settings icon
share icon
سوال

د مرګ نه پس ژوند شته څۀ؟

جواب


د مرګ نه پس ژوند شته څۀ؟ مقدس کتاب مونږ ته وائى، ”د ښځې نه پېدا شوې انسان د يو څو ورځو دې او د مصيبت نه ډک دې. هغه د ګل په شان وغوړېږى او وچ شى؛ او د تېزې تېرېدونکى سورى په شان هغه نۀ ايسارېږى… که يو سړې مړ شى، نو هغه به بيا ژوندې شى“. (ايوب ١٤: ١-٢، ١٤)؟

د ايوب په شان، تقريباً مونږ ټول د دې سوال سره مخ شوى يو. چې مونږ مړۀ شو نو په صحيح توګه به په مونږ څۀ کېږى؟ يا په ساده توګه زمونږ وجود ختم شى؟ آيا ژوند د تلو يوه تاوېدونکې دروازه ده يا دې دنيا د واپس راتلو لار ده د دې د پاره چې مونږ ته ذاتى لوئى ملاو شى؟ آيا هر يو کس هم هغه يو ځائ ته ځى، يا مونږ بېلو بېلو ځايونو ته ځو؟ په حقيقت کښې جنت او دوزخ شته څۀ، يا دا صرف د عقل پېداوار دې؟

مقدس کتاب مونږ ته وائى چې د مرګ نه پس نۀ صرف ژوند شته، بلکې دومره د شان والا ابدى ژوند چې، ”څۀ چه نۀ سترګو ليدلى،نۀ غوږُونو آؤريدلى اَؤ نۀ دَ اِنسان په زړۀ کښې راغلى دى،

هغه څيزُونه خدائ دَ هغوئ دَ پاره چه ورسره مينه لرى،تيار کړى دى.“ (د کورنتيانو په نوم اول خط ٢: ٩). عيسٰى مسيح، يعنې جوسه شوې خدائ پاک د دې د پاره دنيا ته راغلو چې مونږ له د ابدى ژوندى تحفه راکړى. ”زمونږ د قصورونو په وجه هغه زخمى شو، هغه زما د ګناهونو په وجه زخمى کړې شو؛ زمونږ د آمن سزا په هغۀ باندې وه، او د هغۀ د کوړو په وجه زمونږ علاج شوې دې“. (يسعياه ٥٣: ٥)

عيسٰى مسيح هغه ټوله سزا په خپل ځان تېره کړه چې مونږ ټول يې حقدار وو او خپل ژوند يې قربان کړو. درې ورځې وروستو، هغۀ خپل ځان په مرګ باندې فتح موندونکې ثابت کړو چې کله هغه په روح او جسم سره د قبر نه پاڅېدو. هغه څلوېښت ورځې په دې زمکې پاتې شو او زرګونه خلق يې ګواهان وو چې د هغوى په مخکښې په آسمان کښې خپل ابدى کور ته اوچت شو. د روميانو په نوم خط ٤: ٢٥ وائى، ”هغه څوک چه زمُونږ په قصُورُونو قُربان شو اَؤ زمُونږ دَ صادِق کولو دَ پاره بيا ژوندې کړې شو.“

د عيسٰى مسيح د مړو نه پاڅېدل يوه د ثبوت نه ډکه واقعه وه. پولوس رسول خلقو ته ووئيل چې د دې واقعې د ګواهانو نه د دې د حقيقت په باره کښې سوالونه وشى، او داسې هيڅ څوک هم نۀ وو چې دا حقيقت دروغ وګرځوى. د هغۀ د مړو نه بيا پاڅېدل د يو مسيحى د ايمان د ګوټ کاڼې دې؛ ځکه چې عيسٰى مسيح د مړو نه پاڅېدلې وو، مونږ دا ايمان لرلې شو چې مونږ به هم د مړو نه پاڅېږو.

پولوس رسول هغه وړومبو عيسايانو له خبردارې ورکړو چې کومو په دې کښې ايمان نۀ لرلو: ”نو اوس که هم دغه څۀ مُونږ زيرې آؤروُو چه مسيح له مړو نه بيا را ژوندې شو نو په تاسو کښې ځنې دا څنګه وئيلې شى چه دَ مړو قيامت نِشته؟ ١٣ که دَ مړو قيامت نِشته نو بيا خو مسيح هم نۀ وُو بيا ژوندې شوې.“. (د کورنتيانو په نوم اول خط ١٥: ١٢-١٣)

عيسٰى مسيح صرف د هغه وړومبنى لوئ رېبلى شوې فصل په شان وو کوم به چې ژوند ته بيا واپس راپاڅېږى. جسمانى مرګ د يو سړى په وجه راغلو، يعنې آدم، چې د کوم سره مونږ تړلى يو. خو هغه هر څوک چې د خدائ پاک په کورنۍ کښې په عيسٰى مسيح باندې د يقين لرلو په وجه شامل وى نو هغۀ ته به نوې ژوند ملاو شى (کورنتيانو په نوم اول خط ١٥: ٢٠-٢٢). لکه څنګه چې خدائ پاک د عيسٰى مسيح جسم پورته کړو، نو د عيسٰى مسيح په واپس راتلو باندې به زمونږ زمونږ مړه جسمونه اوچتېږى. (کورنتيانو په نوم خط ٦: ١٤)

اګرچې مونږ ټول به ناڅاپه پاڅېږو، خو ټول به په يو ځائ جنت ته نۀ ځى. په دې ژوند کښې به هر يو کس يو خواهش ولرى چې دا اراده وکړى چې د ابدى ژوند د پاره به چرته ځى. مقدس کتاب مونږ ته وائى چې مونږ د پاره دا مقرره ده چې مونږ به صرف يو ځل مرو، او د هغې نه پس به عدالت کېږى. (د عبرانيانو په نوم خط ٩: ٢٧). چې څوک صادق شوى وى نو هغه به په جنت کښې ابدى ژوند ته لاړ شى، خو ايمان نۀ راوړونکى به ابدى سزا يا دوزخ ته ولېږلې شى. (متى ٢٥: ٤٦)

د جنت په شان، دوزخ هم نه صرف د موجودګۍ بيان دې، بلکې يو بنيادى، او يو حقيقى ځائ دې. دا هغه ځائ دې چرته به چې ايمان نۀ لرونکى خلق نۀ ختمېدونکې او د خدائ پاک ابدى غصه وګورى. هغوى به جذباتى، ذهنى، جسمانى، د شرم په وجه د ضمير تکليف، پښېمانى، او نا اميدى تېروى.

دوزخ ته د بېخ نه بغېر کنده وئيلى شوى دى (لوقا ٨: ٣١، مکاشفات ٩: ١)، د اور ډنډ، چې ګُوګړ په کښې بلېږى، چرته به چې د دې اوسېدونکى شپه او ورځ د همېشه د پاره کړېږى. (مکاشفات ٢٠: ١٠) په دوزخ کښې به ژړا او د غاښونو چيچل وى، چې د لوئ غم او غصې نښه ده (متى ١٣: ٤٢). دا يو داسې ځائ دې، ”چرته چې رغړيدُونکى چينجى چرې نۀ مرى اَؤ اور يې تل تر تله لمبې وهى.“ (مرقوس ٩: ٤٨). خدائ پاک ته د خراب کس وژل هيڅ مزا نۀ ورکوى، خو د هغۀ خواهش دا وى چې د خپلو بدو لارو نه راوګرځېږى نو چې ژوندې پاتې شى (ايزکى اېل ٣٣: ١١). خو هغه به مونږ مجبوروى نۀ چې غاړه کېږدو؛ کۀ مونږ دا خوښه کړو چې هغه نامنظوره کړو، هغه وړوکې خواهش لرى خو مونږ له يې راکوى چې مونږ څۀ غواړو يعنې د هغۀ نه جدا اوسېدل.

په زمکه باندې ژوند يو امتحان دې، يعنې د هغۀ څۀ تيارى ده چې څۀ راتلونکى دى. د ايماندارانو د پاره د خدائ پاک په موجودګۍ کښې يو نغد ابدى ژوندې دې. نو مونږ څنګه صادق کړى شوى يو او د دې جوګه يو چې دا ابدى ژوند مونږ ته ملاو شى؟ صرف يوه لار ده يعنې د خدائ پاک په زوئ عيسٰى مسيح باندې يقين او ايمان ساتل. عيسٰى مسيح ووئيل، ”زَۀ قيامت يم اَؤ زَۀ ژوندُون يم. که څوک په ما ايمان لرى که هغه مړ هم شى نو هغه به بيا ژوندې وى ٢٦ اَؤ که څوک چې ژوندې دې اَؤ په ما ايمان لرى هغه به هيڅ کله هم مړ نۀ شى...“(يوحنا ١١: ٢٥-٢٦)

د ابدى ژوند مفت تحفه د هر چا د پاره ده، خو دا د دې تقاضا کوى چې مونږ خپل ځانونه د څۀ دنياوى خواهشونو نه وساتو او خدائ پاک ته خپل ځان قربانى کړو. ”څوک چه په زوئ ايمان راؤړى نو هغه دَ تل ژوندُون لرى،خو څوک چه دَ زوئ نافرمانى وکړى هغه به دا ژوندُون ونۀ وينى ليکن دَ خدائ غضب په هغۀ دې.“ (يوحنا ٣:٣٦). مونږ ته به دا موقعه بيا په لاس نۀ راځى چې مرګ نه پس د خپلو ګناهونو نه توبه وباسو دا ځکه چې کله مونږ يو ځل خدائ پاک مخامخ وګورو، نو مونږ سره بله هيڅ خوښه نۀ وى خو دا چې په هغۀ ايمان ولرو. هغه غواړى چې مونږ اوس هغۀ ته د ايمان او مينې سره ورشو. کۀ مونږ عيسٰى مسيح داسې قبول کړو چې د هغۀ مرګ د خدائ پاک خلاف زمونږ د ګناه نه ډکې سرکشۍ د پاره کفاره ده، نو مونږ له نۀ صرف په دې دنيا کښې د مقصد نه ډک ژوند ضمانت راکولې شى، بلکې دا عيسٰى مسيح په موجودګۍ کښې د همېشه ژوند هم دې.

کۀ تۀ عيسٰى مسيح د نجات ورکوونکى په توګه قبلول غواړې، نو دلته يوه ساده دعا ده خو ياد ساته!.د دې دعا يا د بلې دعا د وئيلو په ذريعه به تا نجات نۀ ملاوېږى، خو صرف په عيسٰى مسيح باندې د يقين په وجه ستا د ګناه د معافۍ بندوبست کېدې شى! دا په ساده طريقه خدائ پاک ته په هغۀ باندې د ايمان د اظهار يوه دعا ده او د هغه شکر ګزارۍ د پاره اظهار دې چې هغۀ ستا د نجات بندوبست وکړو. ”خُدايه پاکه، ما ته پته چې ما ستا خلاف ګناه کړې ده او زۀ د سزا حقدار يم. خو چې د کومې سزا زه حقدار وم نو هغه عيسٰى مسيح په خپل ځان تېره کړه نو په هغه باندې د ايمان په وجه زۀ معاف کېدې شم. زه د خپلې ګناه نه راګرځم او د نجات د پاره په تا باندې يقين کوم. ستا د لوئ فضل او معافۍ ډېره مننه، کومه چې د ابدى ژوند تحفه ده! آمين!“

تۀ چې دلته څۀ لوستلى د هغې په وجه تا د عيسٰى مسيح په باره کښې څۀ فېصله کړې ده څه؟ کۀ داسې وى نو دا لاندې بټن باندې کلک کړئ. ”ما نن مسيح قبول کړې دې“

English



د پښتو ته راواپس کېدل

د مرګ نه پس ژوند شته څۀ؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries