آيا خدائ پاک شته؟ آيا د خدائ پاک د موجودګۍ څۀ ثبوت شته؟




سوال: آيا خدائ پاک شته؟ آيا د خدائ پاک د موجودګۍ څۀ ثبوت شته؟

جواب:
آيا خدائ پاک شته؟ دا زما د پاره د دلچسپۍ خبره ده چې دې بحث له ډېره توجو ورکړې شوې ده. کوم چې اوس اوس اندازې لګولې شوې دى په هغې کښې د دنيا %٩٠ فى صده خلق دا وائى چې هغوى د خدائ پاک يا د يو لوئ طاقت په موجودګۍ باندې ايمان لرى. خو بيا هم چې څوک دا ايمان لرى چې خدائ پاک شته نو په هغوى دا ذمه وارى راځى چې دا ثابته کړى چې خدائ پاک په حقيقت کښې شته دې. زما د پاره دا زما په خيال څۀ بله لاره کتل په کار دى.

اګرچې د خدائ پاک موجودګى يا غېر موجودګى نۀ شى ثابتېدلې. مقدس کتاب هم مونږ ته دا وائى چې مونږ له د ايمان په وجه دا حقيقت قبلول په کار دى چې خدائ پاک شته، ”اَؤ بغير دَ ايمان نه دَ خُدائې خوشحالول نامُمکن دى،ځکه چه خُدائې ته راتلُونکى ته په دې ايمان راؤړل په کار دى چه هغه موجُود دې اَؤ څوک ئې چه لټوى،هغوئ ته اَجر ورکوى.“ د عبرانيانو په نوم خط ١١: ٦). کۀ خدائ پاک دا غوښتلې، نو هغه په ساده طريقه باندې راڅرګندېدې شى او ټولې دنيا ته دا ثابتولې شى چې هغه موجود دې خو کۀ هغۀ داسې وکړل، نو د ايمان ضرورت به نۀ وى. ” بيا عيسىٰ هغۀ ته ووئيل،”په دې چه تا زَۀ وليدم نو ايمان دِ راؤړو. بختور دى هغوئ چه زَۀ ئې نۀ يم ليدلې خو ايمان راؤړى.“. (يوحنا ٢٠: ٢٩)

اګرچې د دې مطلب دا نۀ دې چې د خدائ پاک د موجودګۍ څۀ ثبوت نشته. مقدس کتاب دا اعلان کوى، ”آسمان د خدائ پاک د جلال بيان کوى؛ آسمانونو د هغۀ د لاسونو د کار اعلان کوى. ورځ په ورځ دا تقرير کوى؛ شپه په شپه هغه پوهه ښائى. داسې يو تقرير يا ژبه نشته چې د هغۀ آواز يې نۀ وى اورېدلې. د دې آوازونه ټولې زمکې ته ځى، د دې خبرې د دنيا بل سر ته رسى.“ (زبور ١٩: ١-٤).

چې مونږ ستورو ته ګورو، او د کائنات په لوئۍ باندې ځان پوهوو، او د قدرت عجائب ګورو، او د نمر پرېواتو ښُکله ګورو، نو دا هر څۀ د پېدا کوونکى يعنې خدائ پاک طرف ته اشاره کوى او کۀ دا کافى نۀ وى، نو زمونږ په خپلو زړونو کښې هم د خدائ پاک د موجودګۍ ثبوت شته. اکلستيان ٣: ١١ مونږ ته وائى، ”هغۀ د انسانانو په زړونو کښې پوخ ځائ نيولې دې...“ ستا په وجود کښې لاندې داسې څۀ شته چې هغه په دې پوهېږى د دې ژوند او دې دنيا نه اخوا هم څۀ شته. مونږ په عقل سره دا پوهه رد کولې شو، خو د خدائ پاک موجودګى په مونږ کښې او زمونږ په ذريعه بيا هم شته. د دې هر څۀ باوجود، مقدس کتاب مونږ له خبردارې راکوى چې بيا هم څوک د خدائ پاک د موجودګۍ نه انکار کوى، ”کم عقل په خپل زړه کښې وائى، چې خدائ پاک نشته.“ (زبور ١٤: ١). %٩٨ خلق په تاريخ کښې، په ټولو ثقافتونو او تهذيبونو او په ټولو براعظمونو کښې خلق د خدائ پاک په څۀ نه څۀ شکل کښې يقين لرى نو په دې وجه داسې څۀ څيز يو څوک به خامخا وى چې د دې يقين سبب جوړېږى.

د مقدس کتاب د خدائ پاک د موجودګۍ په باره کښې بحث نه علاوه منطقى بحث هم شته. اول منطقى بحث دا دې. د ټولو نه خوښ دا قسم منطقى بحث په بنيادى توګه د خدائ پاک د موجودګۍ د ثبوت تصور استعمالوى. د دې شروع د خدائ پاک د داسې تعريف نه کېږى ”د دې نو لوئ نۀ شى پېدا کېدې.“ نو دا داسې بحث دې چې موجودګى د غېر موجودګۍ نه لويه ده. پېدا کېدونکې څيز. خو دا به بيا د خدائ پاک د صحيح تعريف سره متضاد شى. دويم يو بل قسم منطقى بحث دې. دا قسم منطقى داسې دې چې دا کائنات چې داسې يوه عجيبه نمونه ښائى، نو د دې شاته به خامخا د دې پېدا کوونکې وى. د مثال په توګه، کۀ زمونږ زمکه يو څو سوه ميله نزدې وې يا د نمر نه لرې وې، نو دا به دې قابله نۀ وې چې داسې ژوند برقرار وساتى لکۀ څنګه دا اوس کوى. کۀ زمونږ په ماحول کښې هغه عنصرونه يو څو نقطې مختلف شى نو په زمکه هر ژوندې څيز به مړ شى.

دريم قسم د خدائ پاک په باره کښې منطقى بحث داسې دې. د هر اثر به خامخا څۀ وجه وى. د دې کائنات او په دې کښې چې څۀ هم دى د هغې اثر شته. نو خامخا به داسې څۀ وى چې هر څۀ يې وجود ته راوستل. بې شکه، داسې څۀ به خامخا وى چې د هغې اثر نۀ وى د دې د پاره چې نور ټول څيزونه په وجود کښې راولى. نو هغه خدائ پاک دې. څلورم قسم بحث اخلاقى بحث دې. په تاريخ کښې هر يو ثقافت په څۀ نه څۀ شکل کښې قانون لرلې دې. هر يو د ښۀ او بد احساس لرى، قتل، دروغ، غلا، او بداخلاقى په ټوله دنيا کښې ښۀ نۀ شى ګڼلې. کۀ دا مقدس خدائ پاک د طرف نه نۀ وى نو د ښۀ او بد دا احساس د کوم ځائ نه راغلو؟

د دې هر څۀ باوجود، مقدس کتاب مونږ ته وائى چې خلق به د خدائ پاک صفا او نۀ رد کېدونکې پوهه رد کوى او د دې په ځائ په دروغو يقين ساتى. د روميانو په نوم خط ١: ٢٥ وائى، ”ځکه چه هغوئ دَ خُدائې حقيقت په دروغو بدل کړو اَؤ دَ مخلُوق عبادت اَؤ خدمت ئې دَ خالِق په ځائې وکړو،چه تل تر تله دَ حمد لايق دې! آمين.“. مقدس کتاب دا اعلان هم کوى چې داسې څۀ بهانه نشته چې خلق په خدائ باندې ايمان نۀ لرى، ” ولې چه دَ هغۀ پټ صفتُونه لکه دَ هغۀ دائمى قُوت اَؤ اُلوهيت،دَ وخته راسې دَ کله نه چه خُدائې دا دُنيا پيدا کړې ده،په هغه څيزُونو کښې څرګندوى چه هغۀ پيدا کړى دى. هغوئ ئې وينى نو ځکه دَ هغوئ دَ دې عمل دَ پاره هيڅ عُذر نِشته.“ (د روميانو په نوم خط ١: ٢٠).

خلق دا دعوه کوى چې دوئ په خدائ پاک باندې يقين ځکه نۀ لرى چې دا سائنسى خبره نۀ ده يا چې د دې څۀ ثبوت نشته. حقيقى وجه دا ده چې کله څوک دا ومنى چې خدائ پاک شته، نو هغه به په دې پوهه شى چې هغوى خدائ پاک ته جواب دِه دى او هغوى ته خدائ پاک د معافۍ ضرورت دې (د روميانو په نوم خط ٣: ٢٣؛ ٦: ٢٣). کۀ خدائ پاک وى نو بيا مونږ هغۀ ته زمونږ د عملونو جواب دِه يو. کۀ خدائ پاک نۀ وى، نو بيا مونږ هغه څۀ کولې شو چې څۀ مو خوښه وى او مونږ به د خدائ پاک د حساب کتاب نه نۀ يرېږو. زما دا يقين دې چې زمونږ به ډېرو معاشرو کښې د ارتقاء د نظريې جرړې څومره مضبوطې دى، چې خلقو له دا يو بدله نظريه ورکوى چې د خدائ پاک يعنې پېدا کوونکى په ځائ په هغې يقين ولرى. خدائ پاک شته او په حقيقت کښې هر چا ته دا پته ده چې هغه موجود دې. دا حقيقت چې څۀ خلق ډېر په ظلم سره دا کوشش کوى چې د هغه موجودګى غلطه ثابته کړى.

ما له اجازت راکړه چې د خدائ پاک د موجودګۍ آخرى بحث درته وښايم. تا ته څۀ پته وه چې خدائ پاک شته؟ ما ته پته ده چې خدائ پاک شته ځکه چې زۀ د هغۀ سره هره ورځ خبرې کوم. خو زۀ د هغۀ خبرې نه اورم چې زما سره يې کوى، خو زۀ د هغه موجودګى محسوسوم، د هغه لارښودنه محسوسوم، زۀ د هغۀ په مينه پوهېږم، د هغۀ فضل غواړم. زما په ژوند کښې داسې څۀ شوى دى چې د خدائ پاک نه بغېر بل څۀ وضاحت يې نۀ شى کېدلې. خدائ پاک په معجزانه طريقه باندې ما له نجات راکړې دې او زما ژوند يې بدل کړې دې زۀ نور څۀ نۀ شم کولې خو هغه پېژندې شم او د هغه ثناء صفت وئيلې شم. دا بحثونو هغه هيچا ته هم نۀ شى ثابتېدلې څوک چې په هغه څۀ باندې د پوهېدو نه انکار کوى چې صفا په توګه واضح دى. په آخر کښې د خدائ پاک موجودګى د ايمان په ذريعه باندې منلې شى. (د عبرانيانو په نوم خط ١١: ٦). په خدائ پاک باندې ايمان لرل دا په تيارۀ کښې يو ړُوند ټوپ نۀ دې، دا يو ښۀ روښانه کوټې ته يو محفوظ قدم دې چې %٩٠ خلق د مخکښې نه هلته ناست دى.



د پښتو ته راواپس کېدل



آيا خدائ پاک شته؟ آيا د خدائ پاک د موجودګۍ څۀ ثبوت شته؟