settings icon
share icon
سوال

ما ته د خُدائ پاک نه معافى څنګه مِلاوېږى؟

جواب


اعمال د رسُولانو ١٣: ٣٨ صفا وائى، ”نو بيا اې زما ورُوڼو! تاسو ضرور ځان پوهه کړئ چه دا دَ عيسىٰ په وسيله دَ ګُناهُونو دَ معافۍ بيان درته کيږى.“

معافى څۀ څيز دې اؤ ما ته د دې څۀ ضرُورت دې؟

د ”معافى“ ټکى معنٰى ده لکه تخته وينځل، بخښل، يا قرض بخښل. کله چې مُونږ د چا سره څۀ غلطى کوُو نو مُونږ د دې د پاره د هغۀ نه معافى غواړُو چې زمُونږ تُعلقات د هغۀ سره په ځائ پاتې شى. معافى ورکولې نۀ شى ځکه چې يو کس د معافۍ حقدار وى. هيڅ څوک د معافۍ حقدار نۀ وى. معافى د مينې، رحم اؤ فضل يو عمل دې. معافى يوه داسې فېصله ده چې د هغه بل کس خِلاف دې هيڅ نه شى ايسارولې، د هغه هر څۀ باوجُود چې هغۀ ستا سره څۀ کړى وى.

مُقدس کلام مُونږ ته وائى چې مُونږ ټولو ته د خُدائ پاک د معافۍ ضرُورت دې. مُونږ ټولو ګُناه کړې ده. د اکليسيانو ٧: ٢٠ صفا وائى، ”په زمکې داسې هيڅ څوک پاک نشته چې هغه هم هغه څۀ کوى چې کوم صحيح وى اؤ هيڅ کله يې ګُناه نۀ وى کړې.“ اول د يوحنا خط ١: ٨ وائى، ”که چرې مُونږ دا ووايُو چه بې ګُناه يُو نو مُونږ خپل ځان له دوکه ورکوُو اؤ په مُونږ کښې رښتيا نِشته.“ هره يوه ګُناه د خُدائ پاک خِلاف بالکل د بغاوت يو عمل دې (زبُور ٥١: ١٤) اؤ نتيجه يې دا وى چې مُونږ ته د خُدائ پاک د معافۍ ضرُورت وى. که زمُونږ ګُناه معاف نۀ شى، نو په بدل کښې زمُونږ د ګُناه په وجه به د همېشه د پاره وکړېږو. (متى ٢٥: ٤٦؛ يوحنا ٣: ٣٦)

معافى، دا ما ته څنګه ملاوېږى؟

د شُکريې سره، خُدائ پاک مينه کوُونکې اؤ مهربان دې، د هغۀ خواهش دا وى چې زمُونږ ګُناه معاف کړى! د پطروس دويم خط ٣: ٩ مُونږ ته وائى، ”بلکه ستاسو په باب کښې صبر کوى،دَ پاره دَ دې چه دَ چا هلاکت نۀ غواړى بلکه دَ غواړى چه ټولو خلقو ته دَ توبې موقعه ورکړې شى.“ د خُدائ پاک خواهش دا دې چې مُونږ معاف کړى، نو هغۀ زمُونږ د معافۍ بندُوبست کړې دې.

زمُونږ د ګُناه د پاره د انصاف والا سزا هغه مرګ دې. د روميانو په نُوم خط ٦: ٢٣ وړومبۍ نيمه حصه صفا وائى، ”ځکه چه دَ ګُناه بدل مرګ دې...“ نو د همېشه د پاره مرګ زمُونږ د ګُناه بدل يا مزدورى ده. خُدائ پاک په خپله مُکمله منصُوبه کښې يو اِنسان جوړېږى، يعنې عيسٰى مسيح (يوحنا ١: ١،١٤). مسيح په صليب باندې مړ شو، د دې د پاره چې هغه سزا تېره کړى چې د کُومې مُونږ حقدار يو، يعنې مرګ. د کورنتيانو په نُوم دويم خط ٥: ٢١ مُونږ ته وائى، ”هغه چا چه ګُناه نۀ پيژنده خو خُدائ پاک هم هغه زمُونږ دَ پاره ګُناه وګڼلو چه مُونږ په هغۀ کښې دَ خُدائ پاک صداقت شُو.“ مسيح په صليب باندې د دې د پاره مړ شو چې هغه سزا په خپل ځان تېره کړى چې د کُومې مُونږ حقدار يُو! د خُدائ پاک په توګه، د مسيح مرګ د ټولې دنيا د ګُناه د پاره د معافۍ بندُوبست وکړو. اول خط د يوحنا ٢: ٢ صفا وائى، ”هغه په خپله زمُونږ دَ ګُناهُونو کِفاره دې،نۀ يواځې زمُونږ دَ ګُناهُونو بلکه دَ ټولې دُنيا دَ ګُناهُونو هم.“ مسيح د مړو نه ژوندې پاڅېدو، اؤ په ګُناه اؤ مرګ باندې د فتحې موندلو اعلان يې وکړو (د کورنتيانو په نُوم اول خط ١٥: ١-٢٨). د خُدائ پاک ثناء صفت دې وى، د عيسٰى مسيح د مرګ اؤ بيا ژوندى کېدو په وجه د روميانو په نُوم د دويم خط ٦: ٢٣ دويمه نيمه برخه رښتيا وائى، ”خو دَ خُدائ پاک بخښنه زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې دَ تل ژوندُون دې.“

تۀ غواړې چې ستا ګُناهونه دې معاف شى؟ تۀ د ګُناه بد محسوسوې څۀ چې دا تا ته داسې ښکارى چې دا به ستا نۀ ځى؟ ستا د ګُناهونه معافى شته خو په دې شرط چې ستا ايمان داسې جوړ شى چې عيسٰى مسيح نِجات ورکوونکې دې. د افسيانو په نُوم خط ١: ٧ وائى، ”مُونږ ته دَ مسيح دَ وينې په وسيله خلاصُون،يعنې دَ ګُناهونو مُعافى،دَ هغۀ دَ هغه فضل دَ دولت په مُطابق حاصله ده.“ عيسٰى مسيح زمُونږ د پاره قرض ادا کړو دا د دې د پاره چې مُونږ معاف شو. ستا ذمه وارى به دا وى چې د خُدائ پاک نه دا غواړې چې د مسيح په وسيله تا معاف کړى، چې زمُونږ دا ايمان جوړ شى چې عيسٰى مسيح زمُونږ د ګُناه د پاره مړ شو، اؤ هغه به مُونږ معاف کړى. په يوحنا ٣: ١٦-١٧ کښې دا عجيبه پېغام شته دې، ”١٦ خُدائ پاک دَ دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئ يې هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوى يې ايمان راوړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى. ١٧ خُدائ پاک خپل زوئ دُنيا ته دَ دُنيا دَ مُجرم کولو دَ پاره نۀ دې راليږلې بلکه دَ دې دَ پاره چه دَ هغۀ په وسيله دُنيا خلاصُون بيا مُومى.“

معافى، آيا دا دومره آسانه ده څۀ؟

او، دا دومره آسانه ده! تۀ د خُدائ پاک نه معافى نۀ شې ګټلې. تۀ د خُدائ پاک نه معافى په پېسو نۀ شې اخستلې. دا تا ته صِرف په ايمان باندې ملاوېږى، دا د خُدائ پاک د فضل اؤ رحم په وجه ملاوېږى. کۀ ته عيسٰى مسيح خپل نِجات ورکوونکې ومنې اؤ د خُدائ پاک نه تا معافى مِلاو شى، نو دا هغه دعا ده چې تۀ يې غوښتلې شې. د دې دعا په وئيلو سره يا د بلې دعا په وئيلو سره به تۀ نۀ بچ کېږې. صِرف په عيسٰى مسيح د ايمان په وسيله ستا د ګُناهونو د معافۍ بندُوبست کېږى. دا دعا په ساده ټکو کښې د ستا د ايمان د خُدائ پاک د اظهار اؤ د شکر ګزارۍ يوه طريقه ده چې هغۀ ستا د معافۍ بندُوبست وکړو. ”خُدايه پاکه! ما ته پته ده چې ما ستا خِلاف ګُناه کړې ده اؤ زۀ د سزا حقدار يم. خو چې د کُومې ګُناه زۀ حقدار يم نو هغه سزا عيسٰى مسيح واخستله نو په هغه باندې د ايمان په وسيله زۀ بچ کېدې شم. زۀ د خپلې ګُناه نه راوګرځېدم اؤ د نِجات د پاره مې په تا يقين ولرلو. زۀ ستا لوئ فضل اؤ معافۍ د پاره شُکريه ادا کوم! آمين!“

تۀ چې دلته څۀ لوستلى د هغې په وجه تا د عيسٰى مسيح په باره کښې څۀ فېصله کړې ده څه؟ کۀ داسې وى نو دا لاندې بټن باندې کلک کړئ. ”ما نن مسيح قبول کړې دې“

English



د پښتو ته راواپس کېدل

ما ته د خُدائ پاک نه معافى څنګه مِلاوېږى؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries