settings icon
share icon
سوال

آيا عيسٰى مسيح جنت ته د تلو يواځنۍ لاره ده؟

جواب


”په بنيادى توګه زۀ يو ښۀ انسان يم، نو زۀ به جنت ته ځم.“ ”ټيک ده، زۀ څۀ خراب کارونه کوم، خو ښۀ کارونه زيات کوم، نو په دې وجه به زۀ جنت ته ځم.“ ”خدائ پاک به مې صرف په دې وجه دوزخ ته لېږى څۀ چې زۀ خپل ژوند د مُقدس کتاب په مطابق نۀ تېروم. خو وخت بدل شوې دې!“ صرف هغه حقيقى خراب خلق لکه د ماشومانو سره زنا کوونکى او قاتلان به دوزخ ته ځى.“

د اکثرو خلقو ټول يو شان عقلى دليلونه وى، خو رښتيا دا دى، چې دا ټول دروغ دى. شيطان د دنيا بادشاه، د خلقو په دماغو کښې دا سوچونه ږدى. هغه، او چې څوک د هغۀ په لاره ځى نو هغه د خدائ پاک دښمنان دى. (د پطروس په نوم اول خط ٥: ٨) شېطان هر وخت خپل شکل بدلوى چې ښۀ ښکارى شى. (د کورونتيانو په نوم دويم خط ١١: ١٤)، خو هغۀ هغه ټول ذهنونه قابو کړى دى چې کوم د خدائ پاک سره تعلق نۀ لرى. ”شيطان، د بدې دنيا خدائ هغه ټول ذهنونه ړاندۀ کړى دى کوم چې ايمان نۀ لرى، نو هغوى د دې قابل نۀ دى چى د زيرى لويه رڼا ووينى کومه چې په هغوى ځلېږى. هغوى د عيسٰى مسيح د شان په باره کښې په پېغام باندې نۀ پوهېږى. کوم چې بالکل د خدائ پاک په شان دې.“ (د کورونتيانو په نوم دويم خط ٤: ٤).

دا ايمان لرل دروغ دى چې خدائ پاک د وړو ګناهونو فکر نۀ کوى، او چې دوزخ صرف ”د بد خلقو“ ځائ دې. ټول ګناهونه مونږ د خدائ پاک نه جدا کوى، اګر که دا ”معمولى دروغ“ هم وى. ټولو ګناه کړې ده، او څوک هم داسې په خپله ښۀ نشته چې جنت ته لاړ شى (د روميانو په نوم خط ٣: ٢٣). جنت له تلل په دې نه دى چې زمونږ نېکۍ زمونږ بد سپک کړى؛ کۀ داسې وى نو مونږ به ټول ګناهونو ختم کړو. ”خو کۀ هغه د خدائ پاک په فضل بچ شى، نو دا د هغۀ د نېک عمل په وجه نۀ ده. نو په دې وجه، د خدائ پاک لوئ فضل په حقيقت کښې داسې نۀ وى، يعنې ”مفت او بغېر د حقدارۍ“ نه. (د روميانو په نوم خط ١١: ٦). مونږ داسې هيڅ ښۀ نۀ شو کولې چې مونږ خپله لاره پرې سمه کړو.(د تيطوس په نوم خط ٣: ٥)

تۀ د خدائ پاک بادشاهۍ ته صرف په يوه تنګه دروازې تلې شې. او دوزخ ته لوئ سړک تلې دې، او د هغه ډېرو د پاره د دې دروازه لويه ده چې څوک آسانه لاره خوښوى. (متى ٧: ١٣). کۀ هر څوک هم د ګناه ژوند تېروى، او په خدائ پاک باندې يې ايمان خوښ نۀ وى، نو خدائ پاک به هغه نۀ بخښى. ”کله چه تاسو دَ دې دُنيا په کږو لارو روان وئ،اَؤ دَ هوا دَ عمل دارئ دَ حاکِم،يعنې دَ هغه رُوح پسې تللئ کُوم چه اوس په نافرمانو بچو کښې اثر کوى.“ (د افسيانو په نوم خط ٢: ٢)

کله چې خدائ پاک دا دنيا پېدا کړه، نو دا مکمله وه. هر څۀ ښۀ وو. بيا هغه حضرت آدم او بى بى حوا پېدا کړل، او هغوى له يې خپله آزاده مرضى ورکړه، نو چې د هغوى سره دا خوښه وى چې هغه د خدائ پاک فرمانبردارى کوى او کۀ نه. خو حضرت آدم او بى بى حوا هغه وړومبى خلق وو چې خدائ پاک پېدا کړى وو، شېطان هغوى په آزمېښت کښې واچول چې د خدائ پاک نافرمانى وکړى، او هغوى ګناه وکړه. په دې وجه هغوى جدا شول (او هغه ټول چې د هغوى نه پس راځى تر مونږ پورې) د دې نه جدا شول چې د دې قابل شى چې د خدائ پاک سره نزدې تعلق ولرى. هغه مکمل او پاک دې، او د ګناه عدالت کوى. د ګناهګارو په توګه مونږ دا په خپله نۀ شو کولې. نو خدائ پاک به يوه لاره پېدا کړى چې د هغۀ سره په جنت کښې يو ځائ شو. ”خُدائ دَ دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئ يې هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوئ يې ايمان راؤړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى“ (يوحنا ٣: ١٦) ”ځکه چه دَ ګُناه بدل مرګ دې خو دَ خُدائې بخښنه زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې دَ تل ژوندُون دې.“ (د روميانو په نوم خط ٦: ٢٣) عيسٰى مسيح د دې د پاره پېدا شو چې هغه مونږ ته لاره وښائى او چې زمونږ د ګناهونو د پاره مړ شى نو چې مونږ د ګناه نه آزاد شو. د هغه د مرګ نه درې ورځې وروستو، هغه د مړو نه پاڅېدو (د روميانو په نوم خط ٤: ٢٥)، او په مرګ باندې يې خپله فتح ثابته کړه. نو هغه په هغه خالى ځائ کښې يو پُل جوړ کړو چې د خدائ پاک او د انسان په مېنځ کښې دې نو چې داسې مونږ د هغۀ سره خپل ذاتى تعلق وساتو خو په دې شرط چې مونږ په هغۀ ايمان ولرو.

” دا تل عُمرى ژوندون دې چه تا وپيژنى چه تۀ يواځې رښتينې خُدائ يې اَؤ عيسىٰ مسيح چه تا را استولې دې.“.(يوحنا ١٧: ٣) اکثر خلق په خدائ پاک ايمان لرى تر دې پورې چې شېطان يې هم لرى. خو د نجات د ملاوېدو د پاره به مونږ خامخا خدائ پاک ته ورګرځو، د خپل ذاتى تعلق د پاره، چې د خپلو ګناهونو نه وګرځو او په هغۀ پسې لاړ شو. مونږ چې څۀ هم لرو يا څۀ هم کوو نه په هغه هر څۀ کښې مونږ له په عيسٰى مسيح باندې ايمان لرل دى. ”يعنې دَ خُدائ له طرف نه صداقت چه په عيسىٰ مسيح دَ ايمان په وسيله هغه ټولو ته ورکړې شى،يعنې هغوئ ټولو ته چه په هغۀ ايمان راؤړى. په دوئ کښې هيڅ فرق نِشته.“ (د روميانو په نوم خط ٣: ٢٢) مقدس کتاب مونږ ته دا ښائى چې د عيسٰى مسيح نه بغېر بله هيڅ لاره د نجات د پاره نشته. عيسٰى مسيح په يوحنا ١٤: ٦ کښې وائى، ”عيسىٰ جواب ورکړو،”زَۀ لار يم،زَۀ حق يم اَؤ زَۀ ژوندُون يم. هيڅوک هم زما دَ وسيلې نه بغير پلار ته نۀ شى راتلې.“

صرف عيسٰى مسيح هغه يواځنۍد نجات لاره ده هغه يواځنې کس دې چا چې زمونږ د ګناهونه سزا وزغمله. (د روميانو په نوم خط ٦: ٢٣). بل يو مذهب هم مونږ ته د ګناه دومره ژوروالې، خطره، او دې نتيجه نۀ ښائى. بل يو مذهب هم د ګناه د پاره د کفارې پېش کش نۀ کوى صرف عيسٰى مسيح د دې بندوبست کوى. بل د يو ”مذهب بنياد کېښودونکې“ هم خدائ پاک نۀ وو چې هغه د انسان په شکل کښې راغلې وى (يوحنا ١: ١، ١٤). د دې د پاره چې دومره لوئ قرض ادا شى. عيسٰى مسيح ځکه د خدائ پاک په شان وو چې هغه زمونږ قرض ادا کړى. عيسٰى مسيح د انسان په شکل جوړ شو د دې د پاره چې هغه مړ شى. نجات صرف په عيسٰى مسيح کښې د ايمان لرلو په وجه ملاوېدې شى! ”دَ بل هيچا په وسيله خلاصُون نِشته ځکه چه په ټوله دُنيا کښې بل نُوم هيچا ته نۀ دې ورکړې شوې چه په هغې مُونږ خلاصُون ومُومو.“. (اعمال د رسولانو ٤: ١٢)

تۀ چې دلته څۀ لوستلى د هغې په وجه تا د عيسٰى مسيح په باره کښې څۀ فېصله کړې ده څه؟ کۀ داسې وى نو دا لاندې بټن باندې کلک کړئ. ”ما نن مسيح قبول کړې دې“

English



د پښتو ته راواپس کېدل

آيا عيسٰى مسيح جنت ته د تلو يواځنۍ لاره ده؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries