settings icon
share icon
سوال

نجات ته د روميانو لاره څۀ ده؟

جواب


نجات ته د روميانو لاره نورو ته د زيرى رسول دى چې د مقدس کتاب د روميانو په نوم خط د آياتونو نه کار واخلو. دا يوه ساده خو طاقتوره طريقه ده چې د دې وضاحت وکړو چې مونږ د نجات ضرورت ولې دې، خدائ پاک د نجات بندوبست څنګه وکړو، مونږ ته نجات څنګه ملاوېږى، او د نجات نتيجه څۀ ده.

نجات ته د روميانو لارې په بارې کښې اول آيات د روميانو په نوم خط ٣: ٢٣ دې، ”ځکه جې ټولو ګُناه کړې ده اَؤ دَ خُدائ دَ لوئۍ نه محرُوم دى.“ مونږ ټولو ګناه کړې ده او هغه ټول کارونه مو کړى چې خدائ پاک پرې ناراضا کېږى. هيڅ څوک داسې نشته چې هغه بې ګناه وى. د روميانو په نوم خط ٣: ١٠-١٨ په تفصيل سره د دې نمونه ده چې زمونږ په ژوند کښې ګناه څنګه ښکارى. نجات ته د روميانو لارې دويم بيان د روميانو په نوم خط ٦: ٢٣ کښې مونږ ته وائى چې د ګناه نتيجه څۀ ده، ”ځکه جې دَ ګُناه بدل مرګ دې خو دَ خُدائ بخښنه زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې دَ تل ژوندُون دې.“ په ګناه کښې چې کومه سزا مونږ ګټلې ده نو هغه مرګ دې. نۀ صرف جسمانى مرګ بلکې ابدى مرګ!

نجات ته د روميانو لارې دريم آيات هغه څۀ راخلى چې څۀ د روميانو په نوم خط ٦: ٢٣ پرېښى وو، ”خو دَ خُدائ بخښنه زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې دَ تل ژوندُون دې.“ د روميانو په نوم خط ٥: ٨ صفا وائى، ”خو خُدائ خپله مينه مُونږ ته داسې ښکاره کړه،کله جې مُونږ لا ګُناه ګار وُو نو مسيح زمُونږ دَ پاره مړ شو!“ د عيسىٰ مسيح مرګ زمونږ د ګناهونو قيمت ادا کړو. د عيسىٰ مسيح د مړو نه بيا پاڅېدل دا ثابت کړل چې خدائ پاک د عيسىٰ مسيح مرګ زمونږ د ګناه د کفارې د پاره قبول کړو.

نجات ته د روميانو لارې څلورم ځائ د روميانو په نوم خط ١٠: ٩ دې، ”ځکه کۀ ستا په خُلۀ دا اِقرار وى جې عيسىٰ مالِک دې اَؤ په زړۀ کښې دِ دا ايمان وى جې خُدائې هغه دَ مړو نه راپاڅولو نو تۀ به خلاصُون بيا مُومې.“ عيسىٰ مسيح زمونږ د خاطره مړ شو نو ځکه مونږ ټولو له په هغه کښې يقين په کار دې، د هغۀ په مرګ باندې يقين ساتل زمونږ د ګناهونو د پاره کفاره ده، او داسې مونږ ټول به بچ شو! د روميانو په نوم خط ١٠: ١٣ بيا وائى، ”هر هغه څوک چې دَ مالِک په نُوم زارى کوى،هغه به خلاصُون بيا مُومى.“ عيسىٰ مسيح زمونږ د ګناهونو د کفارې د پاره مړ شو چې مونږ د ابدى مرګ نه بچ کړى. نجات او د ګناهونو معافى د هغه هر چا د پاره ده چې څوک په عيسىٰ مسيح باندې د خپل مالک او نجات ورکوونکى په توګه يقين لرى.

نجات ته د روميانو لارې آخرى شکل د نجات نتيجه ده. د روميانو په نوم خط ٥: ١ دا عجيبه پېغام لرى، ”نو اوس چې مُونږ دَ ايمان په وسيله صادِق کړې شوُو نو دَ مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله دَ خُدائ سره صُلح لرُو.“ د عيسىٰ مسيح په وسيله مونږ د خدائ پاک سره د آمن تعلق لرلې شو. د روميانو په نوم خط ٨: ١ مونږ ته ښائى، ”لنډه داچې څوک چې دَ عيسىٰ مسيح سره يووالې لرى،دَ هغوئ مُجرم کيدل نِشته.“ د عيسىٰ مسيح زمونږ د خاطره د مرګ په وجه چې زمونږ د ګناه له سببه وو نو ځکه مونږ به هيڅ کله ونۀ شو وغورزولې. او په آخر کښې مونږ د خدائ پاک دا قيمتى وعده لرو چې د روميانو په نوم خط ٨: ٣٨-٣٩ کښې ده، ”ځکه جې زما دا باور دې جې دَ خُدائ دَ مينې نه چې مُونږ يې په خپل مالِک عيسىٰ مسيح کښې لرو،نۀ مرګ اَؤ نۀ ژوندُون،نۀ فرښتې،نۀ نور آسمانى حاکمان،نۀ قُوتُونه، ٣٩ نۀ اوسنى اَؤ نۀ راتلُونکى څيزُونه،نۀ پاسنئ دُنيا اَؤ نۀ لاندينۍ دُنيا اَؤ نۀ په څۀ مخلُوقات کښې داسې هيڅ څيز نِشته چې مُونږ جُدا کولې شى.“

آيا تۀ نجات ته د روميانو لارې په لاره تلل غواړې؟ نو کۀ داسې وى، نو دلته يوه ساده دعا ده چې تۀ يې د خدائ پاک نه غوښتې شې. د دې دعا يا د بلې دعا د وئيلو په ذريعه به تا نجات نۀ ملاوېږى، خو صرف په عيسٰى مسيح باندې د يقين په وجه ستا د نجات بندوبست کېدې شى!”خُدايه پاکه، ما ته پته چې ما ستا خلاف ګناه کړې ده او زۀ د سزا حقدار يم. خو چې د کومې سزا زه حقدار وم نو هغه عيسٰى مسيح په خپل ځان تېره کړه نو په هغه باندې د ايمان په وجه زۀ معاف کېدې شم. ستا د مدد په وسيله زه د خپلې ګناه نه راګرځم او د نجات د پاره په تا باندې يقين کوم. ستا د لوئ فضل او معافۍ ډېره مننه، کومه چې د ابدى ژوند تحفه ده! آمين!“

تۀ چې دلته څۀ لوستلى د هغې په وجه تا د عيسٰى مسيح په باره کښې څۀ فېصله کړې ده څه؟ کۀ داسې وى نو دا لاندې بټن باندې کلک کړئ. ”ما نن مسيح قبول کړې دې“

English



د پښتو ته راواپس کېدل

نجات ته د روميانو لاره څۀ ده؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries