ابدى خُدائ پاک ګُناه کړې ده نو په دې وجه صِرف ابدى سزا ټيک ده. ”ځکه چه دَ ګُناه بدل مرګ دې خو دَ خُدائ پاک بخښنه زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې دَ تل ژوندُون دې.“ (د روميانو په نُوم خط ٦: ٢٣)

اګرچې عيسٰى مسيح هغه بې ګُناه (د پطروس په نُوم خط ٢: ٢٣)، د خُدائ پاک ابدى زوئ، اِنسان جوړ شو (يوحنا ١: ١، ١٤) اؤ مړ شو چې زمُونږ سزا په ځان تېره کړى، ”خو خُدائ پاک خپله مينه مُونږ ته داسې ښکاره کړه،کله چه مُونږ لا ګُناه ګار وُو نو مسيح زمُونږ دَ پاره مړ شو“ (د روميانو په نُوم خط ٥: ٨). عيسٰى مسيح په صليب باندې مړ شو (يوحنا ١٩: ٣١-٤٢)، اؤ چې د کُومې سزا مُونږ حقدار وُو نو هغه يې په ځان واخستله (د کورونتيانو په نُوم خط ١٥: ٢١). درې ورځې وروستو هغه د مړو نه پاڅېدو (د کورونتيانو په نُوم خط ١٥: ١-٤)، اؤ په ګُناه اؤ په مرګ يې خپله فتح ثابِته کړه. ”زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح اؤ دَ خُدائ پاک پلار دِ ثناء وى،چه دَ عيسىٰ مسيح دَ مړو نه دَ بيا ژوندى کولو په سبب يې په خپل لوئ رحمت سره مُونږ دَ ژوندى اُميد دَ پاره بيا پيدا کړُو.“(د پطروس په نُوم اول خط ١: ٣).

د ايمان په ذريعه، مُونږ به خامخا د خپلې ګُناه نه ګرځُو اؤ د نِجات د پاره به عيسٰى مسيح ته ورځُو (اعمال د رسُولانو ٣: ١٩). کۀ مُونږ په هغۀ اؤ په صليب باندې زمُونږ د ګُناه د کفارې د پاره د هغۀ په مړ کېدو يقين ولرو، نو مُونږ به معاف شو اؤ په جنت کښې به د ابدى ژوند وعده راسره وشى.”خُدائ دَ دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئ يې هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوئ يې ايمان راؤړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى.“ (يوحنا ٣: ١٦). ”ځکه که ستا په خُله يې دا اِقرار وى چه عيسىٰ مالِک دې اؤ په زړۀ کښې دِ دا ايمان وى چه خُدائ پاک هغه دَ مړو نه راپاڅولو نو تۀ به خلاصُون بيا مُومې.“ (د روميانو په نُوم خط ١٠: ١٩). په دې ايمان لرل چې عيسٰى مسيح په صليب باندې آخرى کار صِرف هم دغه ابدى ژوند ته حقيقى لاره ده! ”٨ ځکه چه تاسو دَ ايمان په وسيله په فضل خلاصُون مُوندلې دې،دا ستاسو له طرفه نه نۀ،بلکه دَ خُدائ پاک بخښنه ده. ٩ اؤ دا دَ عملُونو په سبب نۀ ده،دَ پاره دَ دې چه څوک فخر ونۀ کړى.“ (د افسيانو په نُوم خط ٢: ٨-٩)

کۀ عيسٰى مسيح ته په خپله ژوند ورکوونکې منې، نو دلته يوه ساده دعا ده. ياد ساته! د دې دعا وئيل يا د بلې دعا وئيل به تا نۀ بچ کوى. صِرف په عيسٰى مسيح باندې يقين ساتل به تا د ګُناه نه بچ کوى. په ساده ټکو کښې دا دعا په عيسٰى مسيح کښې ستا د ايمان د اظهار يوه طريقه ده اؤ د هغۀ شګر ګزارى ده چې هغۀ ستا د نِجات بندُوبست وکړو. ”خدايه پاکه! ما ته پته ده چې ما ستا خِلاف ګُناه کړې ده اؤ د سزا حقدار يم. خو چې د کُومې سزا حقدار وم هغه عيسٰى مسيح په خپله په ځان تېره کړه نو چې داسې په هغې کښې د ايمان په وسيله زۀ بچ شم. زۀ د خپلې ګُناه نه وګرځېدم اؤ د نِجات د پاره مې په تا ايمان ولرلو. زۀ ستا د لوئ فضل اؤ معافۍ شُکر ګُْزار يم، کومه چې د ابدى ژوند تُحفه ده! آمين“

تۀ چې دلته څۀ لوستلى د هغې په وجه تا د عيسٰى مسيح په باره کښې څۀ فېصله کړې ده څه؟ کۀ داسې وى نو دا لاندې بټن باندې کلک کړئ. ”ما نن مسيح قبول کړې دې“

English



د پښتو ته راواپس کېدل

ابدى ژوند درته حاصل شو څۀ؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries