settings icon
share icon
سوال

د عيسائى بپتسمې اهميت څۀ دې؟

جواب


عيسائى بپتسمه، د مقدس کتاب مطابق، دا د هغه څۀ ګواهى ده چې د يو ايماندار په بدن کښې دننه کېږى او بهر ظاهرېږى. عيسائى بپتسمه د يو ايماندار د مسيح سره د پېژندګلو شکل دې، ښخېدل، او بيا ژوندى کېدل. مقدس بيان کوى، ”آيا تاسو په دې نۀ پوهيږئ څۀ؟ چه هر کله چه زمُونږ دَ عيسىٰ مسيح سره په شامليدو بپتسمه وشوه نو مُونږ دَ هغۀ په مرګ کښې دَ شامليدو بپتسمه واخسته. ٤ اَؤ په دې بپتسمه مُونږ دَ هغۀ سره ښخ کړې شولُو اَؤ ورسره مړۀ شولُو،اؤ کله چه عيسىٰ دَ پلار په جلال کښې له مړو نه راپورته کړې شو نو دغه شان مُونږ هم په نوى ژوندُون کښې شامل شوُو.“ (د روميانو په نوم خط ٦: ٣-٤). په عيسائى بپتسمه کښې، په اوبو کښې د ډوبېدو عمل د مسيح سره د ښخېدو تصوير دې. او د اوبو نه بيا راوتلو دا د مسيح د بيا ژوندى کېدلو تصوير دې.

په عيسائى بپتسمه کښې، دا شرطونه د يو کس د بپتسمې اخستلو نه مخکښې په کار دى: ١ چې کوم کس بپتسمه اخلى نو هغه دې خامخا په عيسى مسيح باندې يقين ولرى چې هغه نجات ورکوونکې دې، او ٢ او هغه کس له دا خامخا پېژندل په کار دى چې د پبتسمې مطلب څۀ دې. کۀ يو کس عيسى مسيح د نجات ورکوونکى په توګه پېژنى، او غواړى چې بپتسمه واخلى، نو بيا داسې يوه وجه هم نشته چې يو کس دې د بپتسمې اخستلو نه ايسار کړى. د مقدس کتاب مطابق، عيسائى بپتسمه په ساده توګه د تابعدارۍ يو قدم دې، په خلقو کښې دا اعلان دې چې يواځې مسيح د نجات ورکوونکې دې. عيسائى بپتسمه ځکه اهمه ده چې دا د تابعدارۍ قدم دې، په خلقو کښې په مسيح باندې او د هغۀ تابعدارۍ د ايمان اعلان دې، او د مسيح سره د مرګ، ښخېدو، او بيا ژوندى کېدو نښه ده.

English



د پښتو ته راواپس کېدل

د عيسائى بپتسمې اهميت څۀ دې؟
Facebook icon Twitter icon Pinterest icon Email icon
© Copyright Got Questions Ministries