يو ځال نجات د همېشه د پاره نجات؟




سوال: يو ځال نجات د همېشه د پاره نجات؟

جواب:
يو ځل چې يو کس ته نجات ملاو شى نو دا همېشه د پاره دې څه؟ کله چې څوک مسيح ته د دې پاره راشى چې هغه خپل نجات ورکوونکى ومنى، نو هغه د خدائ سره د داسې تعلق د پاره راوستلې شى چې هغۀ له دا ذمه وارى ورکولې شى چې نجات د همېشه د پاره دې. ډېر اياتونه د دې حقيقت بيان کوى (د روميانو په نوم خط ٨: ٣٠ وائى، ” اَؤ هم دا دَ مخکښې نه مُقرر کړى شوى هم وُو اَؤ هغه څوک چه هغۀ رابللى دى،هغه ئې صادِقان کړى هم دى،اَؤ هغه څوک چه دَۀ صادِقان کړى دى،هغوئ ته ئې خپل جلال هم وربخښلې دې. “. دا ايات مونږ ته وائى چې د کوم وخت خدائ پاک مونږ خوښ کړى، نو دا داسې دې چې مونږ په اسمان کښې د هغۀ په حضور کښې جلال موندلې دې. داسې هيڅ هم نشته چې هغه يو ايماندار يوه ورځ د جلال موندلو نه ايسار کړى ځکه چې خدائ پاک په آسمان کښې د دې بندوبست کړې دې. کله چې يو ځل يو کس صحيح کړې شى نو هغۀ له د نجات ذمه وارى ورکولې شى. هغه داسې محفوظ دې لکه چې هغۀ له د مخکښې نه جلال ورکړې شوې وى.

پولوس په روم کښې د دوو نازکو سوالونو تپوس کوى ٨: ٣٣-٣٤ ”څوک به هغه کس له سزا ورکړى چې څوک خدائ پاک خوښوى؟ دا صرف خدائ پاک دې چې صحيح کښې وى. د هغۀ په شان بې عزتې د چا شوې ده؟ عسى مسيح، چې د هغې نه زيات مړى وى، چې هغه بيا ژوندې شوې وى، چې هغه د خدائ پاک ښى لاس ته ناست وى او زمونږ د پاره دعا غواړى. د خدائ پاک خوښ کړى شوى کس خلاف به سزا څوک راوړى؟ هيڅ څوک هم نه ځکه چې دا زمونږ مسيح وکالت دې. مونږ څوک رد کړى؟ هيڅ څوک هم نه، ځکه چې مسيح هغه څوک دې چې زمونږ د پاره مړ شو، نو هغه به رد کولې شى. مونږ وکالت د او انصاف دواړه په خپل نجات ورکوونکى کښې لرو.

ايمانداران بيا پېدا شوى دى کله چې هغوى ايمان ولرى (يوحنا ٣: ٣؛ تيطوس په نوم خط ٣: ٥). د يو عيسائى د پاره چې د هغۀ په نجات لاړ شى، نو هغه به نوې پېدا شوې مخلوق نۀ وى. مقدس کتاب داسې هيڅ ثبوت نۀ ورکوى چې نوې پېدائښت څوک د چا نه اخستې شى. روح القدوس په ټولو ايماندارانو کښې اوسېږى. (يوحنا ١٤: ١٧؛ د روميانو په نوم خط ٨: ٩) او هغه د مسيح مقدس جسم ته د هغوى بپتسمه کوى. (د کورنتيانو په نوم خط ١٢: ١٣). د يو ايماندار د پاره چې د هغۀ نه به نجات واخستلې شى، نو د هغې مطلب دا دې چې هغه به د مسيح به بدن کښې نور نۀ اوسېږى او د هغه نه به بيل کړې شى.

يوحنا ٣: ١٥ دا بيان کوى چې څوک په مسيح يقين لرى نو هغۀ ته به ابدى ژوند ملاو شى. کۀ تۀ مسيح کښې ايمان لرل نو نن ته د همېشه ژوند لرې. کۀ سبا ستا نه لاړ شى نو دا د همېشه ژوند نۀ وو، نو په مقدس کتاب کښې د ابدى ژوند وعده به يوه غلطى وى. په اخره کښې د ټولو نه غټه خبره دا ده ځکه چې مقدس کتاب په خپله وائى ” ٣٨ ځکه چه زما دا باور دې چه دَ خُدائې دَ مينې نه چه مُونږ ئې په خپل مالِک عيسىٰ مسيح کښې لرو،نۀ مرګ اَؤ نۀ ژوندُون،نۀ فرښتې،نۀ نور آسمانى حاکمان،نۀ قُوتُونه، ٣٩ نۀ اوسنى اَؤ نۀ راتلُونکى څيزُونه،نۀ پاسنئ دُنيا اَؤ نۀ لاندينئ دُنيا اَؤ نۀ په څۀ مخلُوقات کښې داسې هيڅ څيز نِشته چه مُونږ جُدا کولې شى.“ (د روميانو په نوم خط ٨: ٣٨-٣٩) دا ياد ساته چې کوم خدائ پاک تۀ بچ کړې نو هغه خدائ پاک به تا ساتى هم. کله چې مونږ ته يو ځل نجات ملاو شى نو دا نجات د همېشه د پاره دې. زمونږ نجات اکثر له يو ابدى څيز دې.



د پښتو ته راواپس کېدل



يو ځال نجات د همېشه د پاره نجات؟