settings icon
share icon
سوال

آيا د کور ځناور جنت ته ځى؟ آيا د کور د ځناورو يا نورو ځناورو رُوحونه وى؟

جواب


مقدس کتاب داسې صفا څۀ نۀ وائى چې د کور يا د نور ځناورو روحونه وى يا دا به جنت ته ځى. اګرچې مونږ يو څو عام ايتونه اخستلې شو او په موضوع به څۀ رڼا اچولې شو. مقدس کتاب دا بيان کوى چې انسان (پېدائښت ٢:٧) او ځناور (پېدائښت ١: ٣٠؛ ٦: ١٧؛ ٧: ١٥، ٢٢) د ژوند ساه لرى. د انسان او د ځناور په مېنځ کښې بنيادى فرق دا دې چې انسان د خدائ پاک په شان جوړ کړې شوې دې (پېدائښت ١: ٢٦-٢٧). خو ځناور د خدائ پاک په شان نۀ دى جوړ کړى شوى. د خدائ پاک په صورت او د خدائ پاک په شان مطلب دا دې چې انسان د خدائ پاک په شان دې، د عقل، جذبو، او مرضۍ سره د روح قابل او وجود لرى او مرګ طرف ته روان وى. کۀ ځناور روح لرى، نو دا به خامخا مختلف يا د کم مقدار والا وى. د دې اختلاف غالبا مطلب دا دې چې ځناور د مرګ پس خپل ځان جارى نه شى ساتلې.

يو بله خبره دا سوال ګڼل دى چې خدائ پاک ځناور د پېدائښت د عمل په دوران کښې پېدا کړى.وو. خدائ پاک ځناور پېدا کړل او وې کتل چې دا ښۀ وُو (پېدائښت ١: ٢٥). نو په دې وجه، نو داسې څۀ وجه نشته چې په هغه نوې دنيا باندې ځناور ولې نه شى کېدلې (مکاشفات ٢١: ١). په حقيقت کښې په هغه بادشاهۍ کښې به ځناور هم وى (يسعياه ١١: ٦؛ ٦٥: ٢٥). دا وئيل ناممکن دى چې په هغې کښې به څۀ هغه ځناور وى چې کوم په دې زمکه باندې په کورونو کښې ساتو. مونږ ته پته ده چې خدائ پاک د انصاف والا دې او چې کله مونږ جنت له لاړ شو نو مونږ به خپل ځان د دې خبرې په بارن کښې د هغه فېصلې سره په پوره خوشحالۍ کښې ووينو، چې دا هر څۀ هم وى.

English



د پښتو ته راواپس کېدل

آيا د کور ځناور جنت ته ځى؟ آيا د کور د ځناورو يا نورو ځناورو رُوحونه وى؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries