د ژوند مقصد څۀ دې؟




سوال: د ژوند مقصد څۀ دې؟

جواب:
د ژوند مقصد څۀ دې؟ ما ته مقصد، تکميل، اطمينان په ژوند کښې څنګه ملاوېدې شى؟ آيا زۀ به طاقت ولرم چې خپل آخر خاتمه ښه کړم؟ ډېر خلق دا سوچ کول نۀ پرېږدى چې د ژوند مقصد څۀ دې. هغوى تېر وخت ته ګورى او سوچ کوى چې د هغۀ خپل خپلوان ولې جدا شوى دى او د هغۀ ژوند داسې خالى خالى ولې دې آيا د هغه خپلوانو هغه څۀ حاصل کړى دى چې د څۀ د پاره روان وُو. يو ځل د بېس بال يو کهلاړى نه چا تپوس وکړو چې دې هغه کس وو چې د هغه په وجه بېس بال مشهور شوې وو تپوس ترې نه وشو چې د بېس بال شروع کولو نه مخکښې تا به څه غوښتلې، نو هغه جواب ورکړو چې زما آرمان به دا وې چې چا ما ته وئيلى وې چې کله تا هغه آخرى مرحلې ته ورسېږې نو هلته به هيڅ شې هم نۀ وى. ډېر د ژوند مقصدونه خپل خالى ځان په هغه وخت وښائى چې يو کس سوچ وکړى چې هغۀ په دې کار پسې کالونه ضائع کړى دى.

زمونږ په انسانى معاشره کښې خلق په ډېرو مقصدونو په ځى، او هغوى په دې سوچ کښې وى چې په دې کښې به مطلب حاصل کړم. په دې مقصدونو کښې څه د کاروبار، کاميابۍ، دولت، ښۀ تعلق، جنسى خواښې، تفريح، د نورو سره ښۀ کول وغېره دى. د خلقو امتحان داسې اخستې شوې دې چې کله هغوى مقصد حاصل کړى لکه د دولت، تعلق، او خوشحالۍ ، نو بيا هم د هغوى په زړونو کښې يو ډوب کمې ښکارې. يو خالى شان احساس چې داسې ښکارى چې په هيڅ څيز به ډک نۀ شى.

د مقدس کتاب د اکليسيانو کتاب ليکونکې وائى چې کله هغه خپل احساس داسې بيانوى، بې مقصده، بې مقصده! په حقيقت کښې بې مقصده، هر يو څيز بې مقصده دې. د دې ليکونکى سره د حد نه زيات دولت وو، د هغه وخت او زمونږ د وخت د انسانانو نه زيات عقل، په سوونو ښځې، محلونه او باغونه، او د هغۀ په بادشاهۍ کښې هر څۀ وو، ښۀ شراب او ښۀ خوراک، او هغۀ ته د تفريح ټول سامان ملاوېدو، او هغۀ يوه خبره وکړه، چې د هغۀ زړۀ څۀ هم غوښتل نو هغه ورته ملاوېدل، او هغه بيا هم پوره نۀ وو، ژوند يې د نمر لاندې وو، د هغۀ ژوند بې مقصده وو، په ژوند کښې داسې کمې ولې دې؟ ځکه چې خدائ پاک مونږ د دې پاره پېدا کړو چې زمونږ د ژوند د هغې اخوا هم وى چې اوس او دلته ګور، حضرت سليمان د خدائ پاک په باره کښې ووئيل، هغۀ د انسانو په زړونو کښې ابدى ځائ نيولې دې“ زمونږ په زړونو کښې مونږ د دې نه خبر يو چې صرف اوس او دلته هغه هر څۀ نه دى چې نور څۀ نشته.

د پېدائښت په کتاب کښې ، د مقدس کتاب په اول کتاب کښې مونږ دا ګورو چې خدائ پاک انسان پېدا کړو او د خپل ځان په شان يې جوړ کړو (پېدائښت ١: ٢٦). د دې مطلب دا چې مونږ زيات د خدائ پاک په شان يو په نسبت د هغه څۀ چې د بل څيز په شان يو. مونږ دا هم ګورو چې د انسان په ګناه د غورزېدو نه مخکښې او د چې لعنت په دنيا باندې لا نۀ وو راغلې، دا څيزونه رښتيا وو، ١ خدائ پاک انسان د يو انسانى ثقافت جوړ کړو (پېدائښت ٢: ١٨-٢٥) ٢ خدائ پاک انسان له کار ورکړو (پېدائښت ٢: ١٥) ٣ خدائ پاک د انسان سره تعلق لرلو (پېدائښت ٣: ٨) او ٤ خدائ پاک انسان له له په زمکه باندې اختيار ورکړو (پېدائښت ١: ٢٦). د دې څيزنو عظمت څۀ دې؟ زما دا يقين دې چې د خدائ پاک دا اراده وه چې دا هر يو څيز زمونږ په ژوند کښې موجود کړى، خو د دې هر څۀ نه علاوه، (خصوصاً د انسان د خدائ پاک سره تعلق) دا هر څۀ د انسان په ګناه غورزېدو په وجه متاثره شول او په نتيجه په زمکه باندې لعنت راغلو. (پېدائښت ٣)

په مکاشافات د مقدس کتاب په اخرى کتاب کښې، د نورو ټولو واقعو په آخر کښې، خدائ پاک دا څرګند کړل چې هغه بۀ دا موجوده دنيا ورانه کړى. هغه به د نجات موندونکو انسانو سره خپل تعلق بيا بحال کړى. د څه انسانو سره به انصاف وشى او هغوى به بې مقصده وبللې شى او د اور په ګنده کښې به وغورزولې شى. (مکاشافات ٢٠: ١١-١٥). او د ګناه لعنت به لرې کړې شى او نور ګناه به نۀ کېږى، نۀ به پېښمانى وى، بيمارى، مرګ او درد وى. (مکاشفات ٢١: ٤). او د ايماندارانو سره به هر څه موجود وى، خدائ پاک به د هغوى سره اوسېږى، او هغوى به د هغۀ زامن وبللې شى (مکاشفات ٢١: ٧) نو مونږ دې ته راورسېدو چې خدائ پاک مونږ د دې د پاره پېدا کړو چې د هغۀ سره تعلق ولرو، انسان ګناه وکړه، او هغه تعلق يې مات کړو، نو خدائ پاک هغه تعلق د انسان سره بيا بحال کړو چې څوک يې حقدار شول. خدائ پاک دا مکمنه کړې دې چې مونږ د هغۀ ابدى برکت بيا مومو (لوقا ٢٣: ٤٣)، او هم داسې چې ژوند د مقصد او اطمينان نه ډک دې. نو بيا په دې زمکه باندې دا ابدى برکت او جنت څنګه ملاوېدې شى؟

د ژوند مقصد د عيسٰى مسيح په ذريعه بحال شوې دې

لکه څنګه چې مخکښې اشاره شوې ده، د اوس او د ابدى ژوند مقصد هغه صرف د خدائ پاک سره په يوه طريقه بحال کېدې شى هغه خدائ پاک چې د حضرت آدم او بى بى حوا په وخت کښې د هغۀ سره تعلق ختم شوې وو او هغوى په ګناه کښې پرېواتى وو. نن هغه تعلق د خدائ پاک سره صرف د هغۀ زوئ عيسٰى مسيح په ذريعه ممکن دى (اعمال د رسولانو ٤: ١٢؛ يوحنا ١٤: ٦؛ يوحنا ١: ١٢).ابدى ژوند هله موندې شى چې کله يو کس په خپله ګناه باندې پېښمانه شى (خو دا ګناه بيا کوله نۀ غواړى عيسٰى مسيح دا غواړى چې هغه بدل شى او يو نوې انسان ترې نه جوړ کړى) او په عيسٰى مسيح باندې دا يقين ولرى چې هغه نجات ورکوونکې دې . (وګورئ سوال ”د نجات منصوبه څۀ ده؟“ چرته چې د دې اهمې خبرې د پاره نور معلومات موجود دى).

اوس، کۀ مونږ په عيسٰى مسيح باندې يقين ونۀ لرو نو د حقيقى ژوند مقصد نۀ شى پېدا کېدلې (کوم چې ډېر لوئ مقصد دې). يا حقيقى ژوند هله موندې شى چې يو کس په عيسٰى مسيح پسې د هغۀ د شاګرد په توګه په هغۀ پسې روان شى، د هغۀ نه ايزده کوى، او د هغۀ د کلام يعنې مقدس کتاب سره وخت تېروى، د هغۀ سره په دعا کښې خبرې کوى، او د هغۀ د حکمونو په مطابق د هغۀ سره مزل کوى. کۀ تۀ ايماندار نۀ يې (کېدې شى چې نوې ايماندار) تۀ به ځان سره وائې چې ، ”د دې خو ما تۀ څۀ ښۀ مقصد نۀ ښکارى او مزېدار نۀ دې!“ خو مهربانى وکړه چې نور يې هم ولوله. عيسٰى مسيح دا بيان کړې دې:

”اَئې تاسو چه ټول خوارى کوئ اَؤ پنډ مُونږ درُوند دې، ماله راشئ اَؤ زَۀ به آرام درکړم. ٢٩ زما جغ په غاړه کړئ اَؤ له ما نه زده کړئ،ولې چه زَۀ حليم يم اَؤ په زړۀ کښې غريب،اَؤ ستاسو رُوحونه به آرام مُومى. ٣٠ ولې چه زما جغ په وړلو کښې پوست دې اَؤ زما پنډ سپک دې.“ (متى ١١: ٢٨-٣٠). ” اَؤ زَۀ دې له راغلې يم چه خلق ژوندُون ومُومى اَؤ ډير ئې ومُومى.“ (يوحنا ١٠: ١٠) ”بيا عيسىٰ خپلو مُريدانو ته ووئيل چه ”څوک په ما پسې راتلل غواړى، هغه دِ دَ خپل ځان نه مُنکر شى، خپله سولئ دِ په خپله راواخلى اَؤ ما پسې دِ راځى. ٢٥ څوک چه ځان بچ کوى هغه به ئې ورک کړى،خو که څوک زما دَ خاطره ځان ورک کړى هغه به خپل ژوندُون بيا مُومى.“ (متى ١٦: ٢٤-٢٥). ”په خدائ پاک کښې خوشحالى وکړئ او هغه به ستاسو د زړۀ آرمانونه پوره کړى.” (زبور ٣٧: ٤).

چې کله مونږ دې ټولو آياتونو ته وګورو نو زمونږ سره يوه خوښه شته . مونږ خپل لټون جارى ساتلې شو چې زمونږ لارښودنه وشى (چې هغه د هغې نتيجه ده چې مونږ يو خالى ژوند ومومو) يا مونږ خدائ پاک او د هغۀ مرضى د خپل ټول زړه سره لټولې شو (چې د هغې نتيجه به دا وى چې مونږ پوره ژوند بيا مومو، او زمونږ د زړه ارمانونه پوره شى او اطمينان او سکون راته ملاو شى.). دا د هغې په وجه ده چې زمونږ پېدا کوونکې زمونږ سره مينه کوى او زمونږ بهترى غواړى. (دا ضرورى نۀ ده چې زمونږ ژوند دې آسان وى خو هغه غواړى چې پوره ژوند ومومو).

په آخر کښې به زۀ تاسو ته د يو پادرى د دوست په باره کښې ووايم. کۀ تۀ لوبې خوښوې يا تۀ غواړې چې يو ښۀ کهلاړى جوړ شې، نو تۀ څۀ روپۍ خرچ کولې شې او په مېدان کښې شرېکدې شې يا څۀ روپۍ خرچ کولو په ذريعه تۀ هغۀ سړى ته نزدې کېدې شې چې څوک ښۀ کهلاړى وى. نو دا هم هغه شان ده چې لکه څنګه چې يو عيسائى ژوند دې. دا د هغه عيسائيانو کار نۀ دې چې د اتوار په ورځ راغونډېږى او ښه کارونه کوى . هغوى قيمت نۀ دې ادا کړې. يو ښه مدد کوونکې تۀ هله جوړېدې شې چې تۀ د ټول زړه سره د عيسٰى مسيح شاګرد جوړ شې چې تا په رښتيا سره په خپل ژوند کښې د خپل زړۀ خواهشونه پرېښى وى نو هغه د خدائ پاک رضا لټولې شى. نو هغوى پوره قيمت ادا کړې دې (چې په مکلمه توګه عيسٰى مسيح او د هغه رضا ته تسليم شوې وې.) نو هغوى په پوره توګه ژوند موندلې دې. او هغوى د خپل ځان سره مخ کېدې شى، او ورسره د هغۀ ملګرى بغېر د څۀ وجې نه ملګرې کېدې شى. آيا تا هغه قيمت ادا کړې دې؟ آيا تۀ غواړې؟ کۀ داسې وى، نو تۀ بيا هيڅ کله دا تنده او لوږه محسوس نه کړې چې په مطلب او مقصد پسې وګرځې.



د پښتو ته راواپس کېدل



د ژوند مقصد څۀ دې؟