کوونکې ژبې نعمت څۀ دې؟ د خبرو کوونکې ژبې نعمت د نن د پاره دې؟ په ژبو کښې دعا څۀ مطلب دې؟




سوال: کوونکې ژبې نعمت څۀ دې؟ د خبرو کوونکې ژبې نعمت د نن د پاره دې؟ په ژبو کښې دعا څۀ مطلب دې؟

جواب:
په اول ځل په ژبې کښې خبرې کولو بيان د پينکاسټل په ورځ باندې شوې دې اعمال د رسولانو ٢: ١-٤. شاګردان بهر لاړل او د ګڼې سره يې انجيل شريکول شروع کړل، او د هغوى سره د هغوى په ژبه کښې خبرې کولې، ”مونږ د هغوى خبرې اورو چې د خدائ پاک د عجائبو بيان زمونږ سره زمونږ په ژبه کښې کوى.“ (اعمال د رسولانو ٢: ١١). د يونانۍ ژبې ټکې د خبرو والا ژبې مطلب دې د وئيلو والا ژبه. نو په دې وجه د هغه کس په ژبه کښې د خبرو کولو نعمت هغه ته پته نۀ لږى چې څوک هغه ژبه نۀ شوى وئيلې. د کورنتيانو په نوم اول خط ١٢: ١٤ کښې چرته چې پولوس رسول د معجزو د نعتونو بيان کوى، هغه وائى، ” زما ملګرو،تاسو فرض کړئ چه کله چه زَۀ تاسو ته درشم اَؤ په رُوحانى ژبه کښې خبرې کوم نو زَۀ تاسو ته څۀ فائده رسوم،تر څو چه زَۀ دَ کشف يا دَ عِلم يا دَ نبى په شان کلام يا دَ تعليم خبرې تاسو ته ونۀ کړم؟“ (د کورنتيانو په نوم اول خط ١٤: ٦). د پولوس په مطابق او چې کوم بيان په اعمال د رسولانو کښې د ژبې شوې دې، خبرې کوونکې ژبه د هغه کس د پاره ډېره قيمتى ده چې څوک د خدائ پاک خبرې په خپله ژبه کښې اورى، خو د بل چا د پاره بې فائدى ده تر دې پورې چې بيان شوې يا ترجمه شوې نۀ وى.

يو کس چې هغه د ترجمې والا ژبه لرى (د کورنتيانو په نوم اول خط ١٢: ٣٠) هغه په دې باندې پوهېږى چې هغه د ژبې والا څه وائى او هغه په هغه ژبه نه پوهېږى چې کومه ژبه وئيلې شوى وى. نو داسې د هغه ژبې ترجمه کوونکې به هغه پيغام هغه نورو ته ورسوى چې کومه ژبه ويونکې وى، نو داسې ټول به پوهه شى. ” نو بيا زَۀ وايم چه څوک چه په رُوحانى ژبه کښې خبرې کوى نو هغه دِ دُعا وکړى چه دَ تشريح کولو جوګه شى.“ (د کورنتيانو په نوم اول خط ١٤: ١٣). د پولوس د هغه ژبې په باره کښې آخرى خبرې ډېرې طاقتورې دى، ” خو زَۀ په جماعت کښې دَ نورو دَ تعليم اَؤ دَ پوهې دَ پاره تشې پنځۀ خبرې غوره ګڼم،په ځائې دَ دې چه په رُوحانى ژبه کښې لس زره خبرې وکړم. “(د کورنتيانو په نوم اول خط ١٤: ١٩)

آيا د ژبې نعمت د نن د پاره هم دې؟ د کورنتيانو په نوم اول خط ١٣: ٨ د ژبې د بندولو د نعت ذکر کوى، اګرچې دا بندېدل د تکميل د رارسېدو سره د کورنتيانو په نوم اول خط ١٣: ١٠. څۀ نطقتې په پېشن ګوئى او علم کښې د ژبې د اختلاف د ژبې سره بندول يا بندېدل د تکميل د رارسېدو نه مخکښې د ژبې بندول. خو امکان سره دا کلام نه صفا نۀ دى.څۀ نورو ايتونو ته اشاره کوى لکه يسعياه ٢٨: ١١ او يوېل ٢: ٢٨-٢٩ د ثبوت په توګه په ژبه کښې خبرې کول دا د خدائ پاک د عدالت نښه وه. (د کورنتيانو په نوم اول خط ١٤: ٢٢ د ژبې بيان داسې کوى چې دا د ايماندارانو نښۀ ده. د دې بحث په مطابق د ژبې نعت د يهويانو د پاره يو خبردارې وو ځکه چې خدائ پاک د عيسى مسيح په رد کولو باندې د هغوى عدالت کولو. نو په دې وجه خدائ پاک د يهوديان عدالت ونۀ کړو (د يروشليم په تباه کېدو کښې چې روميانو په ٧٠ ع کښې کړې وه)، د ژبې نعمت به نور د مقصد د حاصلولو د پاره خدمت نۀ کوى. دا نظريه ممکنه ده، د ژبې بنيادى مقصد په ضرورى توګه د بنديدو مطالبه نۀ کوى. مقدس کتاب په آخر کښې دا بيان کوى چې د خبرو کولو ژبې بندېدل شوى دى.

هم په دې وخت کښې که په ژبه کښې خبرې کول د نن ورځې په کليسا کښې نعمت وى، نو دا کار د مقدس کتاب په مطابق وى. دا به حقيقى او تکړه ژبه وى ((د کورنتيانو په نوم اول خط ١٤: ١٠) دا به د خدائ پاک د کلام د نورو خلقو په ژبه کښې د رسولو مقصد وى. (اعمال د رسولانو ٢ک ٦-١٢) دا به د هغه حکم په مطابق وى چې خدائ پاک د پولوس په ذريعه ورکړې وو. ” که څوک په رُوحانى ژبه کښې خبرې کوى نو تش دوه کسان يا زيات نه زيات درې دِ وار په وار خبرې وکړى اَؤ څوک دِ ئې خامخا تشريح کوى. ٢٨ اَؤ کۀ څوک تشريح کوُونکې نۀ وى نو ښه به دا وى چه رُوحانى ژبه ويُونکې دِ په جماعت کښې چُپ پاتې شى اَؤ په خپل زړۀ کښې اَؤ دَ خُدائې سره دِ خبرې وکړى.“ (د کورنتيانو په نوم اول خط ١٤: ٢٧-٢٨). دا (د کورنتيانو په نوم اول خط ١٤: ٣٣ ته حواله کېدل وى، ” ځکه چه خُدائې دَ بدنظمئ نه،بلکه دَ امن بانى دې. لکه چه دَ پاکانو په ټولو جماعتُونو کښې ده.“

خدائ پاک د په حقيقت سره د خبرو کوونکې ژبې نعمت ورکوى چې د هغه کس په هغه ژبه کښې خبرې وکړى چې هغه بله ژبۀ وائى. روح القدوس د روحانى نعمتونو په بيانولو کښې ډېر لوئ دې. (د کورنتيانو په نوم اول خط ١٢: ١١). صرف دا تصور وکړئ چې څومره مېوه راوړونکى تبليغ کوونکى کۀ هغه ژبو سکول ته نۀ تلې نو هغوى به فورا د نورو خلقو په ژبو کښې خبرې کولو ته تيار وئ. اګرچې خدائ پاک دا کول نۀ غواړى. ژبه نن سبا داسې صحيح نه ښکارى لکه څنګه چې د نوې لوظ په وخت وه باوجود دې دا طريقه به فائده منده وى. د ايماندارانو نه ډېر خلق چې هغوى دا دعوه کوى چې د خبرو کوونکى ژبې نعمت هغه د بره بيان شوى د مقدس کتاب په مطابق نۀ دى. نو د دې نه دا نتيجه راوځى چې ژبې نعمت بند شوې دې، يا کم از کم د د نن ورځې د کليسا د خدائ پاک د منصوبې کم کم ښکارېدل دى.

څوک چې دا يقين لرى چې ژبه د دعا د پاره يو نعمت دې نو هغوى خپله نظريه د (د کورنتيانو په نوم اول خط ١٤: ٤ يا ١٤: ٢٨ نه اخلى. ” څوک چه په رُوحانى ژبه کښې خبرې کوى هغه دَ خپل ځان ترقى کوى اَؤ څوک چه نبُوت کوى هغه دَ جماعت ترقى کوى. “.په څوارلسم ټول باب کښې پولوس په دې باندې زور راوړى چې د ترجمه شوې ژبې څومره اهميت دې. وګورئ چې پولوس په څلورم ايت کښې څۀ وائى ” څوک چه په رُوحانى ژبه کښې خبرې کوى هغه دَ خپل ځان ترقى کوى اَؤ څوک چه نبُوت کوى هغه دَ جماعت ترقى کوى. “ نوې عهد نامه په يو ځائ کښې هم په صفا توګه دا بيان کوى چې په ژبه کښې دعا وشى. يا د هغه چا ذکر هم په صفا توګه نه کوى چې څوک په ژبه کښې دعا کوى. د کورنتيانو په نوم اول خط ١٢: ٢٩-٣٠ په صفا توګه اشاره کوى چې هر څوک د خبرې کوونکې ژبې نعمت نۀ لرى.



د پښتو ته راواپس کېدل



کوونکې ژبې نعمت څۀ دې؟ د خبرو کوونکې ژبې نعمت د نن د پاره دې؟ په ژبو کښې دعا څۀ مطلب دې؟