مسيح په هغه درېو ورځو يعنې د هغۀ د مرګ او بيا ژوندى کېدو په مېنځ کښې چرته وو؟




سوال: مسيح په هغه درېو ورځو يعنې د هغۀ د مرګ او بيا ژوندى کېدو په مېنځ کښې چرته وو؟

جواب:
د پطروس په نوم اول خط ٣: ١٨-١٩ وائى، ” ١٨ مسيح ستاسو دَ ګُناهُونو دَ خاطره يو ځل هميشه دَ پاره مړ شو،يعنې صادِق دَ ګُناه ګارانو دَ پاره،دَ دې دَ پاره چه مُونږ خُدائې ته ورسوى. هغه په جسمانى طور مړ کړې شو خو په رُوحانى طور ژوندې کړې شو. ١٩ په دې شان هغه لاړو اَؤ هغه قيدى رُوحونو ته ئې پيغام ورکړو.“

په اتلسم ايت کښې دا ټکې چې په روح سره بالکل هغه شان دې لکه څنګه چې په جسم کښې دې. نو دا ښۀ معلومېږى چې روح ټکې هم هغه شان وزن لرى لکه چې په جسم کښې دې. جسم او روح د مسيح جسم او بدن دى. دا ټکى چې په روح ژوندې کېدل هغه حقيقت ته اشاره دې چې مسيح کومه ګناه په ځان وړې وه او مرګ د هغه انسانى جسم د پلار نه جدا کړو (متى ٢٧: ٤٦). فرق د روح او جسم په مېنځ کښې دې، لکه په متى ٢٧: ٤٦؛ او د روميانو په نوم خط ١: ٣-٤، او دا د مسيح د بدن او د روح القدوس په مېنځ کښې نۀ دې. کله چې د ګناه د پاره د مسيح کفاره ادا شوه، نو د هغۀ روح هغه ملګرتيا بيا شروع کړه چې کومه هغۀ ماته کړې وه. د پطروس په نوم اول خط ٣: ١٨-٢٢ د مسيح د تکليف او د هغۀ د جلال په مېنځ کښې يو ضرورى تعلق بيان کوى. په نولسم ايت کښې د تبليغ کولو ټکې په نوې لوظ نامه کښې يو عام ټکې نۀ دې چې هغه د انجيل د تبليغ بيان کوى. په اصلى توګه د دې مطلب د پېغام وړل دى. مسيح تکليف اوچت کړو او په صليب باندې مړ شو، د هغۀ بدن ووژلې شو، او د هغۀ روح مړ شو چې د نورو د ګناه په وجه وو. خو د هغۀ روح ژوندې کړې شو او هغۀ پلار ته چغه کړه. د پطروس په مطابق، کله کله د هغۀ د مرګ او بيا ژوندى کېدلو مسيح په خپله يو خاص اعلان وکړو.

په نوې لوظ نامې کښې د روحونو ټکې د فرښتو او پېريانو د پاره استعمال شوې دې، نه د انسانانو د پاره، ٢٢ ايت داسې ښکارى چې دا معنه ولرى. د دې نه علاوه په مقدس کتاب کښې دا يو ځائ هم نه دى وئيلى شوى چې مسيح دوزخ له لاړو. اعمال د رسولانو ٢: ٣١ وائى چې مونږ هاديس له لاړو خو هاديس دوزخ نه دې. هاديس د مړو دنيا طرف ته اشاره کوى، هغه عرضى ځائ چرته چې هغوى د بيا ژوندى کېدلو انتظار کوى. مکاشفات ٢٠: ١١-١٥ کښې د دې دواړو په باره کښې صفا فرق راولى. دوزخ د ورکو د پاره اخرى او مستقل د انصاف ځائ دې. هاديس عرضى ځائ دې.

زمونږ مالک خپل روح پلار په خوښه ورکړو، مړ شو، او کله کله د مرګ او بيا ژوندى کېدلو په مېنځ کښې هغه د مړو دنيا له لاړو چرته چې هغه د روحو والا ته يو پېغام ورکړو (غالباً غورزېدلې فرښتې) چې هغه په څۀ وجه د نوح د سېلاب نه مخکښې وخت سره تعلق لرى. ٢٠ ايت دا صفا کوى. پطروس مونږ ته دا ونۀ وئيل چې هغۀ دې قيد شوو روحانو ته څۀ ووئيل، خو دا د نجات پېغام نۀ شى کېدلې ځکه چې فرښتو ته نجات نۀ ملاوېږى. (د عبرانيانو په نوم خط ٢: ١٦). غالباً دا په شېطان او د هغۀ په ملګرو باندې د فتحې اعلان دې (د پطروس په نوم اول خط ٣: ٢٢؛ د کولسيانو په نوم خط ٢: ١٥). د افسيانو په نوم خط ٤: ٨-١٠ هم داسې معلومېږى چې دا اشاره ورکوى چې مسيح د جنت له هم لاړو. (لوقا ١٦: ٢٠؛ ٢٣: ٤٣)او هغه ټول يې جنت ته بوتلل چې په هغه باندې يې ايمان لرلو. دا ايتونو د هغه څۀ باره کښې ډېر تفصيل نۀ ورکوى چې څۀ شوى وو، خو د مقدس کتاب زيات عالمان په دې باندې متفق دى چې د دې مطلب د قيديانو بوتلل دى.

نو د دې هر څۀ نه پس، مقدس کتاب د دې په باره کښې بالکل صفا نۀ دې چې مسيح په هغه درېو ورځو کښې څۀ وکړل چې کومې د هغۀ د مرګ او بيا ژوندى کېدلو په مېنځ کښې وې. اګرچې د دې نه داسې معلومېږى چې هغۀ په غورزېدونکو فرښتو او غېرو ايماندارانو باندې فتح موندلې بيان کولو. خو دا خبره زمونږ د پاره يقينى ده چې مسيح خلقو له دا دويمه موقع نۀ ورکوله چې هغوى ته د نجات ملاو شى. مقدس کتاب مونږ ته وائى چې مرګ نه پس به زمونږ سره عدالت کېږى. (عبرانيانو په نوم خط ٩: ٢٧)، خو دويمه موقع نه. خو په حقيقت کښې دا صفا جواب نشته چې مسيح د مرګ او بيا ژوندى کېدلو په مېنځ کښې څۀ کول. غالباً دا يو داسې راز دې چې مونږ به په هغه وخت ورباندې پوهه شو چې کله مونږ جلال ته ورسېږو.



د پښتو ته راواپس کېدل



مسيح په هغه درېو ورځو يعنې د هغۀ د مرګ او بيا ژوندى کېدو په مېنځ کښې چرته وو؟