settings icon
share icon
سوال

قدس کتاب د نورو قومونو سره د ودونو په باره کښې څۀ وائى؟

جواب


زړه لوظ بنى اسرائيلو ته دا حکم ورکوى چې هغوى دې د نور قومونو د خلقو سره ودونۀ مۀ کوى (استثناء ٧: ٣-٤). د هغې وجه دا ده چې کۀ اسرائيليانو د نورو خلقو سره ودونۀ وکړل نو هغوى به يې د خدائ پاک نه بې لارې کړى او د بتانو، د غېرو خدايانو ته به يې بوځى. هم دغه شان اصول په نوې لوظ نامه کښې هم راغلې دې، خو په ډېر بل انداز کښې. چې د غېرو ايماندارانو سره په يو جغ کښې مۀ ځئ. ځکه چې په صادق او بد عمله کښې څۀ شې مشترک وى؟ يا رڼا د تيارې سره څۀ ملګرتيا لرلې شى؟ (د کورنتيانو په نوم دويم خط ٦: ١٤). لکه څنګه اسرائيليانو (چې هغوى په يو رښتونى خدائ پاک باندې ايمان لرلو) له حکم ورکړې شوې وو چې د غېر ايماندارانو سره ودونه مۀ کوئ، نو داسې عيسائيانو(چې هغوى په يو رښتونى خدائ پاک باندې لرى) له دا حکم ورکړې شوې دې چې د غېرو ايماندارانو سره ودونۀ مۀ کوئ. په صفا توګه د دې سوال جواب نه، نۀ دې، مقدس کتاب دا نۀ وائى چې په نورو قومونو کښې ودونه صحيح نۀ دى.

د يو کس اندازه دې د هغۀ د کردار په وجه کولې شى ، نه د هغۀ د څرمنې د رنګ په وجه. نو ټولو له دا فکر کول په کار دى چې د نسل په بنياد باندې د چا ملګرتيا ونۀ کړو او د نسل په وجه د چا نه نفرت ونۀ کړو (جېمس ٢: ١-١٠، خصوصاً ١ او ٩ وګوره) يو عيسائى ښځې يا سړى له د خوښې معيار همېشه دا په کار دې چې داسې کس وګورى چې هغه په عيسائيت کښې دلچسپى لرى (د کورنتيانو په نوم دويم خط ٦: ١٤)، د هغه چا سره چې څوک په عيسى مسيح کښې بيا پېدا شوې وى (يوحنا ٣: ٣-٥). په مسيح کښې ايمان، نۀ د څرمنې رنګ، دا د مقدس کتاب د ژوند ملګرى د خوښولو معيار دې. په نورو قومونو کښې وادۀ د ښۀ او بد مسئله نۀ ده، خو دا د حکمت، د معلومولو او دا دعا خبره ده.

صرف يوه خبره دې په ذهن کښې وى چې کله په نورو قومونه کښې وادۀ کولې شى چې په بل قوم کښې وادۀ څه مشکلات پېدا کوى چې د هغه بل کس د پاره به د هغې قبلول مشکل کار وى. په غېرو قومونو کښې ودونه کوونکى کسانو ډېر مشکلات ليدلى دى. کله کله د هغوى د خپلې کورنۍ په وجه هم. کله کله په نورو قومونو کښې کړى ودونۀ داسې مسئله پېدا کوى چې د هغوى بچى د څرمن د رنګ بدلوالې لرى. نو داسې کسانو له دا خبره په ذهن کښې ساتل په کار دى چې دا خيال وکړى او دې خپل ځان تيار کړى، نو بيا دې د وادۀ فېصله وکړى. يو ځل بيا د مقدس کتاب يو صرف يو رکاوټ بيا راځى دا هغه کس سره تعلق لرى چې کوم د مسيح د بدن د ډلې يو غاړې وى.

English



د پښتو ته راواپس کېدل

قدس کتاب د نورو قومونو سره د ودونو په باره کښې څۀ وائى؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries