settings icon
share icon
سوال

مقدس کتاب په بدن کښې سُورى کول، خالُونه په باره کښې څۀ وائى؟

جواب


د زړې لوظ نامې شريعت بنى اسرائيلو له حکم ورکړو، ” پۀ مړى د غم ژړا د پاره خپل بدن مۀ غوڅوئ اَؤ مۀ پۀ کښې داغُونه جوړوئ. زۀ مالِک خُدائې يم.“ (ليوئيان ١٩: ٢٨) اګرچې د نن ورځې ايمانداران د زړې لوظ نامې د شريعت د لاندې نۀ دى ( نو د روميانو په نوم خط ١٠: ٤؛ د ګلتيانو په نوم خط ٣: ٢٣-٢٥؛ د افسيانو په نوم خط ٢: ١٥)، دا حقيقت چې د په بدن کښې د داغونو جوړولو خلاف يو حکم وې نو بيا به سوال راتلې. خو نوې لوظ نامې د دې په باره کښې هيڅ هم نۀ وائى چې يو ايماندار له په بدن کـښې داغ يا خالونه جوړول په کار دى.

د خالونو او بدن پرې کولو په باره کښې ښه خبره دا ده چې په صداقت سره مونږ دا اراده وکړو چې د خدائ پاک نه وغواړو چې زمونږ بدن له برکت ورکړى او مونږ دا د هغۀ د ښۀ مقصد د پاره استعمال کړو. ” نو بيا چه تاسو څۀ خورئ يا څښئ يا کوئ،هر څۀ دَ خُدائې دَ جلال دَ پاره کوئ.“ (د کورنتيانو په نوم خط ١٠: ٣١). مقدس کتاب د خالونو يا په بدن کښې د سُورو خلاف هيڅ حکم نۀ ورکوى، خو دا هم څۀ معنه نه لرى چې مونږ په خدائ پاک باندې ايمان لرو نو مونږ دې په بدن کښې خالونه يا سورى ولرو.

يوه بله خبره د حيا ده. مقدس کتاب مونږ ته وائى چې حياناک لباس واغوندو (د تمېطوس په نوم خط ٢: ٩). د حيا لباس مطلب دا خبرې يقينى کول دى چې هر څۀ په جامو باندې په صحيح طريقه باندې پټ وى. د حيا ضرورى مطلب دا نۀ دې چې د نورو خلقو نظر داسې ځان ته راوګرځوې چې هغوى د خپل ځان نه نظر واړوى او تا ته ګورى. په بدن کښې سورى يا خالونه جوړول دا خلقو توجو راګرځوى. نو په دې معنه کښې په بدن کښې سورى يا خالونه جوړول دا حيا څيز نۀ دې.

د مقدس کتاب يو اهم اصول دا دې چې چرته هم په صفا توګه د شک څه ګنجائش وى نو په دې باندې خدائ پاک نۀ خوشحالېږى، نو بيا دا خبره ښه ده چې په هغه کارونه کښې حصه وانۀ خلو. ”چې څۀ شې د ايمان سره تعلق نۀ لرى نو هغه ګناه ده.“ (د روميانو په نوم خط ١٤: ٢٣). نو له دا ياد ساتل په کار دى چې زمونږ بدنونه، هم داسې زمونږ روحونه، دا په بيعه اخستى شوى دى او دا د خدائ پاک دى. اګرچې د کورنتيانو په نوم خط ٦: ١٩-٢٠ سيدها تعلق د خالونو او د بدن سورى کولو سره نۀ دې، دا مونږ له يو اصول راکوى، ” آيا تاسو نۀ ئې خبر چه ستاسو بدن دَ رُوحُ القُدس کور دې چه په تاسو کښې اوسى اَؤ تاسو ته دَ خُدائې دَ طرف نه درکړې شوې دې؟ اَؤ تاسو دَ خپل ځان نۀ يئ، ٢٠ ځکه چه خُدائې تاسو په بيعه آخستى يئ، نو بيا دَ خپل بدن نه دَ خُدائې جلال ښکاره کړئ.“ دا لوئ حقيقت دې دې حقيقى مقصد ولرى چې په خپلو بدنونو باندې څۀ کوو. کۀ زمونږ بدنونه د خدائ پاک وى، نو مونږ له دا خبره يقينى کول په کار دى چې د هغې نه مخکښې چې مونږ په دې باندې د خالونو يا سورى کولو څۀ نښه جوړوو چې ته په صفا توګه د دې اجازت وى

English



د پښتو ته راواپس کېدل

مقدس کتاب په بدن کښې سُورى کول، خالُونه په باره کښې څۀ وائى؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries