settings icon
share icon
سوال

رُوح القدوس څوک دې؟

جواب


د رُوح القدوس د پېژندګلو د پاره ډېر غلط تصورات شته دې. څۀ نظريې داسې دى چې هغوى وائى چې دا يو رُوحانى طاقت دې. نور وائى چې دا د خدائ پاک هغه طاقت دې چې هغه يې د مسيح شاګردانو له ورکوى. مقدس کتاب د رُوح القدوس د پېژندګلو په باره کښې څۀ وائى؟ په ساده ټکو داسې ووايئ چې مقدس کتاب وائى چې رُوح القدوس خدائ پاک دې. مقدس کتاب مونږ ته دا هم وائى چې رُوح القدوس يو کس دې، د عقل سره يو وجود، جذبات، او يوه مرضى ده.

دا حقيقت چې رُوح القدوس خدائ پاک دې دا په صفا ټکو کښې په مقدس کتاب کښې په ډېرو ځايونو کښې ليکلې شوې دې اعمال د رسولانو ٥ک ٣-٤. په دې آيت کښـې پطروس د حننياه مخالفت کوى چې هغۀ د رُوح القدوس سره ولې دروغ ووئيل او هغۀ ته وائى چې تا دا يو سړى ته نه بلکې خدائ پاک ته دروغ وئيلى دى.

مونږ داسې هم وئيلې شو چې رُوح القدوس خدائ پاک دې ځکه چې هغه د خدائ پاک خوبى او خصوصيات لرى. دا حقيقت چې رُوح القدوس يو عالمګير طاقت دې دغ په زبور ١٣٩: ٧-٨ کښې ښکارى ”زۀ ستا د روح نه چرته تلې شم؟ يا زۀ ستا د حضور نه چرته تښتېدې شم؟ کۀ زۀ آسمان ته وخېژم نو تۀ هلته يې، کۀ زه په دوزخ کښې خپله بستره واچوم، نو ګوره تۀ هلته يې. بيا مونږ د کورنتيانو په نوم اول خط ٢: ١٠ کښې د رُوح القدوس عالګيرى خصوصيت ګورو. ”هغه ټول خُدائې په مُونږ دَ رُوح په وسيله ظاهر کړل،ځکه چه رُوح دغه ټولې خبرې وآزمئ بلکه دَ خُدائې پټې خبرې هم معلُوموى.“

مونږ په دې پوهېږو چې رُوح القدوس بې شکه يو شخص دې ځکه چې هغه عقل، جذبات، او مرضى لرى. رُوح القدوس فکر او پوهه لرى (د کورنتيانو په نوم اول خط ٢: ١٠). رُوح القدوس خفه کېږى (افسيانو په نوم خط ٤: ٣٠). رُوح القدوس زمونږ د پاره دعا کوى (د روميانو په نوم خط ٨: ٢٦-٢٧). رُوح القدوس د خپلې مرضى مطابق فېصلې کوى (د کورنتيانو په نوم اول خط ١٢: ٧-١١). رُوح القدوس خُدائ پاک دې، د تثليث دريم غړې. رُوح القدوس په حقيقت کښې د خلقو د آرام او مشورې د پاره کار کوى لکه څنګه چې مسيح دا وعده کړې ده چې هغه به داسې کوى. (يوحنا ١٤: ٢٦؛ ١٥: ٢٦)

English



د پښتو ته راواپس کېدل

رُوح القدوس څوک دې؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries