مقدس کتاب د شرابو څښلو په باره کښې څۀ وائى؟ آيا د عيسائى د پاره شراب څښل ګناه ده څۀ؟




سوال: مقدس کتاب د شرابو څښلو په باره کښې څۀ وائى؟ آيا د عيسائى د پاره شراب څښل ګناه ده څۀ؟

جواب:
په مقدس کتاب کښې د شرابو څښلو په باره کښې ډېر خبردارى شته (ليوئيان ١٠: ٩؛ شمېر ٦: ٣؛ استثناء ٢٩: ٦؛ قاضيان ١٣: ٤، ٧، ١٤؛ اول سموئيل ١: ١٥؛ متلونه ٢٠: ١؛ ٣١: ٤، ٦؛ يسعياه ٥: ١١؛ ٢٤: ٩؛ ٢٨: ٧؛ ٢٩: ٩؛ ٥٦: ١٢؛ ميکا ٢: ١١؛ لوقا ١: ١٥). اګرچې مقدس کتاب يو عيسائى په ضرورى توګه د شرابو د څښلو نه يا د هغه بل څيز نه نۀ منع کوى چې په هغې کښې الکوحل وى. په حقيقت کښې څۀ ايتونه د شرابو په باره کښې په مثبت اصطلاح کښې بيان کوى. اکليسيان ٩: ٧ وائى ”د خوشحال زړۀ سره شراب څښئ. “ زبور ١٠٤: ١٤-١٥ بيان کوى چې خدائ پاک شراب ورکوى ”چې دا د انسان زړۀ خوشحالوى.“ اموس ٩: ١٤ وائى چې ستا د خپل انګور باغ شراب دا د خدائ پاک د برکت نښه ده. يسعياه ٥٥: ١١ دا حوصله افزائى کوى ”او، راشئ او شراب او پئ واخلئ...“

خدائ پاک د شرابو په باره کښې عيسائيانو له دا حکم ورکوى چې ځان مۀ نشه کوئ (د افسيانو په نوم خط ٥ک ١٨) مقدس کتاب د نشه کېدو او د دې اثر مخالفت کوى (متلونه ٢٣: ٢٩-٣٥). عيسائيانو له دا حکم ورکړې شوې دې چې د هغوى په جسمونو باندې يو شې هم غالب شى (د کورنتيانو په نوم اول خط ٦: ١٢؛ د پطروس په نوم دويم خط ٢: ١٩). د شرابو ډېر زيات څښل دا بغېر د څۀ انکار نه د دې نشائى جوړېدل دى. مقدس کتاب يو عيسائى د دې نه هم منع کوى چې هغه يو کار به هم نۀ کوئ چې د هغې په وجه نور عيسائيان خفه کېږى يا داسې کار چې د هغوى ضمير له دا حوصله افزائى ورکوى چې ګناه وکړى (د کورنتيانو په نوم اول خط ٨: ٩-١٣) د دې اصولو په رڼا کښې، دا به د هر عيسائى د پاره بې حده ګران وى چې هغه وائى چې هغه شراب د خدائ پاک د جلال د پاره څښى (د کورنتيانو په نوم اول خط ١٠: ٣١).

مسيح اوبۀ په شرابو بدلې کړې. او داسې هم معلومېږى چې يو ځل مسيح شراب وڅښل (يوحنا ٢: ١-١١؛ متى ٢٦: ٢٩). د نوې لوظ نامې په وخت کښې، اوبۀ صفا نۀ وې. د جديد صفا کولو نظام نه بغېر، په اوبو کښې اکثر جراثيم وو. هم دغه شان د نن زمانې د دريمې دنيا په ملکونو کښې هم داسې دى. نو په نتيجه کښې اکثرو خلقو به شراب څښل (يا د انګورو شراب). د تمېطوس په اول خط ٥: ٢٣ کښې پولوس تيمطوس ته وئيل چې اوبۀ څښل پرېږده (چې کېدې شى د هغې په وجه د خېټې بيمارې پېدا کېدې) او د دې په ځائ شراب څښه. په هغه وخت کښې شراب جوړولې شول، خو دا ضرورى نۀ وه چې دومره تېز وې لکه چې نن سبا دى. دا وئيل رښتيا دى چې هغه د انګورو شراب وو، خو دا هم صحيح نۀ دى چې ووايو چې هغه هم دغه شان شراب وو لکه نن سبا چې ملاوېږى. يو ځل بيا، مقدس کتاب په ضرورى توګه عيسائيان د دې نه منع کوى چې شراب مۀ څښئ يا هغه څيز چې په کښې الکوحل وى. الکوحل په خپله د ګناه په وجه ګنده شې نۀ دې. هغه څيز دا دې چې سړې نشه شى يا يې نشائى شى چې عيسائيان دې خامخا د دې نه ځان وساتى. (د افسيانو په نوم خط ٥: ١٨؛ د کورنتيانو په نوم اول خط ٦: ١٢)

په لږ مقدار کښې الکوحل شراب اخستل نۀ دا نقصانى دى او نه د نشې د پاره دى. په حقيقت کښې څۀ ډاکټران وائى چې په لږ مقدار کښې سرۀ شراب څښل د صحت د پاره فائده مند دى، خصوصاً د زړۀ د پاره. په لږ مقدار کښې شراب اخستل دا د يو عيسائى آزادى ده. نشه کېدل يا نشائى کېدل دا ګناه ده. اګرچې د مقدس کتاب د الکوحل په باره کښې د خدشاتو او د دې د اثر په وجه، په آسانۍ سره په دې آزمېښت کښې د پرېوتلو له وجه چې نور به هم واخلې، او د دې امکان په وجه چې نور به خفه شى او او تيندک به وخورى، نو دا ځکه د يو عيسائى د پاره دا بهتر دى چې په مکمله توګه د شرابو څښلو نه ځان وساتى.



د پښتو ته راواپس کېدل



مقدس کتاب د شرابو څښلو په باره کښې څۀ وائى؟ آيا د عيسائى د پاره شراب څښل ګناه ده څۀ؟