زه په خپل ژوند کښې په ګناه څنګه فتح موندې شم؟




سوال: زه په خپل ژوند کښې په ګناه څنګه فتح موندې شم؟

جواب:
مقدس کتاب د دې څيزونو په باره کښې وائى چې مونږ د خپل ګناه په فطرت باندې فتح موندلې شو:

١ روح القدوس: يوه تحفه چې خدائ پاک مونږ له راکړې ده (د هغه کليسا) هغه دا دې چې په روح القدوس کښې خپل عيسائى ژوند تېر کړو. خدائ پاک د جسم د عملونو سره او د روح القدوس د مېوې سره اختلاف لرى لکه د ګلتيانو په نوم خط ٥: ١٦-٢٥ وائى. په دې ايتونو کښې مونږ دا دعوت راکړې شوې دې چې په روح القدوس کښې مزل وکړو. ”ټول ايمانداران روح القدوس لرى، خو دا ايتونه مونږ ته وائى چې مونږ له په کار دى چې په روح القدوس کښې مزل وکړو، د هغه په قابو کښې ځان نرم کړو. د دې مطلب د څرمنې څپلۍ خوښول دى چې روح القدوس زمونږ په ژوند کښې په باقاعدګۍ سره اوسېږى په ځائ د دې چې په جسم پسې لاړ شو.

روح القدوس چې د يو ايماندار په ژوند کښې کوم فرق راوستلې شى هغه د پطروس په ژوند کښې ښکاره کېږى، چې هغه د روح القدوس په ذريعه په ايمان لرلو کښې ناکام شو چې د مسيح نه يې درې ځل انکار وکړو، او د هغې نه پس يې ووئيل چې هغه به تر مرګه پورې په مسيح پسې روان وى. د ناکام کېدلو نه پس، هغه کولاو په سختو ټکو کښې د نجات ورکونکى په باره کښې يهوديانو ته ووئيل.

څوک چې په روح القدوس کښې د مزل کولو کوشش کوى نو هغه د روح په باقاعدګۍ باندې لوښې نۀ ږدى او د دې په ځائ دا کوشش کښې چې د روح نه معمور شى (د افسيانو په نوم خط ٥: ١٨-٢١). څوک د روح القدوس نه معمور وى؟ د ټولو نه اول، دا خدائ پاک خوښه ده چې هغه څوک خوښوى لکه چې په زړا لوظ نامې کښې دى. هغه په زړا لوظ نامې کښې خاص خلق او وختونه خوښ کړل چې هغه کار تر سره کړى چې د کوم هغۀ کول غوښتل. (پېدائښت ٤١: ٣٨؛ هجرت ٣١ک ٣؛ د شمېر کتاب ٢٤: ٢؛ اول سموئيل ١٠: ١٠ وغېره). زما دا يقين دې چې د افسيانو په نوم خط ٥: ١٨-٢١ او کولسيانو په نوم خط ٣: ١٦ کښې مونږ ثبوت شته چې خدائ پاک هغه خلق خوښوى چې څوک خپل ځان د خدائ پاک په کلام باندې معموروى او هم داسې په هغه ايتونو کښې هم دا حقيقت ثابت دې چې هغه خلق د روح نه معموروى. نو دا مونږ ورپسې ځائ ته بوځى.

٢ د خدائ پاک کلام، مقدس کتاب د تيمطوس په نوم دويم خط ٣: ١٦-١٧ وائى چې خدائ پاک مونږ له خپل کلام راکړې دې چې هر يو ښه کار وکړو. دا مونږ ته دا ښائى چې څنګه به مونږ بل ته ښايو او په څه به ايمان لرو، او دا زمونږ مدد کوى چې په هغه لار باندې محکم پاتې شو. لکه د عبرانيانو په نوم خط ٤: ١٢ وائى، دا يو طاقتور څيز دې چې مونږ خپل زړونه قابو کړو او هغه ژورې مسئلې ترې نه وباسو چې د انسانى خبرو په ذريعه په هغې باندې نه شو بريالى کېدې. په زبور ١١٩: ٩، ١١، ١٠٥ او نور ايتونه د هغې په باره کښې وائى چې دا ژوند بدلوونکې طاقت لرى. يشوع ته ووئيل شول چې د هغۀ په دُښمنانو باندې د بريالى کېدلو بنياد هغه دا نۀ وو چې هغه خدائ پاک کلام هېر کړى بلکې چې په دې باندې شپه او ورځ سوچ وکړى او هغه عملى کړى. هغۀ داسې وکړل او چې څه ورته خدائ پاک وئيلى وى د دې مطلب فوج نۀ دې، او د هغۀ په هغه وعده کړې شوې زمکه باندې د فتح موندلو بنياد وو.

دا خبره په هغه ډېره زياته شى چې کله مونږ د غېر ضرورى فېشن سره تعلق لرو. مونږ دا د مقدس کتاب لږ شان خدمت کوو چې دا مونږ کليسا ته راوړو يا يې د هرې ورځې په دعا کښې لولو يا په ورځ کښې يو باب، خو په مونږ د دې په يادولو کښې ناکام کېږو، يا چې په دې باندې سوچ وکړو، يا په خپل ژوند کښې عمل کړو، چې کوم ګناهونه مونږ ته ښائ د هغې منل، د خدائ پاک په ثناء صفت کښې چې هغه مونږ له کومې تحفې راکړى دى په هغې کښې ناکام کېږو. يا مونږ صرف دا کافى ګڼو چې دا مونږ په روحانى توګه ژوندى وساتى چې مقدس کتاب نه څۀ واورو چې کله مونږ کليسا ته ځو خو دا مونږ کله هم نۀ دى غوښتلى چې په روحاتى توګه ښۀ ودۀ وکړو، او ښۀ عيسائيان شو) مونږ اکثر بل ډېر ښايو خو په خپل پرې سوچ نۀ کوو چې هغه روحاتى خوراک ترې نه حاصل کړو.

دا خبره اهمه ده که تا د خدائ پاک د کلام په هره ورځ د وئيلو بامقصده عادت نۀ وى جوړ کړې، او مونږ دا ايتونو د د پاره نه يادوو چې څۀ زمونږ مخې ته راشى او روح القدوس زمونږ زړونه د هغې نه متاثره نۀ کړى، او دا تۀ خپل عادت جوړ نۀ کړې. زۀ تا له دا مشوره درکوم چې يو سفر شروع کړې (دا کۀ کمپيوټر هم وى چې د ټائپ کول د ليکلو نه تېز کولې شې) يا يو کاپې واخلې ، وغېره، دا عادت جوړ کړه چې هغه ټکې به تر هغې نه پرېږدې چې تا کوم موندلې وى چې هغه دې ليکلې نۀ وى. زۀ اکثر هغه دعاګانې ليکم چې کومې ما د خدائ پاک نه د مدد د پاره غوښتې وى چې زما هغه څۀ بدل کړى چې خدائ پاک د هغې په باره کښې وئيلى وى. مقدس کتاب يوه ذريعه ده چې روح القدوس يې زمونږ او د نورو په ژوند کښې استعمالوى (د افسيانو په نوم خط ٦: ١٧)، يوه ضرورى او د هغه وسلحې لويه برخه چې خدائ پاک يې مونږ له راکوى چې مونږ خپل روحانى جنګونه وکړو (د افسيانو په نوم خط ٦ک ١٢-١٨)

٣ دعا: دا يو بل ضرورى څيز دې چې خدائ پاک مونږ له راکړې دې. يو ځل بيا دا هغه څيز دې چې عيسائيان اکثر صرف زبانى خدمت خو کمزورې استعمال يې کوى. مونږ د دعا مجالس کوو، د دعا وخت لرو، وغېره، خو مونږ د دې هغه استعمال نۀ کوو چې د هغې مثال هغې وړمبۍ کليسا ورکوى (اعمال د رسولانو ٣: ١؛ ٤: ٣١؛ ٦: ٤؛ ١٣: ١-٣، وغېره) پولوس رسول بيا بيا هغه ذکر کوى چې هغۀ د هغه څيزونو د پاره څنګه دعا وکړه چې د هغې خدمت يې کولو. مونږ داسې نۀ کوو، حالانکې مونږ سره لوئ لوئ وسائل شته. خو خدائ پاک مونږ د دعا په باره کښې عجيبه وعدې کړې دى (متى ٧: ٧-١١؛ لوقا ١٨: ١-٨؛ يوحنا ٦: ٢٣-٢٧؛ د يوحنا اول خط ٥: ١٤-١٥، وغېره). او يو ځل بيا، پولوس رسول دا خپلو هغه ځايونو کښې وائى چې د روحانى جنګ د پاره تيارې دې (د افسيانو په نوم خط ٦: ١٨)

دا څومره ضرورى ده؟ کله چې تۀ پطروس ته ګورې، تۀ د مسيح هغه الفاظ لرې چې هغۀ پطروس ته د هغې د انکار نه مخکښې په باغ کښې وئيلى وو. د مسيح د دعا په مطابق هغه هلته اودۀ وى. مسيح هغه پاڅوى او ورته وائى، ”بيدار شئ! اَؤ دُعا وکړئ چه تاسو په لمسُون کښې پرې نۀ وزئ. رُوح خو تيار دې خو وجُود کمزورې دې.“ (متى ٢٦: ٤١). ستا پطروس خوښ دې، تۀ هغه څۀ کول غواړې چې صحيح وى خو طاقت نه لرې. نو مونږ له د خدائ پاک اشاره په کار ده چې لټون، دروازه ټکول، او تپوس کول جارى وساتو... او مونږ له به هغه طاقت راکړې شى چې د هغه مونږ ته ضرورت دې (متى ٧: ٧). خو مونږ له دې څيز له صرف د زبانى خدمت نه نور ډېر څۀ ورکول په کار دى.

زۀ دا نۀ وايم چې دعا جادو دې. داسې نۀ ده،. خدائ پاک عظيم دې. په ساده ټکو کښې دعا زمونږ خپل حد دې او د خدائ پاک طاقت شته چې مونږ هغۀ له وروګرځو چې هغه قوت مونږ ته ملاو شى چې هغه زمونږ د پاره څه کول غواړى (هغه څه نه چې مونږ څۀ کول غواړو) (د يوحنا په نوم اول خذ ٥: ١٤-١٥)

کليسا: هغه اخرى څيز چې مونږ د هغې د نظر انداز کولو کوشش کوو. کله چې مسيح خپل شاګردان ولېږل، نو هغۀ دوه دوه ولېږل (متى ١٠: ١). کله چې مونږ په اعمال د رسولانو کښې د خدمت سفر په باره کښې لولو، خو هغوى يو يو نۀ ځى بلکې د ډلې په شکل کښې ځى. مسيح وائى چې کله زما په نوم دوه يا درې راغونډېږى، نو د هغوى په مېنځ کښې زۀ يم (متى ١٨: ٢٠). هغه مونږ له حکم راکوى چې مونږ راغونډېدل پرې نۀ ږدو لکه زمونږ عادت دې خو چې د يو بل د حوصله افزائ د پاره وخت وباسو او په مينه او ښۀ کارونو کښې شريک شو (د عبرانيانو په نوم خط ١٠: ٢٤-٢٥). هغه مونږ ته وائى چې مونږ د يو بل خلاف خپلې غلطۍ ومنو. د زړې لوظ نامې په هوښيار کتاب کښې مونږ ته وئيلى شوى دى لکه څنګه چې اوسپنه اوسپنه تېروى، نو يو کس بل ملګرې تېزولې شى (متلونه ٢٧: ١٧). درې غبرږه تار په آسانۍ سره نۀ شى شلولې.“ په ډېر والى کښې طاقت وى (اکلسيان ٤: ١١-١٢)

څه کسان زۀ پېژنم چې هغوى په مسيح کښې وړوڼه يا خوېندې موندلې دى کله چې هغوى په ټېلفون خبرې کوى يا ملاوېږى نو هغوى يو بل ته وائى چې په مسيح کښې د هغوى ژوند څنګه دې، هغوى به څنګه کوشش کوى، وغېره. او د يو بل د پاره دعا کوى او يو بل له دا اختيار ورکوى چې د هغوى په تعلق کښې د خدائ پاک کلام موجود وى.

کله څۀ خلق زر بدلېږى، کله، په بل ځائ کښې، هغوى په مزه بدلېږى. خو خدائ پاک زمونږ سره وعده کړې ده که مونږ د هغۀ څيزونه استعمالوو، نو هغه به زمونږ په ژوند کښې بدلون راولى. او دا حق به وپېژنو چې هغه په خپلو وعدو کښې وفادار دې.



د پښتو ته راواپس کېدل



زه په خپل ژوند کښې په ګناه څنګه فتح موندې شم؟