آيا د مسيح شان د مقدس کتاب نۀ دې؟




سوال: آيا د مسيح شان د مقدس کتاب نۀ دې؟

جواب:
د دې نه علاوه مسيح خپله دعوه ډېره صفا ده، د هغۀ شاګردانو هم د هغۀ خدائى شان منالو. هغوى دا دعوه کوله چې مسيح دا حق لرلو چې ګناهونه معاف کړى، چې دا کار صرف خدائ کولې شى، لکه څنګه چې خدائ په ګناه باندې خفه کېږى (اعمال د رسولانو ٥: ٣١؛ د کولسيانو په نوم خط ٣: ١٣؛ زبور ١٣٠: ٤؛ يرمياه ٣١: ٣٤). د دې اخرى دعوې سره نزدې تعلق، مسيح دا هم ووئيل چې هغه، هغه څوک دې چې د مړو او ژوندو عدالت به کوى. (د تميطوس په نوم دويم خط ٤: ١). تېمطوس مسيح ته چغه کړه، ”زما مالکه، زما خدايه!“ (يوحنا ٢٠: ٢٨). پولوس رسول مسيح ته وائى، ”لوئ خدائ او نجات ورکوونکې“ (تيطوس په نوم خذ ٢:١٣)، او دا هغې ته اشاره کوى چې مسيح د خدائ پاک صورت کښې ژوندې پاڅېدو“ (د فلپيانو په نوم خط ٢: ٥-٨). د عبرانيانو په نوم خط ليکونکې د مسيح په باره کښې وائى چې ”ستا تخت، اې خدايه، تر ابده پورې وى“ (د عبرانيانو په نوم خط ١: ٨) يوحنا دا بيان کوى، ”په ازل کښې کلام وو، او کلام د خدائ سره وو، او کلام (مسيح) خدائ وو“ (يوحنا ١:١). د مقدس کتاب مثالونه دا مونږ ته ښائى چې هغه ګورو نو د مسيح خدائى شان يو په دوه شى (وګوره مکاشفات ١: ١٧؛ ٢: ٨؛ ٢٢: ١٣؛ د کورنتيانو په نوم اول خط ١٠: ٤؛ د پطروس په نوم اول خط ٢: ٦-٨؛ زبور ١٨: ٢؛ ٩٥: ١؛ د پطروس په نوم اول خط ٥: ٤؛ د عبرانيانو په نوم خط ١٣: ٢٠)، خو د دې يوه هم کافى ده چې مونږ ته دا وښائى چې د هغۀ منونکو د مسيح خدائى شان منلو.

مسيح له هغه نومونه هم ورکړى شوى دى چې په زړه لوظ نامه کښې د يهوې سره بې مثاله وو (د خدائ پاک خاص نوم) د زړې لوظ نامې نوم روغه جوړه کوونکې (زبور ١٣٠: ٧؛ هوسيا ١٣: ١٤) او دا په نوې لوظ نامې کښې هم استعمالېږى (د تيطوس په نوم خط ٢: ١٣؛ مکاشفات ٥: ٩). د مسيح نوم عمانو اېل وو (خدائ زمونږ مل دې متى ١). په زکريا ١٢: ١٠، کښې دا يهوې دې چې وائى، ”هغوى به ما ته وګورى هغه کس چې کوم هغوى زخمى کړې دې.“ خو نوې لوظ نامه د مسيح صليب کېدل راوړى (يوحنا ١٩: ٣٧)؛ مکاشفات ١: ٧). کۀ هغه يهوې وى چې زخمى شوې دې او ورته کتلى شوى دى، نو دا پيا مسيح دې چې هغه زخمى کړې شوې دې او ورته کتلى شوى دى، نو بيا مسيح يهوې دې. پولوس رسول يسعياه داسې بيانوى ٤٥: ٢٢-٢٣ کوم چې د فلپيانو په نوم خط ٢: ١٠-١١ کښې د مسيح سره تعلق لرى. د دې نه علاوه د مسيح نوم په دعا کښې د يهوې سره استعمال شوې دې ”خدائ پاک زمونږ د پلار او زمونږ د مالک عيسى مسيح فضل او آمن دې ستا سره وى“ (د ګلتيانو په نوم خط ١: ٣؛ د افسيانو په نوم خط ١: ٢). نو دا به ګستاخى وى کۀ مسيح خدائى شان نه لرلې. د مسيح نوم په مسيح کښې د يهوې سره څرګندېږى کوم چې د بپتسمې حکم دې، ”د پلار په نوم کښې او د زوئ او د روح القدوس په نوم کښې“ (متى ٢٨: ١٩؛ د کورنتيانو په نوم دويم خط ١٣: ١٤ هم وګورئ)

کوم عملونه چې صرف په خدائ پاک نۀ پوره کېږى نو هغه مسيح ته ځى. مسيح نۀ صرف د مړو نه پاڅېدو (يوحنا ١: ٢؛ ١١: ٣٨-٤٤)، او ګناه معاف کوى (اعمال د رسولانو ٥: ٣١؛ ١٣: ٣٨)، هغه ټول جهان پېدا کړو او ساتى يې (يوحنا ١: ٢؛ د کولسيانو په نوم خط ١: ١٦-١٧)! دا نقطه نوره هم طاقتوره شى چې کله يو سړې دا سوچ کوى چې يهوې ووئيل چې په پېدائښت کښې يواځې وو (يسعياه ٤٤: ٢٤). مسيح دا خصوصيت لرى چې صرف د خدائ شان لرلو والا تل ژوندې وى (يوحنا ٨: ٥٨).

اوس، دا يو خبره ده د خدائ دعوه کول يا کم عقل جوړېدل چې دا يقين لرى چې دا رښتيا دى، او کۀ څوک دا په مکمله توګه ثابت کړى. مسيح د خپل خدائ شان د دعوې ثبوت د پاره ډېرې معجزې وکړې او د مړو نه هم پاڅېدو. د مسيح په يو څو معجزو کښې دا دى چې د اوبو نه شراب جوړېد (يوحنا ٢: ٧)، په اوبو باندې تلل (متى ١٤: ٢٥)، د څيزونو ډېرول (يوحنا ٦: ١١)، د ړاندو جوړول (يوحنا ٩: ٧)، ګوډ روغول (مرقس ٢ک ٣)، او د بيمار (متى ٩: ٣٥؛ مرقس ٥: ٣٥). د دې نه علاوه مسيح په خپله د مړو نه پاڅېدو. دا د هغه څۀ نه ډېر لرې دې چې غېرو قومونو د قيصو په کتابونو کښې د مړو کېدو او ژوندى کېدو په باره کښې دى، دا مړو نه د بيا ژوندو کېدو داسې خاص دعوه په بل يو مذهب کښې هم نۀ ده شې. د ډاکټر ګېرې هابرماس، په مطابق داسې کم از کم دولس تاريخى حقيقتونه شته چې غېر مسيح عالمان به يې هم تسليموى:

١ مسيح په صليب باندې مړ شو.
٢ هغه ښخ شو.
٣ د هغۀ مرګ د هغۀ شاګردانو د پاره داسې وو چې هغوى به مايوسه او نا اميده شى.
٤ د مسيح قبر وکتلې شو (يا دعوه وشوه چې د هغه قبر کتلې شوې دې) چې دا يو څو ورځې پس خالى وو.
٥ شاګردان يې دا يقين لرلو چې هغوى د بيا ژوندى مسيح نظاره کتلې ده.
٦ د دې نه پس د هغه شاګردان د شک کوونکو نه د زړورو ايماندارانو ته بدل شو.
٧ دا پېغام په اولنو کليسا کښې د مرکزى پېغام په شان وو.
٨ دا پېغام په يروشليم کښې خور کړې شو
٩ د دې پېغما نتيجه دا وه چې کليسا پېدا شوه او خوره شوه.
١٠ د بيا ژوندى کېدو ورځ يعنې اتوار ورځ د سبت يعنې د خالى د ورځې په ځائ مقرره شوه چې دا به د عبادت بنيادى ورځ وى.
١١ يو په خبره باندې د مسيح ايماندار جوړ شوې وو چې هغۀ بيا ژوندې مسيح ليدلې وو.
١٢ پولوس د عيسائيت دښمن ، هغۀ ځکه ايماندار شوې وو چې هغۀ د بيا ژوندى مسيح نظاره کتلې وه.

کۀ بيا هم څوک په دې خاص تفصيل باندې اعتراض کوى، نو صرف يو څو کسانو ته ضرورت دې چې هغه د مسيح بيا ژوندى کېدل ثابت کړى او انجيل قائم کړى: د مسيح مرګ، ښخېدل، بيا ژوندى کېدل، او ظاهريدل (د کورنتيانو په نوم اول خط ١٥: ١-٥). د دې پاسنو حقيقتونو په باره کښې يوه يا دوه داسې نظريې وى چې هغه وضاحت غواړى، خو د مسيح بيا ژوندى کېدل د ټولې صفا کوى. تنقيد کوونکى دا خبره منى چې د مسيح شاګردانو دا دعوه وکړه چې هغوى ژوندې مسيح لېدلې دې. چې څنګه د مسيح په باره کښې وشول نۀ دا دروغ کېدې شى او نه خلق د يو بل شکل ته بدلېدې شى. د هغوى مقصد څۀ شې حاصلول وو؟ عيسائيت دومره مشهور نۀ وو او هغوى په دې باندې څۀ پېسې هم ملاو نۀ شوې. دويم دا چې دروغژنو ته بد تکليفونه ملاوېږى. د دې نه ښۀ وضاحت نشته چې د مسيح د بيا ژوندى کېدو د ګواهۍ د ايمان په وجه چې د هغه شاګردانو کوم مرګ غوښتل. او دا خبره رښتيا ده چې ډېر خلق په دروغ باندې مړۀ شول چې د هغوى دا خيال وى چې دا رښتيا دى، خو هيڅوک په دې مړ نۀ شو چې په څه باندې پوهېږى چې دا رښتيا نۀ دى.

په آخر کښې: مسيح دا دعوه وکړه چې هغه يهوې دې، هغۀ دا دعوه کړه چې هغه د خدائ په شان دې (خدائ نه بلکې حقيقى خدائ)، د هغه شاګردانو په هغۀ يقين وکړو (يهوديان د بت پرستۍ نه سخت يرېدل). مسيح د خدائ په شان د کېدو خپلې دعوې د معجزو په ذريعه ثابتې کړې چې په کښې د هغۀ د دنيا راويښولو والا بيا ژوندى کېدل هم شامل دى. بيا يو عالم هم دا حقيقتونه نۀ شى واضح کولې.



د پښتو ته راواپس کېدل



آيا د مسيح شان د مقدس کتاب نۀ دې؟