settings icon
share icon
سوال

عيسائيت څۀ څيزې دې او عيسائيان څۀ عقيده لرى؟

جواب


د کورونتيانو په نوم وړومبې خط ١٥: ١-٤ وائى، ”نو اوس زما ورُوڼو،زَۀ به تاسو ته هغه زيرې دريادوم کُوم چه ما وړاندې درکړې وُو،اَؤ تاسو قبول کړې وُو اَؤ پرې قائم هم يئ. ٢ اَؤ دَ دې زيرى په وسيله چه تاسو خلاصُون بيا مُومئ که تاسو زما په درکړى زيرى قائم يئ،که نۀ يئ نو ستاسو ايمان راؤړل عبث وُو.

٣ ما دَ ټولو نه وړُومبې هغه اهمه خبره در ورسوله کُومه چه ما ته رارسيدلې وه چه مسيح دَ کتابِ مُقدس په مُطابق زمونږ دَ ګُناهُونو دَ پاره مړ شو، ٤ اَؤ ښخ شو اَؤ دَ کتاب مُقدس په مُطابق په دريمه ورځ بيا ژوندې پاڅيدلو.“

په يو څو ټکو کښې دا د عيسائيت عقيده ده. عيسائيت د نورو ټولو عقيدو نه بې مثال دې، ځکه چې عيسائيت د عباداتو کولو نه زيات د تعلق په باره کښې دې. په ځائ د دې چې مونږ د ”کوه او مۀ کوه“ د لوئ تفصيل سره کار ولرو. د يو عيسائى مقصد د خدائ پاک سره د نزدې تعلق رشته قائمول دى. دا تعلق د عيسىٰ مسيح او د روح القدوس په وسيله د خدمت کولو په وجه ممکن دې.

عيسائيان دا عقيده لرى چې مقدس کتاب نازل شوې دې او د خدائ پاک بې شکه کلام دې او د دې پېغام آخرى اختيار دې (د تيمطوس په نوم دويم خط ٣: ١٦، د پطروس په نوم دويم خط ١: ٢٠- ٢١). عيسائيان په يو خدائ پاک کښې عقيده لرى چې په درې شخصياتو کښې موجود دې، پلار، زوئ (عيسىٰ مسيح)، او روح القدوس.

عيسائيان دا عقيده لرى چې انسان د دې د پاره پېدا کړې شوې وو چې د خدائ پاک سره تعلق ولرى، خو ګناه ټول انسانان د خدائ پاک نه جدا کړل (د روميانو په نوم خط ٥: ١٢، د روميانو په نوم خط ٣: ٢٣). عيسائيت دا پېغام ورکوى چې عيسىٰ مسيح په پورا توګه خدائ پاک او انسان وو. (د فلپيانو په نوم خط ٢: ٦-١١)، او په صليب باندې مړ کړې شو. عيسائيان دا عقيده لرى چې په صليب باندې د هغۀ د مرګ نه پس عيسىٰ مسيح ښخ کړې شو، هغه بيا پاڅېدو، او اوس د خدائ پاک ښې طرف باندې ژوند کوى، او د ايماندارانو د پاره د همېشه د پاره خېر غواړى (د عبرانيانو په نوم خط ٧: ٢٥). عيسائيت دا اعلان کوى چې په صليب باندې د عيسىٰ مسيح مرګ ډېر ښۀ وو او دا د ګناه قرض د پاره پورا بدل وو چې ټول انسان په کښې ګېر وو دا هغه څۀ دى چې د خدائ پاک او د انسان په مېنځ کښې هغه ماته شوې رشته بحال کوى (د عبرانيانو په نوم خط ٩: ١١-١٤، د عبرانيانو په نوم خط ١٠: ١٠، د روميانو په نوم خط ٦: ٢٣، د روميانو په نوم خط ٥: ٨).

د نجات د پاره هر چا له په مکمله توګه دا ساده ايمان لرل په کار دى چې کوم کار وو نو هغه عيسىٰ مسيح په صليب باندې پورا کړې دې. کۀ د چا دا عقيده وى چې عيسىٰ مسيح د خپل ځان او د خپلې ګناه د بدل د پاره مړ شو، او بيا ژوندې شو، بيا به هغه کس ته نجات ملاو شى. داسې هيڅ څه نشته چې د هغې په وجه هغه ته نجات ملاو شى. هيڅ څوک هم دومره نۀ شى ښۀ کېدې چې په خپله هغه خدائ پاک رضا کړى، ځکه چې مونږ ټول ګناه ګار يو (يسعياه ٦٤: ٦-٧، يسعياه ٥٣: ٦). دويمه خبره دا ده چې دومره ډېرښۀ څۀ نشته چې وکړې شى، ځکه چې عيسىٰ مسيح ټول کار پورا کړې دې! کله چې هغه په صليب وو نو عيسىٰ مسيح ووئيل، ”پورا شو“. (يوحنا ١٩: ٣٠).

داسې هيڅ څۀ نشته چې د هغې په کولو چا ته نجات ملاو شى، کله چې څوک خپل يقين په هغه کار باندې ولرى چې عيسىٰ مسيح په صليب باندې کړې وو، نو داسې څۀ نشته چې يو کس ته به نجات نۀ ملاوېږى. ياد ساته، عيسىٰ مسيح پورا کار کړې وو! چې چا ته نجات ملاو شى نو د هغۀ نه هيڅ څوک نۀ شى اخستې! يوحنا ١٠: ٢٧-٢٩ دا بيان کوى، ”زما خپلې ګډې زما آواز آؤرى،زَۀ هغوئ پيژنم اَؤ هغوئ ما پسې راځى. ٢٨ زَۀ هغوئ له دَ تل ژوند ور کوم اَؤ هغوئ به هيڅ کله هم هلاک نۀ شى اَؤ هيڅوک به ئې هم زما نه ونۀ شُو کوى. ٢٩ زما پلار چه دوئ ئې ما له راکړى دى دَ ټولو نه لوئې دې اَؤ هيڅ څوک دوئ زما دَ پلار نه نۀ شى شُوکولې.“

کېدې شى چې څوک دا خيال وکړى، ”چې دا خو ډېره ښه خبره ده، يو ځل ما ته نجات ملاو شوې دې نو چې څۀ زما خوښه وى نو هغه به کوم، او نجات به زما نه چرت هم نۀ ځى!“ خو نجات داسې نۀ دې چې څۀ ستا خوښه وى نو هغه به کوې. نجات دا دې چې تۀ د ګناه زوړ فطرت د خدمت کولو نه آزاد شوې يې، او د دې نه آزاد يې چې د خدائ پاک سره د صحيح تعلق لټون وکړې. چې تر کومې پورې ايمانداران د خپلو د ګناه نه ډکو جسمونو سره په دې زمکه باندې ژوند تېروى، نو د ګناه د پرېښودلو جنګ به هر وخت شروع وى. په ګناه کښې اوسېدل هغه تعلق په شا بېرته بوځى چې خدائ پاک يې د انسان سره غواړى، او چې تر کومې پورې يو ايماندار په ګناه کښې اوسېږى نو هغه کس به د خدائ پاک سره د هغه تعلق نه خوند وانۀ خلى چې خدائ پاک يې اراده لرى. اګرچې عيسائيان په ګناه باندې د غالب کېدلو طاقت داسې موندې شى چې د خدائ پاک کلام يعنې مقدس کتاب په خپل ژوند کښې عملى کړى، او د روح القدوس په وسيله قابو کړې شى نو داسې مونږ د روح القدوس اثر موندلې شو او زمونږ د هرې ورځې لارښودنه کېدې شى، او د روح القدوس په وسيله مونږ د خدائ پاک کلام منلې شو.

اګرچې ډېرې مذهبى طريقې دا مطالبه کوى چې يو کس به څۀ خاص کارونه کوى او څۀ خاص به نۀ کوى، عيسائيت د خدائ پاک سره تعلق دې. عيسائيت دا ايمان لرل دى چې عيسىٰ مسيح زمونږ د ګناه په بدل کښې په صليب باندې مړ شو، او بيا ژوندې شو. ستا د ګناه قرض خلاص شوې دې او تۀ د خدائ پاک سره دوستى لرلې شې. تۀ د ګناه په خپل فطرت باندې غالب کېدې شې او د خدائ پاک سره په دوستۍ او فرمانبردارۍ کښې مزل کولې شې. دا د مقدس کتاب حقيقى عيسائيت دې.

English



د پښتو ته راواپس کېدل

عيسائيت څۀ څيزې دې او عيسائيان څۀ عقيده لرى؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries