settings icon
share icon
سوال

مقدس کتاب د هم جنس پرستۍ په باره کښې څۀ وائى؟ هم جنس پرستى ګناه ده څه؟

جواب


مقدس کتاب په مستقله توګه مونږ ته وائى چې هم جنس پرستۍ کار يوه ګناه ده (پېدائښت ١٩: ١-١٣؛ ليوئيان ١٨: ٢٢؛ د روميانو په نوم خط ١: ٢٦-٢٧؛ د کورنتيانو په نوم اول خط ٦: ٩). د روميانو په نوم خط ١: ٢٦-٢٧ په صفا توګه وائى چې هم جنس پرستى د خدائ پاک نه د انکار او د نافرمانۍ نتيجه ده. کله چې يو کس په ګناه او بې ايمانۍ کښې روان وى، نو مقدس کتاب مونږ ته وائى چې خدائ پاک هغوى نور هم زياتوى او نورې بدې او خرابې ګناه ورباندې کوى د دې د پاره چې هغوى ته بې حوصله افزائى او نااميدى ورکړى او د خدائ پاک نه يې جدا کړى. د کورنتيانو په نوم اول خط ٦: ٩ اعلان کوى چې هم جنس پرسته خدائ پاک خفه کوونکې به د خدائ پاک په بادشاهۍ کښې ميراث نۀ اخلى.

خدائ پاک يو کس د هم جنس پرستۍ د خواهشاتو سره نه پېدا کوى. مقدس کتاب مونږ ته وائى چې يو کس د ګناه په وجه هم جنس پرسته شى (د روميانو په نوم خط ١: ٢٤-٢٧)، او په حقيقت کښې د خپلې په وجه داسې وشى. کېدې شى چې يو کس داسې پېدا شوى وى چې د هغۀ شوق د هم جنس پرستۍ سره ډېر زيات وى لکه څنګه چې يو کس داسې پېدا شوى چې تشدد او ګناه طرف ته يې رجحان زيات وى. دا هغه کس دا بهانه نۀ ورکوى چې هغه د ګناه نه ډک خواهشات لرى او هغې ته يې توجو وى. که يو کس د ډېر زيات د غصې ، قهر، د عادتونو سره پېدا شوې وى، نو دا د هغۀ د پاره دا حق ورکوى چې دا عادتونه جارى وساتى ؟ نه بالکل نه. نو دغه شان دا د هم جنس پرستۍ د پاره هم ده.

اګرچې مقدس کتاب هم جنس پرستۍ ته د نورو ګناهونه نه لويه ګناه وائى . خدائ پاک په ټولو ګناهونو خفه کېږى. هم جنس پرستى د هغه څيزونو نه يو دې چې د کوم تفصيل په د کورنتيانو په نوم اول خط ٦: -١٠-٩).کښې ورکړې شوې دې چې دا به يو کس د خدائ پاک د بادشاهۍ نه رايساروى. د مقدس کتاب په مطابق، د خدائ پاک معافى د زنا کار په شان د هم جنس پرستۍ والا د پاره هم ده، او لکه څنګه چې د بت پرستۍ، قاتل، غل، وغېره د پاره ده. خدائ پاک په ګناه باندې د فتح موندلو د طاقت وعده هم کوى، سره د هم جنس پرستۍ، دا وعده د هغه ټولو د پاره ده چې عيسى مسيح خپل نجات ورکوونکې ومنى. د کورنتيانو په نوم اول خط ٦: ١١؛ د کورنتيانو په نوم دويم خط ٥: ١٧).

English



د پښتو ته راواپس کېدل

مقدس کتاب د هم جنس پرستۍ په باره کښې څۀ وائى؟ هم جنس پرستى ګناه ده څه؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries