ما اوس اوس په عيسٰى مسيح باندې يقين کړې دې... نو نور څۀ کول دى؟




ما اوس اوس په عيسٰى مسيح باندې يقين کړې دې... نو نور څۀ کول دى؟

مبارکه شه! تا يوه ژوند بدلوُونکې فېصله کړې ده! غالباً چې تۀ اوس دا تپوس کوې چې، ”اوس څۀ؟ زۀ د خُدائ پاک سره خپل مزل څنګه شروع کړم؟“ دا لاندې پينځۀ بيان شوى ګامُونو به ستا لارښودنه کوى کوم چې د مُقدس کلام نه اخستى شوى دى. کله چې تۀ د خپل دې سفر په باره کښې څۀ سوالُونه لرې، نو مهربانى وکړه چې د انټرنېټ په دې پته باندې لاړ شه. www.GotQuestions.org/Pashto

١ دا خبره يقينى کړه چې تۀ په نِجات پوهېږې.

اول د يوحنا خط ٥: ١٣ مُونږ ته وائى، ”دا خط تاسو له دا يقين درکوى چه تاسو دَ تل ژوندُون ولرئ ځکه چه تاسو دَ خُدائ پاک دَ زوئ په نامه ايمان راوړئ.“ خُدائ پاک غواړى چې مُونږ په نِجات باندې پوهه شو. خُدائ پاک غواړى چې يقيناً زمُونږ دا اعتماد وى چې مُونږ ته نِجات مِلاو شوې دې. راځئ چې دنجات هغه بُنيادى ټکى له ورشو:

(أ‌) مُونږ ټولو ګُناه کړې ده. مُونږ ټولو هغه کارُونه کړى دى چې په کُومو باندې خُدائ پاک نارضا کېږى (خط روميانو په نُوم ٣: ٢٣).

(ب‌) زمُونږ د ګُناه په وجه، مُونږ د دې حقدار يُو چې د خُدائ پاک نه د همېشه د پاره د جدائۍ سزا مُونږ ته مِلاو شى (خط د روميانو په نُوم ٦: ٢٣).

(ت‌) عيسٰى مسيح په صليب باندې د دې د پاره مړ شو چې زمُونږ د ګُناهونو د پاره کفاره ادا کړى (خط د روميانو په نُوم ٥: ٨؛ د کورنتيانو په نُوم دويم خط ٥: ٢١). مسيح زمُونږ په ځائ مړ شو، چې د کُومې سزا مُونږ حقدار وُو هغه يې په خپل ځان تېره کړه. د هغۀ بيا ژوندى کېدو دا ثابته کړه چې د هغه مرګ زمُونږ د ګُناه د کفارې ادا کولو د پاره بالکل ټيک وو.

(ث‌) خُدائ پاک هغه ټولو له معافى اؤ نِجات ورکوى چې هغوى په مسيح باندې يقين وکړى، اؤ ورسره د هغه په مرګ باندې يقين چې د هغۀ مرګ زمُونږ د ګُناهُونو د پاره کفاره وو (يوحنا ٣: ١٦؛ خط د روميانو په نُوم ٥: ١؛ خط د روميانو په نُوم ٨: ١)

دا د نِجات پېغام دې! کۀ تا په عيسٰى مسيح باندې دا ايمان لرلې وى چې هغه نِجات ورکوُونکې دې، نو تۀ بچ شوې يې! ستا ټول ګُناهُونه معاف شوى دى اؤ خُدائ پاک درسره دا وعده کوى چې هغه به تا هيڅ کله نۀ پرېږدى اؤ نۀ به دې هېر کړى (خط د روميانو په نُوم ٨: ٣٨_٣٩؛ متى ٢٨: ٢٠). ياد ساته! ستا د نِجات ذمه وارى په عيسٰى مسيح کښې ده (يوحنا ١٠: ٢٨-٢٩). کۀ تۀ دا يقين لرې چې يواځې عيسٰى مسيح نِجات ورکوُونکې دې، نو تۀ دا باور وکړه چې تۀ به د همېشه د پاره د خُدائ پاک سره په جنت کښې يې!

٢ يو ښۀ جماعت ولټوه چې هغه د مُقدس کلام پېغام ورکوى.

دا خيال مۀ کوه چې ګنى هغه کليسا د کاڼو اؤ سميټو نه جوړه وى. هغه کليسا خلق وى. دا ډېره اهمه ده چې په عيسٰى مسيح باندې يقين لرُونکى د يو بل سره رفاقت ولرى. دا د جماعت (کليسا) وړومبې مقصد دې. نو اوس چې تا په عيسٰى مسيح منلې دې، نو مُونږ ستا پُورا حوصله افزائى کوُو چې په خپله علاقه کښې په مُقدس کلام ايمان لرُونکې جماعت پېدا کړې نو د پادرى سره خبره کړه. هغه د دې نه خبر کړه چې تا اوس اوس عيسٰى مسيح منلې دې.

د جماعت دويم مقصد د مُقدس کلام ښودل دى. تۀ چې په دې پوهه شې چې د خُدائ پاک خبرې په خپل ژوند څنګه راولې. په مُقدس کلام باندې پوهېدل د دې بُنياد دې چې په مسيح يو کامياب اؤ مضبُوط ژوند تېر کړې. د کورونتيانو په نُوم خط ٣: ١٦-١٧ وائى، ”خو چه کله هم دَ هغوئ زړۀ دَ مالِک طرف ته راوګرزى نو دغه پړده پورته کيږى. ١٧ اؤ مالِک رُوح دې اؤ چرته چه دَ مالِک رُوح دې،هلته آزادى ده.“

د جماعت دريم مقصد عِبادت دې. عِبادت د هغه شُکريې ادا کول دى چې خُدائ پاک زمُونږ د پاره څۀ کړى دى! خُدائ پاک مُونږ بچ کړو. خُدائ پاک زمُونږ سره مينه کوى. خُدائ پاک زمُونږ د پاره د څيزونو بندُوبست کوى. خُدائ پاک زمُونږ لارښودنه اؤ مشرى کوى. نو بيا مُونږ له ولې د هغۀ شکر ګزارى کول نۀ دى په کار؟ خُدائ پاک مُقدس، صادِق، مينه کوُونکې، اؤ د فضل نه ډک دې. مکشافات ٤: ١١ صفا وائى، ”اې زمُونږ مالِکه خُدايه! تۀ دَ عزت،لوئى اؤ قُدرت مالِک يې ځکه چه تا هر څۀ پيدا کړل اؤ دا ستا په مرضۍ پيدا شول اؤ په وجُود کښې راغلل.“

٣ هره ورځ لږ وخت وباسه چې خُدائ پاک ته متوجې شې.

دا زمُونږ د پاره ډېره اهمه ده چې مُونږ هره ورځ داسې وخت تېر کړو چې خُدائ پاک ته متوجې وُو. څوک دې ته ”خاموش وخت“ وائى ، څۀ ورته ”وقف کېدل“ وائى، ځکه دا هغه وخت دې چې مُونږ خپل ځان خُدائ پاک ته حواله کوُو. څوک دا بهتره ګڼى چې په سحر کښې څۀ وخت وباسى، اؤ څۀ دا په ماښام کښې بهتر ګڼى. د دې خبرې څۀ خاص اهميت نشته چې تۀ دې وخت ته څۀ نُوم اخلې يا تۀ دا څۀ وخت کوې. دا خبره اهمه ده چې تۀ باقاعده د خُدائ پاک سره وخت تېروې. داسې څۀ څيزُونه دى چې هغه تۀ دې ته جوړ کړى چې د خُدائ پاک سره وخت تېر کړې؟

(أ‌) دعا. دعا په ساده ټکو کښې د خُدائ پاک سره خبرې دى. د خپلو مسئلو اؤ پرېشانو په باره کښې د خُدائ پاک سره خبرې وکړه.د خُدائ پاک نه وغواړه چې تا پوهه کړى اؤ لارښودنه دې وکړى. د خُدائ پاک نه وغواړه چې ستا د ضرورتُونو بندُوبست وکړى. تۀ خُدائ پاک ته ووايه چې د هغۀ سره څومره مينه کوې اؤ د هغۀ څومره ستائنه کوې د هغه هر څۀ د پاره چې ستا د پاره يې کړى دى. دا هغه څۀ دى چې د څۀ د پاره دعا غوښتې شى.

(ب‌) د مُقدس کلام لوستل. د دې نه علاوه چې مُقدس کلام تا ته په جماعت کښې، د اتوار ورځې په سکول کښې، اؤ يا د مُقدس کلام په ډله کښې تا ته ښودلې شى په دې کښې د خُدائ پاک لارښودنه ده چې د حکمت نه ډکې فېصلې څنګه وکړو، اؤ د خُدائ پاک په مرضۍ باندې څنګه پوهه شو، د نورو خدمت څنګه وکړو، اؤ روحانى ترقى څنګه وکړو. مُقدس کلام زمُونږ د پاره د خُدائ پاک خبرې دى. مُقدس کلام د خُدائ پاک د لارښودنې لازمى کِتاب دې، دا د دې د پاره چې مُونږ په هغه طريقه خپل ژوند څنګه تېر کړو چې په کومه باندې هغه رضا کېږى اؤ مُونږ هم مُطمعن شو.

٤ د هغه خلقو سره تُعلق زياتول چې څوک ستا روحانى مدد کولې شى.

د کورونتيانو په نُوم اول خط ١٥ ٣٣ مُونږ ته وائى، ”ګمراه کيږئ مه،دَ بدو ملګرتيا دَ سړى عادتُونه خرابوى.“ مُقدس کلام د داسې خبردارو نه ډک دې چې ”بد“ خلق اثر انداز کېدې شى. د هغه چا سره وخت تېرول څوک چې د ګُناه په کارُونو کښې لګيا وى نو دا به د دې باعث جوړ شى چې مُونږ په آزمېښت کښې پرېوزُو اؤ هم هغه کار وکړو. د هغه خلقو عمل به په مُونږ ډکه وغورزوى چې مُونږ د کُومو سره يُو. نو دا ځکه ډېر اهم دى چې زمُونږ ګېر چاپېره هغه نور خلق وى چې څوک د عيسٰى مسيح سره مينه لرى اؤ په هغه پورې يې خپل ځانونه تړلى وى.

دا کوشش وکړئ چې دوه درې ملګرې پېدا کړئ، کېدې شى چې هغه ستاسو د جماعت نه وى، کوم چې ستاسو مدد اؤ حوصله افزائى کولې شى (خط د عبرانيانو په نُوم ٣: ١٣؛ ١٠: ٢٤). خپل دوست ته ووايه چې تا د خپل خاموش وخت په باره کښې ، ستا د عمل، اؤ د خُدائ پاک سره ستا د مزل، ذمه وار جوړ کړى. هغۀ ته ووايه چې تۀ هم د هغۀ سره هم دغه شان کوې. د دې مطلب دا نۀ دې چې تۀ خپلو هغه ټولو ملګرو ته د دې په باره کښې وائې څوک چې عيسٰى مسيح نِجات ورکوُونکې نۀ منى. د هغۀ دوست اوسه اؤ د هغۀ سره مينه کوه. په ساده ټکو کښې هغۀ ته وايه چې عيسٰى مسيح ستا ژوند بدل کړې دې اؤ تا داسې د هغه ټولو څيزونه په ذريعه نۀ شول کولې چې تا به کول. د خُدائ پاک نه غواړه چې تا له دا موقع درکوى چې د مسيح په باره کښې د خپلو نورو دوستانو سره خبره وکړې.

٥ بپتسمه واخله.

ډېر خلق د بپتسمې په باره کښې غلطى فهمى لرى. د ”بپتسمې“ د ټکى معنٰى ده په اوبو کښې غُوپه ورکول. د مُقدس کلام په رڼا کښې د بپتسمې مطلب په خلقو کښې په عيسٰى مسيح باندې د نوى ايمان اعلان کول دى اؤ ورسره د دې اظهار چې تۀ به په هغې پسې ځې. په اوبو کښې د غُوپې عمل د دې شکل دې چې د عيسٰى مسيح سره ښخ شوې. اؤ د اوبو نه د راوتلو عمل دا د عيسٰى مسيح د بيا ژوندى کېدو تصوير دې. د بتسمې اخستل عيسٰى مسيح سره د خپل ځان د پېژوندګلو يو عمل دې، مرګ، ښخېدل، اؤ بيا ژوندى کېدل (خط د روميانو په نُوم ٦: ٣-٤).

بپتسمه هغه څۀ نۀ دى چې څۀ تا بچ کوى. بپتسمه اخستل ستا ګُناهونو نه وينځى. په ساده ټکو کښې بپتسمه اخستل د تابعدارۍ يو قدم، اؤ په خلقو کښې د خپل ايمان دا اعلان کول دى چې يواځې عيسٰى مسيح نِجات ورکوُونکې دې. بپتسمه اخستل ځکه اهم دى چې دا د تابعدارۍ يو قدم دې، په خلقو کښې په عيسٰى مسيح باندې د خپل ايمان اعلان کول دى اؤ هغۀ ته خپل ځان حواله کول دى. کۀ تۀ د بپتسمې اخستلو د پاره تيار يې نو تا له په کار دى چې د خپل پادرى سره خبره وکړې.



د پښتو ته راواپس کېدل



ما اوس اوس په عيسٰى مسيح باندې يقين کړې دې... نو نور څۀ کول دى؟