settings icon
share icon
سوال

عيسائى څۀ شې دې؟

جواب


ډکشنرى د عيسائى تعريف داسې کوى چې ”هغه کس چې څوک په عيسٰى مسيح يا په هغه مذهب باندې ايمان لرى چې د هغۀ بنياد د عيسٰى مسيح په تعليماتو باندى وى.“ دا شروع کولو د پاره دا يوه ښه نقطه ده چې په دې پوهه شو چې عيسائى شې دې، لکه د نورو ډېرو دنياوى تعريفونو په مطابق، نو دا لنډه ثابتېږى چې په رښتيا سره د مقدس کتاب حقيقت ورسولې شى چې د عيسائى مطلب څۀ دې.

عيسائى ټکې په نوې عهدنامه کښې درې ځلې استعمال شوې دې (اعمال د رسولانو ١١: ٢٦؛ اعمال د رسولانو ٢٦: ٢٨؛ د پطروس په نوم اول خط ٤: ١٦). د عيسٰى مسيح وړومبنى شاګردان ”عيسائيان“ بللې شول ځکه چې د هغوى د عاداتونه، کارونه، او خبرې اترې د عيسٰى مسيح په شان وې. په اصل کښې دا نوم د هغه کسانو نه استعمال شوې وو کومو ته نجات نۀ وو ملاو شوې هغه انتياک خلق وو چې د نفرت نه او د خانده نه يې عيسائى ټکې استعمالولو. په حقيقت کښې د مطلب دا وو چې ”د عيسٰى مسيح ډله“ يا ” عيسٰى مسيح شاګردان“، دا هم د ډکشنرې د په شان دې.

د بدقسمتۍ سره د وخت په تېرېدو سره د عيسائى ټکى مطلب هغه لوئ شان ورک کړو او اکثر داسې استعمالېږى چې يو کس چې ډېر مذهبى وى يا يې اخلاق ښۀ وى خو د عيسٰى مسيح سره حقيقى بيا ژوندې شوې عيسائى نۀ وى.ډېر داسې خلق شته چې په عيسٰى مسيح باندې يقين نۀ لرى خو بيا هم ځان عيسائى ګڼى ځکه چې هغوى کليسا ته ځى يا هغه په يو عيسائى وطن کښې اوسېږى. خو کليسا ته تلل، او د ضرورت مندو مدد کول، يا ښه سړې جوړېدل دا تا عيسائى نۀ جوړوى. لکه چې يو ځل يو تبليغى ووئيل، ”کليسا تلل د يو کس نه عيسائى نۀ شى جوړولې لکه چي يو ګېراج له تلل د سړى نه ګاډې نۀ شى جوړولې“ د کليسا رکن جوړېدل، يا په باقاعدګۍ سره په عبادت کښې شاملېدل، يا د کليسا مدد کول په دې باندې ستا نه عيسائى نۀ شى جوړېدلې.

مقدس کتاب مونږ ته وائى چې ښه کارونه يو انسان د خدائ پاک په نظر کښې قابل قبول نۀ جوړوى. د تيطوس په نوم خط ٣: ٥ مونږ ته وائى چې ”نو هغۀ مُونږ له هم خلاصُون راکړو،خو دَ صداقت دَ هغه ښۀ کارُونو په سبب نه،کُوم چه مُونږ په خپله کړى وُو،بلکه دَ خپل رحمت په مُطابق اَؤ دَ نوى پيدايښت په وينځلو اَؤ دَ رُوحُ القُدس زمُونږ دَ بيا دَ نوى کولو په وسيله.“ نو يو عيسائى هغه څوک دې چې څوک د خدائ پاک په ذريعه بيا ژوندې شوې وى (يوحنا ٣: ٣؛ يوحنا ٣: ٧؛ د پطروس په نوم اول خط ١: ٢٣) او خپل ايمان په عيسٰى مسيح کښې لرى. د افسيانو په نوم خط ٢: ٨ مونږ ته وائى ”ځکه چه تاسو دَ ايمان په وسيله په فضل خلاصُون مُوندلې دې،دا ستاسو له طرفه نه نۀ،بلکه دَ خُدائ بخښنه ده“ يو رښتونى عيسائى هغه څوک دې چې هغه په خپل ګناه باندې پېښمانه شوې وى او صرف په عيسٰى مسيح باندې ايمان لرى. هغه ايمان د مذهب په منلو نۀ وى يا اخلاق ښه کول يا دا به کوم او دا به نۀ کوم نۀ وى.

رښتونې عيسائى هغه څوک دې چا چې خپل ايمان په ذاتى توګه په عيسٰى مسيح باندې لرلې وى او دا حقيقت منى چې هغه زما د ګناه په بدل کښې په صليب باندې مړ شو او په دريمه ورځ بيا پاڅېدو او په مرګ يې فتح وموندله او هغه ټولو له يې ابدى ژوند ورکړو چې څوک په هغه باندې ايمان لرى. يوحنا ١: ١٢ مونږ ته وائى : ”خو کومو خلقو چه قبُول کړو هغوئ ته يې دا حق ورکړو چه دَ خُدائ اَؤلاد شى يعنى هغوئ چه دَ هغۀ په نامه ايمان راؤړى.“ يو رښتونې عيسائى په رښتيا سره د خدائ پاک زوئ دې، يعنې د خدائ پاک د کورنۍ يو رښتونې غړې، او چا ته چې په عيسٰى مسيح کښې يو نوې ژوند ورکړې شوې دې. د يو رښتونى عيسائى نښه دا ده چې د نورو سره به مينه لرى او د خدائ پاک د کلام تابعدار به وى. (د يوحنا په نوم اول خط ٢: ٤؛ د يوحنا په نوم اول خط ٢: ١٠)

تۀ چې دلته څۀ لوستلى د هغې په وجه تا د عيسٰى مسيح په باره کښې څۀ فېصله کړې ده څه؟ کۀ داسې وى نو دا لاندې بټن باندې کلک کړئ. ”ما نن مسيح قبول کړې دې“

English



د پښتو ته راواپس کېدل

عيسائى څۀ شې دې؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries