settings icon
share icon
سوال

آيا مسلمانان او عيسائيان هم د يو خدائ پاک عبادت کوى؟

جواب


د دې سوال جواب د هغې سره تعلق لرى چې د هم د يو خدائ پاک مطلب څۀ دې. د دې خبرې نه انکار نشته چې د مسلمانانو د خدائ پاک او د عيسائيانو د خدائ پاک نظريه ډېره يو شان ده. د دواړو نظريو په مطابق خدائ پاک قادر المطلق دې، طاقتور، په هر ځائ کښې موجود، مقدس، د انصاف والا او صادق دې. اسلام او عيسائيت دواړه په يو خدائ پاک کښې ايمان لرى چې هغه په دې کائنات کښې د هر څۀ پېدا کوونکې دې. نو په دې وجه په دې مطلب سره عيسائيان او مسلمانان هم د يو خدائ پاک عبادت کوى.

هم په دې وخت کښې د مسلمانانو او عيسائيانو د خدائ پاک د نظريې په مېنځ کښې څۀ اهم فرق هم شته. د مسلمانانو د نظريې په مطابق خدائ پاک دومره مينه، رحم، او فضل نه لرى لکه څومره چې د عيسائيانو د نظريې په مطابق خدائ پاک لرى. د ټولو نه اهم فرق چې د مسلمانانو او عيسائيانو د نظريې په مېنځ کښې دې هغه د خدائ پاک ژوند په باره کښې دې د عيسائيانو ايمان دا دې چې خدائ پاک د عيسٰى مسيح په شکل کښې يو انسان جوړ شو. مسلمان دا عقيده لرى چې دا نظريه يوه لويه ګستاخى ده. مسلمان دا نظريه هيڅ کله نۀ شى قبلولې چې الله دې انسان جوړ شى او د دنيا د ګناهونو د پاره دې مړ شى. د خدائ پاک د ژوند په باره کښې دا ايمان لرل د يو عيسائى د پاره ډېر زيات ضرورى دى چې خدائ پاک وپېژنى. خدائ پاک د دې د پاره انسان جوړ شو چې د هغۀ سره زمونږ پېژندګلو وشى، او د ټولو نه اهمه خبره دا ده، چې هغه د نجات بندوبست وکړى، او د ګناهونو معافى وکړى.

نو ايا مسلمان او عيسائيان هم د يو خدائ پاک عبادت کوى؟ او اؤ نه. غالبًا سوال به دا وى، ”آيا مسلمان او عيسائيان دواړه په دې باندې صحيح پوهه دى چې خدائ پاک څنګه دې؟“ نو د دې د پاره جواب نه دې. د مسلمانانو او عيسائيانو د خدائ پاک د تصور په باره کښې ډېر نازک فرقونه شته دې. دواړه ايمانانو نۀ شى صحيح کېدلې. زمونږ دا ايمان دې چې عيسائيان د خدائ پاک په باره کښې صحيح نظريه لرى ځکه چې تر څو پورې د ګناه کفاره ادا شوې نۀ وى نو نجات نۀ شى ملاوېدې. صرف خدائ پاک دا قيمت ادا کولې شى. صرف د انسان د جوړېدولو په وجه خدائ پاک زمونږ د پاره مړ کېدې شى، نو چې داسې زمونږ د ګناهونه سزا تېره کړى. (د روميانو په نوم خط ٥: ٨؛ د کورنتيانو په نوم دويم خط ٥: ٢١)

English



د پښتو ته راواپس کېدل

آيا مسلمانان او عيسائيان هم د يو خدائ پاک عبادت کوى؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries