settings icon
share icon
سوال

زۀ د خدائ پاک سره څنګه صادق کېدې شم؟

جواب


د خدائ پاک سره د ”صادق“ کېدو د پاره، مونږ له اول خامخا دا پېژندل په کار دى چې ”بد“ څۀ څيز دې. نو د دې جواب ګنا دې. ”داسې هيڅ څوک هم نشته چې هغه ټيک کار کوى، نه، هيڅ څوک هم نه.“(زبور ١٤: ٣). مونږ د خدائ پاک د حکم نه سرکشى کړې ده؛ مونږ ”د بې لارې شوې ګډو په شان يو.“ (يسعياه ٥٣: ٦).

بد زېرې دا دې چې د ګناه بدل مرګ دې. ”ساؤل ګناه کړې ده، نو هغه به مړ شى.“ (ايزکيل ١٨: ٤). زېرې دا دې چې هغه مينه کوونکى خدائ پاک مونږ د دې د پاره لټولى يو، چې مونږ له نجات راکړى. عيسٰى مسيح د خپل مقصد اعلان داسې کوى، ”اَؤ اِبن آدم دې له راغلې دې چه ورک شوى ولټوى اَؤ بچ يې کړى.“ (لوقا ١٩: ١٠)، او هغه د دې ټکو سره د خپل مقصد اعلان وکړو چې کله هغه په صليب باندې مړ کېدو، ”پُوره شو!“ (يوحنا ١٩: ٣٠)

د خدائ پاک سره د صحيح تعلق شروع کېدل د خپلې ګناه د پېژندګلونو نه کېږى. ورپسې په عاجزۍ سره د خدائ پاک په مخکښې اقرار کول دى ( يسعياه ٥٧: ١٥) او دا اراده کول چې ګناه به پرېږدم. ”اَؤ په خُلۀ دا اِقرار کوُو نو خلاصُون به بيا مُومُو.“ (روميانو په نوم خط ١٠: ١٠).

دا پښېمانى د ايمان په ذريعه پورا کېږى. خصوصاً د عيسٰى مسيح د قربانۍ والا مرګ باندې يقين او د هغۀ دمعجزې نه ډک بيا د مړو نه پاڅېدل دا خبره پورا کوى چې هغه ستا نجات ورکوونکې دې. ” ځکه که ستا په خُلۀ دا اِقرار وى چه عيسىٰ مالِک دې اَؤ په زړۀ کښې دِ دا ايمان وى چه خُدائ هغه دَ مړو نه راپاڅولو نو تۀ به خلاصُون بيا مُومې.“ (د روميانو په نوم خط ١٠: ٩). نور ډېر داسې ځايونه شته چې هغه د ايمان د ضرورت په باره کښې خبرې کوى، لکه چې يوحنا ٢٠: ٢٧؛ اعمال د رسولانو ١٦: ٣١؛ د ګلتيانو په نوم خط ٢: ١٦؛ ٣: ١١، ٢٦؛ او د افسيانو په نوم خط ٢: ٨.

د خدائ پاک سره صادق کېدل دا هغه معامله ده چې هغۀ ستا په خاطر څۀ کړى دى د هغې جواب ورکول دى. هغۀ نجات ورکوونکې راولېږلو، هغۀ ستا د ګناه د کفارې د پاره د قربانۍ بندوبست وکړو (يوحنا ١: ٢٩)، او هغه د دې وعدې پېش کش کوى، ”اَؤ بيا به هغه څوک خلاصُون ومُومى چې دَ مالِک په نُوم زارى کوى.“

د پښېمانۍ او د معافۍ يوه ښائسته نمونه د هغه عياش او پېسې مصرف کوونکى زوئ قيصه ده (لوقا ١٥: ١١-٣٢) کشر زوئ د خپل پلار تحفه د بې شرمۍ په ګناه کښې ضايع کړه (آيات ١٣). هغه چې کله په خپل بد عمل پوهه شو، نو هغۀ فېصله وکړه چې کور ته واپس لاړ شى (آيات ١٨). د هغۀ خيال دا وو چې هغه به نور زوئ نۀ شى ګڼلې (آيات ١٩)، خو د هغۀ خيال صحيح نۀ وو. د هغۀ پلار د سرکش زوئ په واپس کېدو هم د هغۀ سره هم هغه هومره مينه کوله لکه چې مخکښې يې ورسره کوله (٢٠ آيات). هر څۀ ورته معاف شول، او يو جشن مناؤ شو (آيات ٢٤)

خدائ پاک په خپله وعده پورا کولو کښې ښۀ دې،او هم داسې د معافۍ په وعده کښې هم. ”مالک خدائ هغه چاته نزدې دې د چا زړونه مات دى، او د صبر والا روح بچ کوى.“ (زبور ٣٤: ١٨)

کۀ تۀ د خدائ سره صادق کېدل غواړې، دلته يوه ساده دعا ده. خو ياد ساته، . د دې دعا د وئيلو يا د بلې دعا وئيلو په ذريعه به تا نجات نۀ ملاوېږى، خو صرف په عيسٰى مسيح باندې د يقين په وجه به تۀ د ګناه نه بچ کېږې! دا په ساده طريقه خدائ پاک ته په هغۀ باندې د ايمان د اظهار يوه دعا ده او د هغه شکر ګزارۍ د پاره اظهار دې چې هغۀ ستا د نجات بندوبست وکړو. ”خُدايه پاکه، ما ته پته چې ما ستا خلاف ګناه کړې ده او زۀ د سزا حقدار يم. خو چې د کومې سزا زه حقدار وم نو هغه عيسٰى مسيح په خپل ځان تېره کړه نو په هغه باندې د ايمان په وجه زۀ معاف کېدې شم. زه د خپلې ګناه نه راګرځم او د نجات د پاره په تا باندې يقين کوم. ستا د لوئ فضل او معافۍ ډېره مننه، کومه چې د ابدى ژوند تحفه ده! آمين!“

تۀ چې دلته څۀ لوستلى د هغې په وجه تا د عيسٰى مسيح په باره کښې څۀ فېصله کړې ده څه؟ کۀ داسې وى نو دا لاندې بټن باندې کلک کړئ. ”ما نن مسيح قبول کړې دې“

English



د پښتو ته راواپس کېدل

زۀ د خدائ پاک سره څنګه صادق کېدې شم؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries