settings icon
share icon
سوال

ما له خودکشى کول ولې په کار نۀ دى؟

جواب


زما زړۀ په هغه خلقو سوزى چې هغوى د خپل ژوند ختمولو خيال لرى او خودکشى کوى. که داسې اوس وى نو کېدې شى چې زۀ د خپلو جذباتو وجه خبرې وکړم، داسې د نااميدۍ او د مايوسۍ احساسات. کېدې شى چې تۀ داسې محسوسوې چې تۀ په يوه ډوبه کنده کښې يې، او ستا شک شته چې د اميد يو پړق شته چې کار به سم شى. داسې معلومېږى چې هيڅ څوک دا فکر نۀ کوى او نه پوهېږى چې تۀ د کوم ځائ نه راغلې يې. د ژوند تېرول قيمتى څيز نۀ دې يا دې؟

ناقابل برداشت جذبات په يو وخت کښې يا په بل وخت کښې ليدلې شى. زما ذهن ته په هغه وخت سوالونه راغلى وو کله چې زۀ د جذباتو په کنده کښې وم، ”آيا دا د خدائ پاک په مرضۍ وو چې هغه زۀ پېدا کړې يم؟ آيا خدائ پاک ډېر وړوکې دې چې زما مدد وکړى؟ يا زما مسئلې د هغۀ د پاره ډېرې لوئې دى؟“

زۀ په دې خوشحاله يم که ستا سره لږ وخت وى چې تا ته ووايم چې تۀ داسې وګڼې چې خدائ پاک اوس ستا په ژوند کښې حقيقى خدائ دې، هغه به ثابته کړى چې په حقيقت کښې هغه څومره لوئ دې! ”د خدائ پاک د پاره به هيڅ ناممکن نۀ وى“. (لوقا ١: ٣٧)، کېدې شى چې د تېر وخت يره د دې نتيجه ګرځېدلې وى چې د برداشت نه بهر د نامنظورۍ سبب وى. کېدې شى چې دا دې په خپل ځان باندې رحم، غصې، تريخوالى، غلطې سوچونو او طريقو، غلطه يره وغېره در کښې پېدا کړى، د دې په وجه ستا په ډېرو اهمو تعلقاتو کښې څۀ مسئلې راوړې دى. اګرچې خودکشى به ستا په هغه خلقو باندې صرف تباهى راولى چې د چا سره مينه کوې او هيڅ کله ته دا اراده نۀ وى کړې چې هغوى له تکليف ورکړې؛ د جذباتو دا يره شته چې هغوى به په خپل ژوند کښې د هغې سره څنګه سلوک کوى.

تا له خودکشى کول ولې په کار نۀ دى؟ زما دوسته! دا خيال مۀ کوه چې ستا په ژوند کښې څيزونه څومره خراب دى، يو خدائ پاک شته کوم چې ستا انتظار کوى چې هغه غواړى چې ستا د خفګان په تور سُورنګ کښې لارښودنه وکړى ، او خپلې عجيبه رڼا له دې راولى. هغه په حقيقت کښې ستا اميد دې. د هغۀ نوم عيسٰى مسيح دې.

دا بې ګناه عيسٰى مسيح، د خدائ پاک زوئ، ستا د نامنظورۍ او نااميدۍ په وخت کښې ستا سره پېژندګلو کوى. يسعياه نبى د هغۀ په باره کښې وليکل، ”د هغۀ څۀ خاص صورت يا دبدبه نشته چې مونږ هغې ته وګورو نۀ ظاهر، چې مونږ د هغې نه متاثره شو. هغه سپک ګڼلې او نفرت کړې شوې سړې وو. د هغۀ په ژوند کښې غم او خفګان وو. او لکه څوک چې د يو کس نه مخ اړوى، هغۀ ته سپک کتلى شوى وو، او مونږ د هغې اندازه نۀ شو لګولې. په حقيقت کښې هغۀ په خپله خپل غم برداشت کړو، او ستا خفګان يې د ځان سره يوړو؛ خو مونږ دا اندازه لګولې شو چې هغه وهلې شوې وو، خدائ پاک مينه ورسره کړې وه. خو زمونږ د ګناه په وجه په هغۀ باندې ميخونه ووهلې شول؛ او زمونږ د غلطو په وجه هغه ووهلې شو؛ زمونږ د ښۀ کېدو سزا په هغۀ باندې راغله، او د هغۀ د کوړو خوړلو په وجه زمونږ علاج شوې دې. د ګډو په شان مونږ ټول بې لارې شوى يو. مونږ هر يو په خپله مخه روان يو؛ خو مالک خدائ زمونږ د ټولو غلطۍ په خپل ځان باندې وړې دى“ (يسعياه ٥٣: ٢-٦)

دوسته! دا هر عيسٰى مسيح د دې د پاره وکړل چې ستا ټول ګناهونه معاف شى. چې ستا نه ګېرچاپېره د ګناه څومره وزن وى، تا پته ده چې هغه به تا معاف کړى که تۀ په عاجزۍ سره توبه وباسې (د خپلې ګناه نه خدائ پاک ته وروګرځې) ” د تکليف په وخت کښې ما ته فرياد وکړئ زه به خلاصون درکړمه تاسو لره تاسو به ووائئ ثناه زما.“ (زبور ٥٠: ١٥). داسې هيڅ بد تا نۀ دى کړى چې مسيح هغه معاف کولې نۀ شى. د هغۀ څۀ خوښو شوو خدمت کوونکو په مقدس کښې داسې ګناهونه کړى وو لکه ، قتل، (موسٰى)، زنا (داؤد بادشاه)، جسمانى او جذباتى غلطۍ (لکه پولوس رسول). خو بيا هم هغوى ته معافى ملاو شوه او په مالک کښې تل تر تله ژوند. ”ته زما ټولې بدۍ ومينځه او ما له خپلې ګناه پاک کړه ته.“ (زبور ٥١: ٢). ” دَ دې دَ پاره که څوک په مسيح کښې وى نو هغه نوې مخلُوق دې،زاړۀ څيزُونه تير شول،وګورئ هغه اوس نوى شول.“ (د کورنتيانو په نوم دويم خط ٥: ١٧)

تا له خودکشى کول ولې نۀ دى په کار؟ دوسته! خدائ پاک هغې ته تيار دې چې هغه بيا جوړ کړى چې څۀ مات شوى دى...لکه چې کوم ژوند تۀ لرې، او تۀ د خودکشۍ په ذريعه دا ختمول غواړې. يسعياه نبى ووئيل: ”د مالک خدائ زما د خدائ پاک روح په ما باندې دې، ځکه چې زۀ مالک خدائ مقرر کړې يم چې هغوى له زېرې راوړم چې څوک متاثره کېږى؛ هغۀ زۀ د دې د پاره لېږلې يم چې مات زړونه روغ کړم، قيديانو ته د آزادۍ اعلان وکړم،.. او ټولو غمژنو له آرام؛ غمژنو له تسلى ورکړم... هغوى له د ايرو په ځائ د خوشحالۍ تاج ورپه سر کړم؛ د غم په ځائ د خوشحالۍ تېل؛ د مړ روح په ځائ د ثناء صفت عقل. نو هغوى به د صداقت څېړۍ وببلې شى، چې خدائ پاک کرلې وى، نو چې داسې د هغۀ جلال وشى.“ (يسعياه ٦١: ١-٣)

مسيح له راشه، او هغۀ له موقع ورکړه چې ستا بې مقصدګى او خوشحالى بحال کړى کله چې تۀ په هغۀ يقين ولرې او په خپل ژوند کښې نوې کار شروع کړې. ” يو ځلې بيا دې د نجات خوشحالي ما له راکړه دې ته مې جوړ کړه چې د ستا اطاعت وکړمه زه. ” ١٥ راسره مرسته وکړه اى څښتنه، چې زه خبرې وکړم تر څو زه ووايمه ستا ثناه په قربانۍ نه خوشحاليږې ته که نه نو ما به هغه کړې واى نه خوشحاليږې ته په سوزيدونکو نذرانو باندې

١٧ زما عاجز زړه دى زما قرباني اى زماخدايه ته به خوار نه ګڼې عاجز او توبه ګار زړګى“ (زبور ٥١: ١٢، ١٥-١٧)

تۀ مالک د خپل نجات ورکوونکې او شپون قبول کړې څۀ؟ يو ورځ به هغه ستا په ټولو اقداماتو کښې ستا لار ښودنه وکړى.، مقدس کتاب. ”زه به وکړمه وتا ته لارښودنه او په تا به نظر کړمه، هغه لار به درته ښايم چې به ته ورباندې ځې. “(زبور ٣٢: ٨) ”او هغه به ستا د ژوند استحکام وى؛ د نجات دولت، هوښيارتيا، پوهه، او د مالک خدائ يره د هغۀ خزانه ده “ (يسعياه ٣٣: ٦). په مسيح کښې، تۀ بيا هم کوشش کوې، خو ستا سره به اوس اميد وى. ”هغه يو داسې دوست دې چې د ورور نه نزدې اوسېږى“ (متلونه ١٨: ٢٤). د مالک مسيح فضل دې ستا سره وى چې په کوم وخت کښې چې تۀ فېصله کوې.

کۀ تۀ په مسيح باندې خپل يقين لرل غواړې چې هغه نجات ورکوونکې دې، نو په خپل زړه کښې دا ټکى خدائ پاک ته ووايه. ”خدايه پاکه، زما په ژوند کښې تا ته ضرورت دې. ما چې څه کړى دى هغه ما ته معاف کړه. زۀ خپل يقين په عيسٰى مسيح باندې ږدم او دا يقين لرم چې هغه زما ژوند ورکوونکې دې. مالکه ما صفا کړه، ما روغ کړه، او زما په ژوند کښې خوشحالى بحال کړه. ستا زما سره د مينې ډېره مهربانى چې عيسٰى مسيح زما د پاره مړ شو.

تۀ چې دلته څۀ لوستلى د هغې په وجه تا د عيسٰى مسيح په باره کښې څۀ فېصله کړې ده څه؟ کۀ داسې وى نو دا لاندې بټن باندې کلک کړئ. ”ما نن مسيح قبول کړې دې“

English



د پښتو ته راواپس کېدل

ما له خودکشى کول ولې په کار نۀ دى؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries