settings icon
share icon
سوال

څلور روحانى قوانين څۀ دى؟

جواب


هغه څلور روحانى قوانين د نجات د زېرى نورو ته رسولو يوه طريقه ده کُوم چې په عيسٰى مسيح کښې د ايمان په وجه ملاوېږى. دا يوه ساده طريقه ده چې په انجيل کښې کوم اهم معلومات دى چې هغه منظم شى.

د هغه څلورو قوانينو نه وړومبې قانون، ”خدائ پاک ستا سره مينه کوى او هغه ستا د ژوند د پاره عجيبه منصوبه لرى.“ يوحنا ٣: ١٦ مونږ ته وائى، ”خُدائې دَ دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئ يې هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوئ يې ايمان راؤړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى.“ يوحنا ١٠: ١٠ مونږ ته هغه وجه ښائى چې عيسٰى مسيح د څۀ د پاره راغلې وو. ” زَۀ دې له راغلې يم چه خلق ژوندُون ومُومى اَؤ ډير يې ومُومى.“ د خدائ پاک د مينې نه مونږ څۀ څېر ايساروى؟ هغه څۀ څيز دې چې مونږ د ډېر ژوند نه ايساروى؟

د هغه څلورو روحانى قوانينو نه دويم قانون، ”انسان د ګناه په وجه ګنده شوې دې او په دې وجه د خدائ پاک نه جدا شوې دې. نو په نتيجه کښې، مونږ د هغه عجيبه منصوبې پته نه لږى چې خدائ پاک يې زمونږ د پاره لرى.“ د روميانو په نوم خط ٣: ٢٣ دا خبره پخوى، ”ځکه چه ټولو ګُناه کړې ده اَؤ دَ خُدائ پاک دَ لوئۍ نه محرُوم دى.“ د روميانو په نوم خط ٦: ٢٣ مونږ ته د ګناه نتيجه ښائى، ”د ګناه بدل مرګ دې.“ خدائ پاک مونږ د دې د پاره پېدا کړو چې د هغۀ سره رفاقت ولرلو. اګرچې د انسان په ذريعه دنيا ته ګناه راغله، او په دې وجه د خدائ پاک نه جدا شو. مونږ د هغۀ سره هغه تعلق تباه کړې دې چې خدائ پاک زمونږ سره د لرلو اراده لرله. نو د دې حل څۀ دې؟

د هغه څلورو روحانى قوانينو نه دريم دا دې، ” عيسٰى مسيح زمونږ د ګناه د پاره يواځنې بندوبست دې. د عيسٰى مسيح په ذريعه زما ګناه معاف کېدې شى او د خدائ پاک سره صحيح تعلق په ځائ کولې شو.“ د روميانو په نوم خط ٥: ٨ مونږ ته وائى، ”خو خُدائ خپله مينه مُونږ ته داسې ښکاره کړه،کله چه مُونږ لا ګُناه ګار وُو نو مسيح زمُونږ دَ پاره مړ شو!“ د کورونتيانو په نوم اول خط ١٥: ٣-٤ مونږ د هغۀ څۀ نه خبروى چې ته په څۀ باندې پوهېدل يا ايمان لرل په کار دى هغه د دې د پاره چې مونږ ته نجات ملاو شى، ”...مسيح دَ کتابِ مُقدس په مُطابق زمونږ دَ ګُناهُونو دَ پاره مړ شو، ٤ اَؤ ښخ شو اَؤ دَ کتاب مُقدس په مُطابق په دريمه ورځ بيا ژوندې پاڅيدلو....“ په يوحنا ١٤: ٦ کښې عيسٰى مسيح په خپله دا اعلان کوى چې صرف هم هغه د نجات يواځنې لار ده، ”زَۀ لار يم،زَۀ حق يم اَؤ زَۀ ژوندُون يم. هيڅوک هم زما دَ وسيلې نه بغير پلار ته نۀ شى راتلې.“ د نجات دا عجيبه تحفه ما ته څنګه ملاوېدې شى؟

د هغه څلورو روحانى قوانينو نه څلورم دا دې، ”مونږ له خامخا دا ايمان لرل په کار دى چې عيسٰى مسيح نجات ورکوونکې دې دا د دې پاره چې مونږ ته د نجات تحفه ملاو شى او چې زمونږ د ژوند د پاره د خدائ پاک په هغه عجيبه منصوبه پوهه شو.“ يوحنا ١: ١٢ مونږ ته د دې بيان کوى، ”خو کومو خلقو چه قبُول کړو هغوئ ته يې دا حق ورکړو چه دَ خُدائ اَؤلاد شى يعنې هغوئ چه دَ هغۀ په نامه ايمان راؤړى،“ اعمال د رسولانو ١٦: ٣١ په صفا ټکو کښې دا وائى، ”په مالِک عيسىٰ باندې ايمان راؤړه اَؤ تۀ اَؤ ستا کورنئ به خلاصُون ومُومى.“ مونږ ته صرف د فضل په ذريعه خلاصون ملاوېدې شى، صرف په عيسٰى مسيح کښې او يواځې د ايمان په وجه خلاصوم ملاوېږى. (د افسيانو په نوم خط ٢: ٨-٩)

کۀ تۀ دا غواړې چې ته په عيسٰى مسيح کښې دا يقين ولرې چې هغه نجات ورکوونکې دې، نو دا ټکى خدائ پاک ته ووايه. د دې ټکو وئيلو په ذريعه به تا نجات نۀ ملاوېږى، خو په عيسٰى مسيح باندې د يقين په وجه به تا نجات ملاوېږى! دا په ساده طريقه خدائ پاک ته په هغۀ باندې د ايمان د اظهار يوه دعا ده او د هغه شکر ګزارۍ د پاره اظهار دې چې هغۀ ستا د نجات بندوبست وکړو. ”خُدايه پاکه، ما ته پته چې ما ستا خلاف ګناه کړې ده او زۀ د سزا حقدار يم. خو چې د کومې سزا زه حقدار وم نو هغه عيسٰى مسيح په خپل ځان تېره کړه نو په هغه باندې د ايمان په وجه زۀ معاف کېدې شم. زه د خپلې ګناه نه راګرځم او د نجات د پاره په تا باندې يقين کوم. ستا د لوئ فضل او معافۍ ډېره مننه، کومه چې د ابدى ژوند تحفه ده! آمين!“

تۀ چې دلته څۀ لوستلى د هغې په وجه تا د عيسٰى مسيح په باره کښې څۀ فېصله کړې ده څه؟ کۀ داسې وى نو دا لاندې بټن باندې کلک کړئ. ”ما نن مسيح قبول کړې دې“

English



د پښتو ته راواپس کېدل

څلور روحانى قوانين څۀ دى؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries