settings icon
share icon
سوال

د ګناهګار دعا څۀ ده؟

جواب


د ګناهګار دعا هغه ده چې کله يو کس په هغه وخت کښې د خدائ پاک نه غواړى چې په دې پوهه شى چې هغه ګناهګار دې او او د نجات ضرورت دې ورته. د ګناهګار دعا وئيل به په خپله تا نۀ مکلمله وى. د ګناهګار په هغه وخت کښې اثرناکه وى چې يو کس په څۀ باندې پوهېږى، ايمان لرى او په خپله ګناه باندې پوهه شى او د نجات ضرورت محسوس کړى.

د ګناهګار د دعا او وړومبې مقصد دا دې چې په دې پوهه شې چې مونږ ټول ګناهګار يو. د روميانو په نوم خط ٣: ١٠ اعلان کوى، ”لکه څنګه چې ليکلى شوى دى، هيڅ څوک هم صادق نشته، نه او يو هم نه“ مقدس کتاب دا واضح کوى چې مونږ ټولو ګناه کړې ده. مونږ ټول ګناهګار يو او مونږ ته د خدائ پاک د معافۍ او رحم ضرورت دې (تيطوس په نوم خط ٣: ٥-٧). زمونږ د ګناه په وجه د مونږ د ابدى سزا حقدار يو (متى ٢٥: ٤٦). د ګناهګار دعا يو سوال دې د انصاف غوښتل نۀ دى. دا د غصې په ځائ د رحم سوال دې.

د ګناهګار د دعا دويم مقصد دا دې چې خدائ پاک زمونږ د ورک شوى او ګناه نه ډک حالت د پاره څۀ قدم اخستې دې. خدائ پاک جوسه شو او د عيسٰى مسيح په شکل کښې انسان جوړ شو (يوحنا ١: ١و١٤). عيسٰى مسيح مونږ ته د خدائ پاک حقيقت وښودلو او يو مکمل او د ګناه نه بغېر ژوند يې تېر کړو (يوحنا ٨: ٤٦؛ د کورنتيانو په نوم دويم خط ٥: ٢١). او عيسٰى مسيح بيا زمونږ په ځائ په صليب باندې مړ شو، او چې د کومې ګناه مونږ حقدار وو هغه يې په خپل ځان تېره کړه (د روميانو په نوم خط ٥: ٨). عيسٰى مسيح د مړو نه پاڅېدو چې په مرګ، ګناه او دوزخ باندې خپله فتح ثابته کړى (کولسيانو په نوم خط ٢: ١٥؛ د کورنتيانو په نوم اول خط ١٥ باب). نو د دې هر څۀ په وجه زمونږ ګناه معاف کېدې شى او په جنت کښې د همېشه د پاره د کور ملاوېدلو وعده راسره کېږى خو کۀ صرف مونږ په عيسٰى مسيح باندې يقين ولرو. مونږ له صرف دا يقين لرل په کار دى چې هغه زمونږ د ګناه په بدل کښې مړ شو او د مړو نه پاڅېدو (روميانو په نوم خط ١٠: ٩-١٠) . مونږ له صرف په فضل سره نجات ملاوېدې شى، صرف د ايمان په وجه، چې صرف په عيسٰى مسيح کښې وى. د افسيانو په نو خط ٢: ٨ اعلان کوى، ”ځکه چه تاسو دَ ايمان په وسيله په فضل خلاصُون مُوندلې دې،دا ستاسو له طرفه نه نۀ،بلکه دَ خُدائ بخښنه ده.“

د ګناهګار دعا وئيل په ساده ټکو کښې خدائ پاک ته سوال کول دى او عيسٰى مسيح باندې يقين ساتل دى چې نجات ورکوونکې دې. د جادو داسې څۀ ټکى نشته چې د هغې په وئيلو سره تاسو ته نجات ملاو شى. صرف د عيسٰى مسيح په مرګ او بيا ژوندى کېدو باندې د ايمان په وجه مونږ بچ کېدې شو. که تۀ په دې پوهېږې چې تۀ ګناهګار يې او تا ته د عيسٰى مسيح په ذريعه د نجات ضرورت دې، نو يوه د ګناهګار دعا شته چې د خدائ پاک نه يې غوښتې شې. ”خدايه پاکه! ما ته پته ده چې زۀ ګناهګار يم. زه په دې پوهېږم چې ما د زما د ګناه سزا ملاوېدل په کار دى. نو په دې وجه زه په عيسٰى مسيح باندې خپل ايمال لرل غواړم چې هغه زما نجات ورکونکې دې. زما دا ايمان دې چې د هغۀ مرګ او بيا ژوندى کېدل زما د معافۍ بندوبست وکړو. زه په عيسٰى مسيح يقين لرم او يواځې عيسٰى مسيح زما ذاتى نجات ورکوونکې او مالک دې. مالکه ستا شکر دې وى چې زۀ دې بچ کړم او زۀ دې معاف کړم. آمين!“

تۀ چې دلته څۀ لوستلى د هغې په وجه تا د عيسٰى مسيح په باره کښې څۀ فېصله کړې ده څه؟ کۀ داسې وى نو دا لاندې بټن باندې کلک کړئ. ”ما نن مسيح قبول کړې دې“

English



د پښتو ته راواپس کېدل

د ګناهګار دعا څۀ ده؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries